په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

په افغانستان کې د ځان وژنې پېښې

د سپټمبر ۱۰ مه د ځان وژنې د مخ نېوې نړېواله ورځ ده. د روغتیا د نړېوال سازمان د اټکلونو له مخې هر کال ۸ سوه زره کسان ځانونه وژني.

افغانستان کې هم د عامې روغتیا وزارت وايي له تېرو څلور کلونو راهېسې دلته د ځانوژنې د هڅې پېښې ډېرې شوي چې په روان کال کې یې شمېر ۱۰ زرو ته ختلی.

نجما ځلا يې راپور وړاندې کوي.