په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

له درملو پرته ژور خوب؟

خوب د انسان د روغتيا لپاره ډېر اړين دی او خوب چې څومره د بېغمۍ وي هغومره د انسان د روغتيا لپاره ګټور بلل کېږي.

د کارډېف پوهنتون ساينسپوهانو يوه څېړنه کړې چې څرنګه د انسان خوب ښه کېدی شي.

ساينسپوهان وايي، د خوب پنځه پړاوونه دي او تر ټولو غوره يا د بېغمۍ هغه يې پنځم دی.

دوی وايي، په دغه څېړنه کې يې موندلې، چې انسان ته په يوه ځانګړي انداز کې د ټک ټک غږونو يا موجونو له لارې د هغه خوب ښه کېدی شي.

ساينسپوهانو دغه نوي تخنیک ته د "خوب انجينري" نوم ورکړی دی.

په اکسفورډ پوهنتون کې بايوميډيکل انجينير ډاکتر سيد احمر شاه وايي، که چېرې د خوب دغه "انجنيري" کاميابه شي نو په راتلونکي کې هغه کسان چې د ويده کېدو لپاره درمل کاروي هغوی به له دې لارې په ارامه ويده کېدلی شي او د درملو له منفي اغېزو به خوندي پاتې وي.

زموږ همکار محمد زاهد د ډاکتر سيد احمر شاه سره په دې اړه دغه مرکه کړې ده.