په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د افغان کډوالو ناڅرګند برخلیک چې له پاکستانيو کورنيو سره يې خپلوي کړې

د روان کال له پیل راهیسې تر اوسه زرګونه افغانان له پاکستانه خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

د پاکستان حکومت په دې وروستیو کې پر افغان کډوالو فشار زیات کړی چې بېرته خپل هېواد ته ولاړ شي.

ځینو افغان کډوالو له پاکستانیانو سره خپلوۍ کړې، د پاکستان حکومت دا ډول افغان کډوالو ته هم په رسمي ډول په دغه هېواد کې د اوسېدو اجازه نه ورکوي.

د دغه ډول کورنیو برخلیک نا معلوم دی. دوی نه پوهېږي چې ګډ ژوند به تر دې وروسته څرنګه مخته وړي.