په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ډيجيټل بزګري

د افریقایانو په ژبه کې د بزګرۍ د ګټې په اړه زیات متلونه شته، خو بیا هم اوسنیو ځوانانو ته قناعت نه شي ورکولی چې بزګران شي.

خو اوس په کینیا کې یوه ډله ځوان شرکت لرونکي په دې باور دي که چېرې بزګري د اوسنۍ ټکنالوژۍ سره تړاو ولري نو شاید ځوانان یې په ګټه خبر شي او په خپلو کلیو کې کښت او کروندې ته مخه کړي.