په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

هغوی ته زېری چې له ليد بې برخې وي

جراحانو د لومړي ځل لپاره په روبوټ د سترګې دننه عمليات کړي. په طبي ازموينو کې جراحانو د انسان د سترګې دننه فعاليت لپاره يو روبوټ کارولی دی. دا جراحۍ كې د روبوټي ټکنولوژۍ يو مهم پړاو بلل شوی، چې د انګلستان اکسفورډ کې ترسره شوې ده. دا به پر دې معنا وي چې جراحان به د هغه څه پرتله چې اوس شوني دي، راتلونکي کې د لا پېچلو عملياتو ترسره کولو توان هم ولري.