ټولنه کې د کډوالو ورګډولو تر ټولو غوره لار څه ده؟

ټولنه کې د کډوالو ورګډولو تر ټولو غوره لار څه ده؟

د سوريې کورنۍ جګړې د دغه هېواد ۵ ميليونه وګړي له خپلو مېنو او کورونو بې ځايه کړي او کډوالۍ ته يې اړ کړي دي. نن وروسته به د امريکا ولسمشر باراک اوباما او د کاناډا لومړی وزير جسټن ټروډو په نيويارک کې د کډوالو په اړه سرمشريزه لري. کاناډا تر دې مهاله شاوخوا ۳۰ زره سوري کډوال منلي، چې يو پر درې يې د هغو کاناډايانو له لوري سپانسر شوي، چې د نوي ژوند پيلولو لپاره يې له دوی سره د مرستې خپلې سرچينې او وسايل غونډ کړي دي. د بي بي سي نړيواله سرخبریاله لیزدوسیت پرې له ټورونټو راپور لري، چې له پخوانيو پېژندويو سره يې ناببره ليدنه هم درلوده.