"افغانستان کې روانه شخړه په جګړې اواري ته نه رسي"

"افغانستان کې روانه شخړه په جګړې اواري ته نه رسي"

نن د سېپتمبر یویشتمه نېټه د سولې د نړیوالې ورځې په توګه نمانځل کېږي. د پګواش په نامه نړیواله ټولنه، چې د افغانستان په ګډون د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د سولې لپاره هڅې کوي، هیله منه ده، چې افغان کړکېچ به د سولې له لارې اوار شي.

د پګواش د دارلانشا مشر، پروفیسر پاولو کوتا راموسینو بي بي سي سره خبرو کې ویلي، چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ روانه شخړه په جګړې اواري ته نه رسي.

نوموړی وايي، دوی له طالبانو سره په اړیکه کې دي او هڅه یې دا ده، چې د سولې خبرې څومره ژر شونې وي، پیل شي.

پګواش په دې وروستېو کې په لومړي ځل په کابل کې د افغانستان له بېلابېلو برخو څخه ورغلو خلکو سره د سولې په تړاو د هغوی نظرونه راغونډ کړل.

زموږ همکار عنایت الحق یاسیني د سولې د نړیوالې ورځې په پلمه له ښاغلي راموسینو نه د یوې مرکې په سر کې پوښتلي چې آیا په کابل کې د غونډې جوړولو لامل دا و، چې په بهر کې د دا ډول غونډو جوړول پایلې نه لري که څنګه؟