په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

کرزی: له حزب اسلامي سره د سولې خبرو پر بریالیتوب خوښ یم

د افغانستان مخکينى ولسمشر حامد کرزى وايي د حکمتيار له حزب اسلامي سره د سولې خبرې د ده په واکمنۍ کې پيل شوې وې او په دې خوښ دى چې اوس دا خبرې بريالۍ شوې. په کابل کې عنايت الحق ياسيني له ښاغلي کرزي سره په خبرو کې د دې جوړجاړي په رڼا کې له طالبانو سره د سولې بهير او د پاکستان دريځ پوښتلى دی.