د عراق موصل ښار نيولو هڅې
د عراق موصل ښار نيولو هڅې
عراقي ځواکونه وايي د دغه هېواد شمال کې د الشرقاط ښارګوټي منځ ته ورننوتلي، چې د "اسلامي دولت" نومې ډلې منګولو کې و.
له هغه وروسته چې دا تېر جون مياشت "اسلامي دولت" ډله له فلوجې ښاره په شا تمبول شوې، موصل د عراق تر ټولو لوی وروستی ښار دی چې لا هم د دې ډلې ولکه کې دی.
په داسې حال کې چې د عراق پوځ له جنوبه او کوردي پېشمرګه ځواکونه له ختيځ پرې پر مخ ور روان دي، پتېل شوې وروستي لوی عمليات ډېر ژر پيل شي.