په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

سوريه کې تازه بمبارۍ

د سوریې حلب کې د ملکي دفاع خپلې خوښې کارکوونکي وايي د حکومت مخالفو ډلو تر ولکې لاندې سيمو کې هوايي بريدونه بيا پيل شوي دي.

ملګري ملتونه وايي د حلب لروبر نژدې دوه ميليونه خلک اوبه نه لري، او د تاوتريخوالي له امله د ژغورنې ډلې نه شي کولی د اوبو پمپونو او زېرمو ته ورورسېږي.

د بي بي سي دې راپور کې د حلب تازه حال راپور دی، خو ځينې انځورونه ښايي درته بوږنوونکي وي.