په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د ترکي ښوونځيو د تړلو ننګونې

ترکيه کې د تېر جولای ناکامې کودتا پر سر راپورته شوې شخړه کې زرګونه کسان نيول شوي او ګڼ شمېر نور له حکومتي دندو لرې کړی شوي دي.

پر دوی تور دی چې د امريکا مېشتي ترکي ملا فتح الله ګولن د پټې شبکې غړي دي. خو د نړۍ لروبر د ترکیې سفارتونه هم پر دې هڅه بوخت وو، چې غوره ګڼل شوي ترکي ښوونځي وتړي، او دا تور یې پرې لګاوه چې د ګولن له غورځنګ سره تړاو لري.