امريکا کې د يوه تور پوستي د وژنې پر سر ناندرۍ

امريکا کې د يوه تور پوستي د وژنې پر سر ناندرۍ

د هغه تورپوستي امریکایي سړي خپلوان چې د پولیسو له خوا د امریکا په شارلټ ښار کې وژل شوی وايي د چارواکو له خوا په خپره شوې ویډیو کې سم نه ښکاري چې هغه ولې ووژل شو.

چارواکي وایي کیت لامونټ سکاټ د سې شنبې په ورځ -وسله په لاس کې وه چې وویشتل شو خو کورنۍ یې دا ادعا ردوي.

په دې رپورټ کې ځینې انځورونه ښایي درته زړه بوږنوونکي وي.