په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د پخواني ولسمشر ډاکتر نجيب له مېرمنې سره ځانګړې مرکه

شل کاله وړاندې نجیب الله چې تر ۱۹۹۲ کاله پورې د افغانستان ولسمشر و له خپل ورور احمدزي سره یو ځای سټمبر په ۲۷ د طالبانو له خوا ووژل شو.

د دغه پخواني افغان ولسمشر وژنه آن تر ننه په ابهام کې نغښتې او په تړاو یې روایتونه بېلابیل دي.

خو هماغه شپه له ولسمشر او ورور سره یې رښتیا څه پېښ شول؟

د ملګرو ملتونو ۱۵ کسیزې شورا ته د واک لېږدونې بهیر ولې ناکام شو؟

پړه چا ته ور تر غاړې ده؟ ولسمشر نجیب له خپلې کورنۍ سره په وروستي تماس کې څه وویل؟

زموږ همکار یما بارز د ډاکټر نجیب له مېرمنې فتانې نجیب سره مرکه کړې او ځینې هغه پوښتنې يې ورڅخه کړي چې د خلکو په ذهنونو کې بې ځوابه پاتې وې.