په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

کرزی: بايد افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره هڅې وکړو

پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي ویلي دي چې د افغانستان د ملي یووالي حکومت د پنځو کالو لپاره دی او د دوو کالو پوره کېدو سره يې مشروعیت پای ته نه رسېږي.

ښاغلي کرزي د ملي یووالي حکومت د دویمې کالیزې رانږدې کېدو په مناسبت له بي بي سي سره ځانګړې مرکه کې ویلي حکومت باید د موافقې شرطونه عملي کړي چې یو يې د لويې جرګې رابلل دي.

د ښاغلي کرزي سیاسي فعالیتونه په دې وروستيو کې ډېر شوي او په افغانستان کې يې یوځل بیا دا بحث رامنځ ته کړی چې ګوا کې حامد کرزی بیا سیاسي ډګر ته داخلېږي، خو نوموړي دا خبره رد کړه او ويې ویل "بیا کله هم نه غواړي چې د حکومت مشري وکړي".

ده یو ځل بیا د افغان حکومت د وسلوالو پرضد د امریکايي بمباریو مخالفت وکړ او دا یې د ملي حاکمیت ضد کړنه وبلله. ښاغلي کرزي په کابل کې د بي بي سي د دفتر مشر عنایت الحق یاسیني سره مرکه کې د افغانستان په ګاونډيانو نیوکه وکړه چې د ده په ټکو افغان سوله کې څرنګه چې پکار ده هغه ډول رول نه لوبوي.