په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

نړۍ کې تر ټولو اوږده جګړه پای ته رسېږي

په نړۍ کې تر ټولو اوږده جګړه به د سولې د یو تاریخي تړون په لاسلیکولو پای ته ورسېږي. د کولمبيا ولسمشر او د مارکسیسټو یاغیانو ډله به نن لږ وروسته یوه موافقه وکړي. د دوی تر منځ د سولې خبري ۳ کاله مخکې پیل شوې. په سیمه کې د ټولو نورو پخوانیو تړونونو په څېر دا ځل به هغو یاغیانو ته بخښنه نه کېږي چې جدي جرمونه یې تر سره کړي وي.