د کورنۍ جګړې پای که د يوې بلې جګړې پيل؟
د کورنۍ جګړې پای که د يوې بلې جګړې پيل؟
شل کاله مخکې طالبانو پر همدې ورځ پر افغان پلازمېنه کابل ولکه وکړه. افغان چارواکی وايي د پوځ لږ تر لږه ۱۳ سرتېري يې هغه مهال وژل شوي، چې يوې ډلې طالبانو د دغه هېواد شمال کندوز کې پر يوې پوستې برید وکړ. د كندوز د والي وياند ويلي بريد بېګا نيمه شپه شوی، او پوسته کې ۱۵ سرتېري وو، چې دوو تنو یې له طالبانو سره اړيکي لرل. په همدې ورځ شل کاله وړاندې طالبانو کابل نيولى و. د ۱۹۹۶ کال د سپتمبر پر ۲۷ مه چې طالبان کابل ته ننوتل د ملګرو ملتونو دفتر کې بند پخوانی ولسمشر ډاکټر نجيب الله يې هم وواژه.. اوليا اطرافي پرې رپوټ راکوي.