په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

حکمتیار او غني د سولې هوکړه لاسلیک کړه

افغان پلازمېنه کابل کې ولسمشر اشرف غني له حزب اسلامي سره د سولې تړون لاسليک کړ.

د دغه ګوند مشر ګلبدين حکمتيار بيا مخکې له ولسمشرۍ ماڼۍ سره د ثبت شوي ويډيو يي تړاو له لارې دا هوکړه ليک لاسليک کړی و.

د لاسليک مراسم چې د افغان دولت او هم نور مخور مشران او بهرني مېلمانه په کې راغونډ شوي وو، په ژوندۍ بڼه پر ټلویزيون خپرېدل.

دا د ۲۰۰۱ کال پای راهيسې چې د طالبانو نظام پرځول شوی، د افغان حکومت له لوري د سولې لومړی تړون دی چې بشپړېږي.

نجما ځلا پرې له کابله نور حال راکوي.