په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

"پاکستاني پولیس له بشري حقونو سرغړونه کوي"

د بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې یو رپورټ وایي، "پاکستاني پولیس له بشري حقونو سرغړونه کوي" او په غیر قانوني توګه هغه کسان "وژني" چې وار له مخه ورسره بندیان وي.

ياده شوې اداره وایي، پاکستاني پولیسو دغه کسان برناحقه "وژلي" او بیا يې دغو وژنو ته د "جعلي مقابلې" نوم ورکړی، چې په تېر یو کال یې شمېر ۲ زرو ته رسېږي.

له اسلام اباده زموږ همکار خدای نور ناصر راپور پرې چمتو کړی دی.