په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

غني: د زورزياتي تر ټولو ډېر زيان ليدونکې ښځې وې

له افغانستان سره د مرستو له نړيوال کانفرانس يوه ورځ وړاندې د سولې او گډون لپاره د ښځينه ډلې استازې سره ټولې شوې دي. افغان ولسمشر اشرف غني وايي په تېرو څلوېښتو کلونو کې د زورزياتي تر ټولو ډېر زيان ليدونکې ښځې وې. ولسمشر غني چې دا خبرې يې برسلز کې د سولې او گډون لپاره د ښځو ناستې ته کولې، وويل افغان مېرمنې د نړيوالو خيرات نه غواړي بلکې خپلو توليداتو ته بازار غواړي. په برسلز کې د افغانستان په تړاو د اروپايي ټولنې او کابل په گډه کوربنۍ سبا لويه غونډه کېږي. نن هلته د سولې او گډون په نامه د ښځو استازو غونډه درلوده. زموږ همکار يما بارز یې حال راکوي.