په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ستاسو غږ: له افغانستان سره شوې مرستې بايد څنګه ولګول شي؟

د بروکسل په غونډه کې د افغانستان د پرمختګ او بیارغونې لپاره تر ۲۰۲۰ کال پورې د څه باندې ۱۵ ميلیاردو ډالرو مرستو ژمنې وشوې.

تر دې وړاندې په تېرو ۱۵ کلونو کې نړیوالو له افغانستان سره د ميلیاردونو ډالرو مرستې کړې دي.

په ستاسو غږ پروګرام کې له تاسو اورو چې ایا دغو مرستو ستاسو پر ژوندانه څه اغېزه کړې ده.

ستاسو له نظره دغه مرستې څنګه لګول شوې او نوې مرستې بايد څنګه ولګول شي؟