په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

په لندن کې د پوليسو کامرې

یو څېړنه وایي، له هغه وروسته چې پولیسو پر خپلو جامو د ګرځنده کامرو په لګولو پيل کړی له دوی په شکایتونو کې ۹۰ سلنه کمی راغلی دی.

دغه څېړنه چې په انګلستان، شمالي ایرلنډ او امریکا کې شوې او ۲۰۰۰ پولیس په کې ښکېل وو وايي، ګرځنده کامرو د پولیسو او عامه وګړو پر چلند ژور اغېز کړی دی.