په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د کندهار امنيتي حالت

په کندهار ولایت کې بيا چارواکي وايي هلته د يو څه ارامۍ راز د وسله والو ډلو پر وړاندې د امنیتي ځواکونو پرېکنده دریځ دی.

د دغه ولایت پولیسو بي بي سي ته ویلي هغه سرتېري نیول شوي چې له تورنو کسانو سره یې نا انساني چلند کړی و.

کندهار چې د طالبانو د اغېز پخوانۍ سیمه ده له کلونو ناکراریو وروسته يې اوس ښار او ځينې شاوخوا سيمې اوس يو څه ارامې ګڼل کېږي.

سیدعبدالله نظامي کندهار ته ورغلی و او پر امنیتي حالت یې دغه رپوټ چمتو کړی دی.