BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 15:01 گرينويچ 2005 ,17 اپريل
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ چاپي بڼه
د فضل محمد فضلي هنري ژوند او د ايټاليايي ليکوال بوځاتى شهکار اثر
 
٨٤ کلن استاد ف فضلى د زړه د حملې له امله د دوشنبه په ورځ د اپريل په يوولسم نيټه په کابل کې وفات شو
د نوي کور نوي ژوند د ډرامو جبار خان ، د افغانستان د راديو ، تلويزيون ، تياتر او سينما ستورى او ډرامه کښوونکى فضل محمد فضلي تيره اوونۍ ومړ ، پېلوزى د ارواښاد استاد فضلي پر کاري ژوند اوونيز بحث لري .

د پښتو ژبې ځوان ډرامه کښونکى ، جوړونکى او وړاندې کوونکى حفيظ الله تراب غږو چې تر اوسه يې شپږ تلويزيوني ډرامې ليکلي او جوړې کړي دي.

دغه ډرامې ستايل شوي او په بيا بيا نندارو ته وړاندې شوي دي .

ښاغلى تراب به خپلې ستونزې او د کار برياليتوبونه يادوي .

د ايټاليا نامتو ليکوال دينو بوځاتي او د هغۀ شهکار اثر د تاتارو ډاگ ارزو .

هنري ادبي خبرونو به پېلوزى بشپړوي چې ايمل پسرلى يې وړاندې کوي .

د پېلوزې هنري ادبي پروگرام د سيمې او نړۍ ادبي او هنري مسايل په بحث ، مرکې او خبر کې رانغاړي .

دا پروگرام هره اوونۍ د شنبه په ماښامنۍ ، د يکشنبه په سهارنۍ او د دوشنبه په ماپښينۍ خپرونه کې اوريدلى شئ .

 
 
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت