BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 12:44 گرينويچ 2005 ,26 دسمبر
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ چاپي بڼه
د اسدالله سروري محاکمه پيل شوه
 

 
 
اسدالله سروري
اسد الله سروري له ١٣٧١ راهېسې بې له محاکمې د افغانستان په بيلا بيلو زندانونو کې وو .
ښاغلى سروري په ١٩٩٢م کال کې په کابل کې د چارواکو له خوا نيول شوى وو دى د واک په وخت کې د بې گناه خلکو د وژلو اودمجاهدينو د حکومت پرخلاف فعاليتونو باندې تورن دى

اسدالله سروري چې اوس ٦٤ کلن دى په ١٩٨٠ مې لسيزې کې دنورمحمد تره کي ترمشرۍ لاندې دشوروي پلوي حکومت د استخباراتو د ادارې ،چې د افغانستان د گټو ساتلو اداره ، اکسا ،نوميده مشر وو.

ښاغلى سروري په ١٩٩٢ کال کې د افغان مجاهدينو د حکومت د واکمنۍ له لومړيو ورځو راهيسې په بيلابيلا زندانونو کې تر اوسه پورې له محاکمې پرته په بند کې تېر کړي دي.

خو اوس د افغانستان د ملي امنيت په لومړنۍ محکمه کې څارنوال د ښاغلي سروري پرضد د تورونو په لړکې د هغو وژنو يادونه کړې چې ٢٧ کاله مخکې د هېواد په بيلابيلو ولايتونو او هم په کابل کې شوې وې او ادعا شوې چې مسووليت يې د اگسا استخباراتي ادارې پر غاړه وو چې مشر يې اسدالله سروري وو.

ويل شوي چې په ١٣٥٧ او ١٣٥٨ کلونو کې يو زيات شمير افغانان له محاکمې پرته د وخت د استخباراتي ادارې له خوا نيول شوي او بيا ورک شوي دي.

خو ښاغلى سروري دا ټول تورونه ردوي او ادعا کوي چې بې گناه دى او بايد آزاد شي.

ښاغلى سروري وايي: د څارنوال تورونه په کلکه ردوم او هغه د سياسي مخالفينو دسيسه او پر افواهاتو ولاړ بولم.

اسدالله سروري دا هم وايي چې تراوسه پورې په غير قانوني توگه په توقيف کې ساتل شوى دى .

د اوسنۍ محکمې قاضي ويلي دي چې د ښاغلي سروري د توقيف کوونکو څخه هم بايد قانوني پوښتنې وشي.

که چيرې پر ښاغلي سروري لگول شوي تورونه ثابت شي کيداى شي د مرگ له سزا سره مخامخ شي.

خو اوس محکمې کومه فيصله ونکړه او ويې ويل چې ٢٥ ورځې وروسته به بيا محکمه دايريږي او پر دې موضوع به بحث ته دوام ورکوي.

د اسدالله سروري ژوند ليک

١٣٢٠ کال کې د غزني په ولايت کې زيږيدلى دى . نوموړي د هيليکوپتر يا چورلکې د پيلوټ په توگه پخواني شوروي اتحاد کې زده کړې وکړې .

په ١٣٥٢ کال ( ١٩٧٢ ) کې يې د سردار محمد داوود په کودتا کې گډون درلود
١٣٥٧ کال ( ١٩٧٧ ) په کودتا کې يې هم برخه درلوده. په همدغه کال د استخباراتي ادارې ، اگسا ، مشر وټاکل شو.

١٣٥٨ کال کې هغه وخت چې د نورمحمد تره کي او د هغه د يو بل ملگري حفيظ الله امين تر منځ اختلافونه اوج ته ورسيدل او ددوى ترمنځ د نښتې سبب شول اسدالله سروري او څلور تنه نور لوړ رتبه پوځيان سيد محمد گلاب زوى ، محمد اسلم وطنجار او شيرجان مزدوريار د نورمحمد تره کي ترڅنگ او د حفيظ الله امين پر خلاف ودريدل .

د ١٣٥٨ کال په ژمي کې اسدالله سروري د خپلو يوشمير نورو ملگرو سره د پرچم کمونيست پلوه ډلې سره متحد شول او د پرچميانو د مشر ،ببرک کارمل، تر څنگ د شوروي ځواکونو سره يوځاى افغانستان ته را ننوتل .

په همدې کال کې اسدالله سروري د وخت ولسمشر ببرک کارمل د مرستيال په توگه وټاکل شو.

په ١٣٥٩ کې ښاغلى سروري په منگوليا کې د افغانستان سفير شو چې ٦ کاله هلته پاتې شو.

په ١٣٧١ کال کې په کابل کې د افغان مجاهدينو د حکومت په لومړيو ورځو کې ښاغلى سروري ونيول شو او له هغې راهيسې په تيرو ١٣ کلونو کې په پنجشير او کابل کې
بندي وو .

 
 
ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت