BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 16:15 گرينويچ 2006 ,23 جنوري
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ چاپي بڼه
نامتو ليکوال او شاعر اجمل خټک مومېلمه وو
 
ښاغلى خټک ١٣ کتابونه او١٨ رسالې چاپ شوي دي ځينې کتابونه يي په ارودژبه هم لکلي دي
تيره اوونۍ مو د پښتو ژبى وتلى څېره او نامتو ليکوال او شاعر اجمل خټک اوومي سټوډيو ته رابللى.

اجمل خټک ٨٠ کاله وړاندې په اکوړه خټک کې نړى ته راغلى دى .لکه چې پوهيږى دادخوشحال خان خټک دزوکړې سيمه ده.

تراتم ټولگي پورې ېې پخپل کلي کې زده کړې وکړې اوبيا دپيښور عالى ښوونځي ته ورغي . داچي اجمل خټک په ځينوسېاسی چاروکې فعال ښکيل وونوپدې تور چې انگريزي ضد فعاليتونه کوي له ښوونځي نه وايستل شو.

خوله پوهې سره مينې دى غلى نه کړاوپه شخصي توگه يي لوست ووايه او عربى ، پښتو اوفارسي ىې ولوستل ، انگريزي ژبه يي زده کړه اوپوهنتون ته يې دازموينې په ورکولو پيل وکړ.

خوله ازموينې يي راويست اوجيل ته يي وردننه کړ. ده په جيل کې هم لوست وايه اوله همغه ځايه يي ازموينې ورکړې ځکه يوازې دازموينې په ورځ يي اجازه ورکوله چې له جيله ازموينې ته ورشي اوبيرته به يې جيل ته راوست.

له جيل نه وروسته ښاغلى خټک دپيښورپوهنوتون ته بريالى شو. بيا يي ونيواوداځل يي دمچ مشهورجيل ته بوت خو بيا ېې هم لوستونه مخکې وړل اوله همغه ځايه يې دفلسفې اوارواپوهنې ازموينه ورکړه .

د ښوونکي دنده يې ترسره کړې ده اوپه پيښورراډيوکې يي هم کارکاوه پروگرامونه به يي ليکل.خودژوند ډيره برخه يي لکينې ته ځانگړې کړې ده .اجمل خټک مشهورشاعر اوليکوال دى .

تراوسه يي ١٣ کتابونه او١٨ رسالې چاپ شوي دي .

ځينې کتابونه يي په ارودژبه هم لکلي دي . لومړنى کتاب يي دغيرت چيغه نوميده .
نورکتابونه يي دژوند چيغه ، ژوند اوخوند، گلونه اوتکلونه ، افغان ننگ ، کچکول، سرې غنچې ، دژوند خاطرې اوځينې نوردي.

اوس چې روغتيايي حالت يي هم ښه نه دى ديوه نوى کتاب په ليکلوبوخت دى چې دخپل ژوند ټيټې جگې پکې راټولوي. دى نيت لري پدې کتاب کې دا وليکې چې ولې افغانستان ته تللي وواوشل کاله يي هلته ژوند وکړ، دخپلوليدنوکتنوپه اړه به خاطرې وليکى اوماته يي داراز هم ووايه چې دې کتاب ته يي دترخه وختونه اوخواږه يادونه نوم غوره کړى دى.

ښاغلي خټک واده کړى دى ، دوې لوڼې اودرې زامن لري څولمسيان يي هم شته .

اوومه سټوډيوبه دا ځل د اجمل خټک په شعر اود شاعراو ليکوال په ادبي ژوند غږيږى.

 
 
  له اوومې سټوديو څخه د خپرو شويو پروگرامونو ارشيف له اوومې سټوديو څخه د
خپرو شويو پروگرامونو ارشيف
 
 
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت