BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 10:05 گرينويچ 2006 ,17 مارچ
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ چاپي بڼه
وطن دوست (ناظر) په اوومه سټوډيو کې
 
 وطن دوست (ناظر)
مهرعلي له ١٩٩٤ کاله راهيسې دبي بي سي له تعليمي پروژوسره کارکوي

(وطن دوست ) چې اصلي نوم يې مهرعلي دى ،٥٣ کاله وړاندې دکابل دبتخاک په ولسوالى کې زيږيدلى دى .

تراووه کلنى پورې په کابل کې اوسيده اولومړنى ښوونځى يې همدلته ولوست .
وروسته ېې ننگرهارته کډه وکړه اود ننگرهارليسه ېې پاى ته ورسوله .

دهمدې ولايت داطلاعاتواوکلتور په مديريت کې مقرر شو .

په افغانستان کې دبدلونونو په راتگ سره دده په ژوند کې هم بدلون راغي اوله افغانستان نه ووت . په يښورکې ېې واړول او تر اوسه هملته اوسيږي.

له ١٩٩٤ کاله راهيسې دبي بي سي له تعليمي پروژوسره کارکوي . دنوى کوراونوي ژوند په راډيويى ننداره کې دناظر رول لوبوي.

له ډيرې مودې راهيسې ېې له ډرامو سره مينه لرله او د زده کړې له مهاله به ېې د ستيج پرسر په ډرامو کې برخه اخسيتله . دجشن په ورځوکې به ېې رنگارنگ ډرامې جوړولى او نندارې ته به ېې وړاندې کولې .

وطن دوست شاعر هم دى او ډيرو سندرغاړو ته ېې دسندرو لپاره شعرونه ورکړي دي .
نوموړي داوومې سټوډيو په خبرونه کې دخپل شعر نه يوه جوړه شوې سندره چې استاد خيال محمد ويلې ده زمزمه کړه .

ناظر له رحيم داد سره يوځاى دکابل سټوډيوته راغلى و اوداوريدونکو گڼې پوښتنې ېې ځواب کړې. دوى دواړو ځينې کميډي ټوټې هم په مستقيم ډول ترسره کړې .

دا پروگرام سپين تڼى د ميرويس مياخيل په مرسته وړاندى کوى

 
 
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت