BBCPashto.com

15:27 گرينويچ 2006 ,07 مۍ

اسمعيل مياخيل
لندن

د استاد اولمير ژوند ته لنډه کتنه

دا خپرونه د دې ځاى په کېکاږلو واورئ

استاد اولمير په ١٣١٢ لمريز کال کې د پېښور په يوه منځنۍ کورنۍ کې زيږېدلى او زده کړې يې تر لسم ټولگي پورې کړې دي، لس کلن و چې د موسيقې سره يي مينه پيدا شوه او د پښتو فلمونو سندرې به يې له ځان سره زمزمه کولې.

ښاغلى اولمير د نامتو فنکار استاد جعفر شاگرد و چې د پښتو د موسيقى لمړنى استاد و ورسته د استاد سبز على شاگرد شو چې هغه به کنسرتونو او مېلو ته له ځان سره بيوۀ خو تره يې چې د مور اوپلار تر مرگ ورسته دده سرپرستي کوله داولميرد سندرو ويلو سره ستونزه نه درلوده خو په راډيو کې دهغه له سندرو ويلو سره خوښ نه وو.

استاد اولمير په ډير کم عمر کې زيات مينه وال پيدا کړل او بيا يې د استاد سبز علي په خوښه د هغه سره په گډه يوه سندره وويله چې زړگې مې شو ټوټې ټوټې نوميده .

داسندره د پېښور راډيو لخوا خپره شوه چې له کبله يې له خپلې کورنۍ سره اړيکې خراب شول خو د موسيقى زدکړې ته يې دوام ورکړ او ورسته بيا د استاد گلستان شاگرد شو.

١٧ کلن وه چې د افغانستان د ازادۍ په جشن کې يې گډون وکړ چې هلته ىې د مرحوم محمد امين ملنگ جان سره وليدل او بيا دهغه په مرسته اوهڅو راډيو تلويزون ته معر في شو چې هلته يې د استاد گلستان سندرې وويلې چې کمپوز يې دده خپل و.

د استاد اولمير غزلونو، سندرو، شعرونو او ترانو نوموړى دې ته وهڅاوه چې په کابل کې پاتې شي او هلته يې لږ تر لږه ٢٥٠ سندرې وويلې . هره سندره د افغانانو په زړه کې وتلى ځاى لري.

استاد اولمير چې لا يې د استادۍ لقب نه و تر لاسه کړى خلکو به د استاد په نامه ياداوۀ چې وروسته بيا په ١٣٥٠ کال کې د افغانستان د راډيو تلويزيون اودهيواد د اطلاعاتو او کلتور د وزارت لخوا د موسيقۍ د استاد لقب ورکړل شو.

استاد اولمير په هندوستان، روسيه، چکوسلواکيا، پېښور او کوټه کې هم ډير کنسرتونه ورکړي او د دوستانو محفلونه به يې هميشه په خپلو خوږو سندرو تاودۀ وو. استاد اولمير ډير شاگردان روزلي او بې شميره سندرې يې نورو سندرغاړو ته هم کمپوز کړې دي .

استاد اولمير چې په افغانستان کې يو ځلاند سندرغاړى وۀ په ١٣٦١م کال کې د غويي په ١٤ نېټه لدې نړى نه سترگې پټې کړې او د شا شهيد په اديره کې خاورو ته وسپارل شو.

استاد اولمير نن هم د افغانانو په زړونو کې ژوندى دى او ځوان افغان سندر غاړي ېې نن ورځ سندرې په خوند اومينه وايي.

د بي بي سي اوومې سټوډيو داستا دمړينې دتلين ديادلو په پلمه دهيواد تکړه او وتلى سندرغاړى نعمت الله رابللى و.

ښاغلى نعمت الله چې داستاد اولمير شاگرد و له ده سره ډير کلونه يوځاى پاتې شوى و.

نعمت الله په اوومه سټوډيو کې