BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 13:23 گرينويچ 2007 ,16 جنوري
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ چاپي بڼه
د سياسي فکر تاريخ
 

 
 
د سياسي فکر تاريخ

دا د دوولسوپروگرامونو يوه ځانگړې لړۍ د لرغوني چين دکنفوسيوس دتيوريسن نه نيولې بيا ترپخواني يونانه اوترهغې وروسته دکمونيزم ترمهاله پورې د سياسي متفکرينودژوند اودهغو دسياسي کارپه اړه پکې ډېرڅه ويل شوي دي .

پدې لړۍ کې دسياستوالو اوفيليسوفانو دنظريو ددوه نيم زره کلن تاريخ څرنگوالى ته کتنه کوو.

د اسلام د پيغمبر محمد(ص) او داسلامي تيوريسنانود نظريوجاج به واخلو، داروپايي روښان اندۍ دپېرد فليسوفانونظريې اورو، دکارل مارکس اولينين تيوري به وارزوو اوآن د چاپيريال ساتنې دپلويانو(زرغونيانو) تيوري ته به هم نظر واچوو.

دا پروگرامونه د بي بي سي د نړيوالو خپرونو چارلز هاويلند چمتو کړي او سپين تڼي په پښتو اړولي اووړاندې کوي يې.

مدينه منوره
 په دې پروگرامونو کې د اسلام د پيغمبر محمد(ص) او داسلامي تيوريسنانود نظريو جاج هم اخيستل شوى.
 

د سياسي فکر تاريخ لومړى پروگرام

نن په نړى کې داسې سياسي نظامونه نشته چې دټولو خلکودې خوښ وي اوټول دې ترې راضي وي.موږ که له يوې خواپه ازادو هيوادونوکې اوسو ،له بلې خوا خود يوۀ حکومت اودهغۀ د سياسي رژيم اطاعت کوو اوداچې ولې اوپه څه ډول يې اطاعت کوو. ښايي زموږ مشران بسنټ پال ،دموکرات ، سوسياليستان او يامستبدوي .سياست يې پر مذهب ولاړ وي ياپه څرگنده غيرمذهبي وي.

زرگونه کاله کيږي چې سياستوال اوپوهان پدې لټه کې دي چې دحکومت اودولت څرنگوالي ته تعريف او ځوابونه ومومي. دخپرونو پدې لړۍ کې دتاريخ په اوږدو کې دنامتو سياستوالو څيرو ته کتنه کوو.

خو په نني پروگرام کې دچين دفليسوف اوسياستوال کنفوسيوس په اړه خبرې کوو. تيم بريد دلندن دپوهنتون داسيايي اوختيزو زده کړو دڅانگې مشر دى . دى دسياسي فلسفې کارپوه هم دى هغه کاږي:

"دکنفوسيوس دڅرگندونو په اړه يوه پخوانۍ کيسه ده چې وايي کنفوسيوس يوه ميرمن گوري چې دقبر له پاسه ژاړي . کنفوسيوس له ښځې پوښتي چې څه خبره ده ؟ ميرمن ځواب ورکوي چې هو زه په غم اخته يم .

يوزوى مې زمري داړلى دى . کنفوسيوس ځواب ورکوي چې نوته ولې لدې سيمې نه نه ځي چې زمري دې په عذابوي ښايي زمري دې ټول زامن وداړي؟ ميرمن ځواب ورکوي چې هودلته زمريان ډير دي خوحکومت يې ښه دى. نوکنفوسيوس ددې کيسې په کولو سره خلکوته داپوهوي چې بد حکومت له زمري نه هم بدتر دى."

. نوموړى ددې کيسې په کولو داروښانوي چې کنفوسيوس حکومت ته زيات ارزښت ورکاوه. کنفوسيون يومهال ويلي وو چې پادشاهي دپوره خوړو او وسلو مانا لري. خوپر حکومت دخلکو باور هم خورا ارزښت لري.کنفوسيوس ترميلاد مخکې په ٥٥١ کال کې نړى ته راغى.نن چې دده له زيږيدو نه ٢٥٠٠ کاله تيريږي دده فکر اوپوهه دچين دخلکو په فکرونو کې ځاى لري.

کنفوسيوس چې په چينايي کې يې نوم ' کن فوڅ ' دى ، ىو اشراف زاده وۀ خوکله چې دى نړى ته راغى کورنۍ يې دشتمنى زياته برخه له لاسه ورکړې وه. نکل کوي چې پلاريې ډير غښتلى اوځواکمن جنگيالى سړى وۀ خو پلار يې هغه مهال ومړ چې کنفوسيوس لا ماشوم وۀ اوځکه خويې ده اومور په نيستۍ کې ژوند کاوه. شين ژان ياوو چې دکنفوسيوس په اړه يې ليکنې کړې دي اودويلس دپوهنتون استاد دى دده دبرخليک په اړه ليکي:

"دده مور هڅه وکړه چې نوموړي ته دزده کړو سم شرايط چمتو کړي له همدې امله ده په ډيرو برخو کې زيات معلومات لرل.نوموړى په سياست ، ادبياتو ، شعر ، دودونو، رياضياتو اوحتي توغندي ويشتلو کې لاس لارۀ. دى په ديرش کلنۍ کې ښوونکى شو . خپل ځانگړى ښوونځى يې جوړ کړ چې ډير زده کوونکي به ورته راتلل ."

دچين ختيزه برخه چې دکنفوسيوس ټاټوبى هم وۀ د نوموړى په ژوند له سياسي ستونزو سره مخامخ وۀ.ځايي شتمنې کورنۍ په زور واک ته رسيدلې وې. پايله يې داشوه چې نورو کسانو بيادومره واک نه لارۀ. خوکنفوسيوس دشاهي کو رنۍ ته يعنى دچول کورنۍ ته ډير درناوى کاوه. نوموړي هڅه کوله چې دزده کړو له لارې دغو دودونو ته اشاره وکړي. دده هدف داوه چې دهمدغو لارښوونو له لارې بايد خلکو ته دا ورزده کړي چې که داشيان عملي شي نو دخير اوښيگڼې لرونکي خلک به واک ته ورسيږي اوهرڅه به سم شي.

"دکنفوسيوس له نظره زاړه وختونه طلايي وو او داهغه مهال وۀ چې هوښيارو خلکو چين اداره کاوۀ. داخلک نه يوازې هوښيار و بلکه له اخلاقي پلوه هم سم اومناسب وو.دوى هڅه کوله چې دخلکو لپاره هوسا اوارام ژوند جوړ کړي."

دکنفوسيوس په سياسي فکر کې اخلاقو ته جوت ځاى ورکړل شوى وۀ. ده باورلاره چې سياست داخلاقو زيږنده دى.ده به ويل چې واکمن بايد دوودوديزو لارو ته پام وکړي. داهغه ارزښتناک دودونه وو چې نور نو له منځه تلل اوهيريدل. دې دوو شيانو ته په چينايي ژبه کې جېن او لي وايي. شين جان ياهو پدې اړه کښلي.

" جېن هغه څه دي چې دمينې ، ښيگڼې او خير په معنى يې ژباړلى شو. اولي ددودونو ، تشريفاتو او رسم ورواج په معنى خودحکومت چلولو ادب اواوصول هم پکې راتللى شي."

کنفوسيوس باوري وو چې که واکمن اوحکومت چلوونکي جين اولي يعني اخلاق اوښيگڼې ولري نو حکومت به سم چليږي اوټولنه به پرمختگ کوي.که څه هم دطلايي دورې فلسفې ته چې څوپيړۍ وړاندې شته وه ديوۀ زاړه پال نظر په سترگه کتل کيږي خو تيم بريد وايي چې څوپيړى وروسته چې دکنفوسيوس فلسفه په پام کې ونيول شوه څرگنده شوه چې دده په فلسفه کې بنسټيز بدلون هم ځاى لري .

"کله چې روانه وضع بدليږي اوحکومت دفساد خواته درومي نو دى نيوکه پرې کوي له همدې امله دده په فلسفه کې دوديزپالنه داسې پاتې شوه چې دمخامختيا او سر کشى ځاى پکې وۀ. يوه وزير کولى شول دظالم ديکتاتور په وړاندې ودريږي او ورته ووايي فکر دې نيسه ته سم کار نه کوې. په تيرو زمانو کې خلک ډير مهربان وو."

ډيرې هغه خبرې چې موږ يې دکنفوسيوس مقولې بولو دده زده کوونکو ليکلې دي. داهغه کسان ووچې دکنفوسيوس په ژوند به لده سره له يوه ځايه بل ته تلل اولده به يې گټور اوعلمي شيان زده کول .دده داخبرې دراټولو شوو مرغلرو په څير لده نه راپاتې دي.دهمدغو مرغلرو له برکته مو دکنفوسيوس په فلسفه ځانونه پوه کړي دي او په سياست موځانونه پوه کړي دي .ده ويلي وچې ښه حکومت خپل هيوادوال نيکمرغۍ ته رسوي اودنورو هيوادونو خلک له لرې نه ځان ته راکاږي.

"که تاسو دخپل فکر اوعقل له مخې حکومت وکړى نو دسهيل دستوري په څير به وى.داستورى په خپل ځاى ولاړ دى پداسې حال کې چې نور ټول ستورې پرې راڅرخي."

همداشان ومو موندل چې کنفوسيوس کورنۍ دداسې حکومت هسته بلله چې هغه منځ ته راولي.دکنفوسيوس په گومان که په يوه کورنۍ کې حالات او اړيکي ښه وي نوسياستوال به هم ښه چلند ولري او له سليم عقل نه له کار اخلي. دلته اصلي خبره په منلو اواطاعت کې ده چې زامن دمور اوپلار خبره ومني.

"له کنفوسيوس نه چا پوښتلي وو ، تاسو ولې نه غواړى چې په حکومت کې کار وکړى؟ ده ځواب ورکړى وو . دتاريخ کتاب دښو اونيک عملو اولادونو په اړه څه وايي؟ يوڅوک کولى شي دښو او نيک عمله اولادونو په لرلو سره پر هغو اوحکومت دواړو اغيزه وکړي. له همدې امله ده چې زه کولى شم هسې هم ددولت په کړو وړو اغيزه وکړم نودې ته څه اړتياده چې دهغو په کارونو او واک کې ورگډشم.؟"

حکومت خپلې چارې اوتگ لارې لرلې. دبيلگې په توگه ميرمنې دنارينه وو تر اغيزې لاندې وې. خوهرڅو ک کولى شي دپوهې په لاسته راوړولوسره ځانونه لوړو پوړيو ته ورسوي. تيم برېدپدې اړه کاږي:

"په ټولنه کې لوړوپوړيو ته ځان رسول په ښوونه اوروزنه پورې اړه لري . داپه قوم اونسب پورې ندي تړلي. له همدې ځايه ده چې دکنفوسيوس په فلسفه اوفکر کې په بدلون باندې ايمان اوباور ځاى لري. ويلي شو چې دکنفوسيوس په فلسفه کې په ځان باور اوټولنيز بدلون اعتماد وتلى ځاى لري.دده سياسي فکر دښايسته سالارى اووړتيا له مخې وگړو ته ددندو په سپارلو ټينگار کوي."

ويل شوي دي چې کنفوسيوس دسيمه ايز مشرتابه څوکۍ ته ورسيد خوبيا دده اود نورو لوړ پوړو چارواکو ترمنځ اختلاف رامنځ ته شو.دى هغه مهال اوياکلن وو اوخپل وخت يې پدې تيراوۀ چې واکمن دې ته وهڅوي چې سم کارونه وکړي اودده دفکر اونظرياتو سره سم وچليږي . اوس ددې وخت رارسيدلى ووچې دده له پيروانو نه نور کسان دکنفوسيوس دفکر لارې ته دوام ورکړي اوهغه څوک چې داکار يې وکړ مينسيوس نوميدۀ .

دى دکنفوسيوس له مرگه سل کاله وروسته نړى ته راغى. ده باور لاره چې هرڅوک کولى شي هوښيار اوفليسوف شي ، دده بل کار داوۀ چې دکنفوسيوس نظر ته يې پراختيا ورکړه اوهغه داچې پادشاهان هغه څه نه دي چې دحکمراني قواله يې له ځان سره راوړې ده . داشونې ده چې که پاچاهان سم کار نه کوي دوى ته هم ويل کيدى شي چې له واکه لرې شي. دلندن دپوهنتون استاد روبين مانرو پدې اړه ليکي:

"ددې اسماني فرمان اصلي ټکى پدې کې ووچې پاچا بايد ښه سړى وي او سم کارونه ترسره کړي .مينسيوس لدې نه هم مخکې ولاړ اويې ويل چې که پاچا ظالم اوبې لارې وي خلک ددې حق لري چې هغه له واکه لرې کړي اوبل څوک يې پرځاي کينوي."

څو پيړى تيرې شوې اودچين مشران اوسياسي کړى دکنفوسيوس په فکر اوتگلاره پوه شول . له ميلاده ٢٢١ کاله وړاندې هغه مهال چې چين سره يوشو ددې هيوادلومړني امپراتور مشر خپل سيالان يوپه بل پسې له منځه يووړل نو دکنفوسيوس تيورى ته يې چې په اخلاقو ولاړه وه اړتيا نه لرله . خوبل پېر يعنى دهان کورنۍ بياپدې پوهه شوه چې دوى دکنفوسيوس تيورى اوفلسفې ته اړتيا لري اودده نظريې ېې وڅارلې.

"دوى په پاى کې پدې پوه شول چې ښايي دحکومت دا انساني لاره سمې اوښې پايلې ولري. دوى ديوه دولتي مامور نه دهغه دوړتيا اوپوهې ترڅنگ داپوښتنې هم کولې چي دکنفوسيوس له نظرېاتوسره بلد تيا لري اوکنه؟ ځکه داسې کسانو ته يې په دولت کې اړتيا لرله چې نه يوازې دکاروړتيا ولري بلکه ښه اومهربان خلک هم وي يعنى دکنفوسيوس دلارې لارويان وي."

پدې ډول د پيړيو په اوږدو کې دچين په حکومت کې داسې خلکو ځاى موند چې دژوند اوکار څرنگوالى يې دکنفوسيوس له لارې نه خپل کړى وو. تر ١٩١١ کال پورې دچين دحکومت تگ لاره دکنفوسيوس دتيوري په بنسټ ولاړه وه .

په چين کې دکمونستانو تربري وروسته چې په ١٩٤٩ کال کې دماوځيدونگ په مشرى يې واک تر لاسه کړ دکنفوسيوس تيورى ته نور نواړتيا نه ليدل کيده اوله پامه يې وغورځوله. خوپخپله ماوو هم دډيرو دليلونو له مخې کنفوسيوسى وۀ. داکسفودر دپوهنتون نه ميرمن تال تاوونيوود هغه په اړه ليکي.

"ده دمرتبوپر سلسلې باندې ډيرباورلارۀ.دى پدې پوهيدۀ چې دچا ځاي چيرې دى. دموکراسي ځاي نه لاره خوڅه چې په ده پورې اړه لرله نو دى ترټولو نه په لوړځا ى کې وۀ. "

پدې ورځو کې يوځل بياپه چين کې دکنفوسيوس دتيورى اوفلسفې دپيروى تگلاره بيا دود شوې ده.هغه بيخي له ياده نه ده وتلې. دچين ترڅنگ په کوريا ، جاپان او تايوان کې هم دکنفوسيوس داخلاقو اوفلسفې څرنگوالي ته په درنه سترگه گوري اوهغه دحکومت په تگلارو ، ښوونيزه برخه ، سياست اوکورني چاپيريال کې ترسترگو کيږي. تيم بريد په دې اړه ليکي:

"چېن لا تراوسه هغه هيواد دى چې ډېره بيروکراسي پکې چليږي اوحکومت ته دهرڅه دکولو واک ورکړل شوى دى .داهم دکنفوسيوس دنظر پر بنسټ راڅرخي اوخلک هلته فکر کوي چې حکومت خلکو ته خدمت کوي نو دهر څه دکولوحق لري."

لکه چې وامو وريدل دکنفوسيوس تيوري چې ٢٥٠٠ کاله وړاندې رامنځ ته شوه دوديزه تيوري ده چې په هغې کې حکومت چلوونه داخلاقو اوسم چلند له مخې ترسره کيږي.دکنفوسيوس په تيوري کې بدلون ته هم ارزښتناکه ونډه ورکړل شوې ده ځکه هغه پدې پوهيږي چې حکومت بايد خلکو ته خدمت وکړي او غم يې وخوري .

دکنفوسيوس د سياسي اوټولنيزو فکرونو اوتگلارو له برکته دى چې خلک په چين کې په سبا ورځې باور اودخپل کلچر اوټولنيز ژوند ښيگيڼې احساسوي. دکنفوسيوس نه وروسته داسې کم فليسوفان موندل شوي دي چې پخپل ولس کې داسې وتلى او ددرنښت نه ډک ځاى ولري

د سياسي فکر تاريخ دويم پروگرام


دپخواني يونان دوه وتلي فليسوفان اوسترې څيرې افلاطون او ارستو چې دميلاد په دوهمه پيړۍ کې يې ژوند کاوه لومړني پوهان وو چې دحکومت چلوونې هدف او څرنگوالى يې ترپوښتنې لانې راووست. افلاطون چې داتن داشراف زاده گانو نه وو دارستو استاد وۀ،. ارستو ديونان دشمال نه راغلي وۀ.

افلاطون اوارستو کم ترکمه دلويديځې فلسفې له پلوه بي له شکه دبشريت په تاريخ کې دوه سترعالمان دي چې تراوسه پيژندل شوي دي .دلندن دکنيگز له کالج نه پيتر ادمنس وايي چې په ارو پا کې دعلمي بدلونونو يارونازانس تر دورې وړاندې خو دهر سياسي فکر وياړ اونوښت پده دوى پورې اړه لري.

خووروسته به يې هم واورو چې دددواړو تيورسنانو اوفليوسوفانونظريې په راوروسته مهال کې يوڅه سره بيلې شوې هم دي خوموږ ته يې دزده کړې ، سياست او اخلاقو په برخه کې سترميراث پريښى دى.

که داسې فرض کړو چې د سياست او اخلاقو په اړه دارستو تيوري ساده اود ژوند د عادي مسئلو په اړه غږيږي. خو دافلاطون تيوري بياپيچلې مسئلې څيړي اوپوهيدل پرې گران دي .

کله چې افلاطون په ٤٢٧ کال کې نړى ته ر اغي نوديونان تمدن ددموکراسي او ازادى ميوه څکله او دانيغه دموکراسي وه. پدې بايد پوه شو چې داهغه شان دموکراسي نه وه چې نن يې لرو. ډيرو لږو خلکو داوديوې وړې طبقې وگړو کولى شول چې دعامو خلکو دانديښنو وړمسئلو په اړه رايه ورکړي.

ديونان په گاونډ کې بل ښار يادولت داتن دپوليس په نوم ياديده چې دنن ورځې دپاليسۍ ياسياست لغت له همهغه ځايه راغلى دى . خودافلاطون په ټوله ځوانۍ کې داتن پوليس دسپارته له پوليس سره جگړه کوله .خوکله چې افلاطون ٢٣ کلن شو اتن په جگړه کې ماتې وخوړه اوله همدې وروسته دافلاطون ژوند هم دپيښو تراغيزې لاندې راغى.

دکمبريج دپوهنتون پول کارتليج وايي:

"هلته تقريبا گډوډي روانه وه چې د٣٠ تنو يوه ډله چې وروسته د٣٠ ظالمانوپه نوم ياده شوه واک ته ورسيده. لدې ډلې سره دسپارتا ملاتړ وۀ. دډلې مشر دافلاطون دمور له خوا کوم خپلوان وۀ ، دترور زوى يې کېدۀ. داديرش کسان ډيرظالم خلک وو. په يوه ليک کې چې وايي افلاطون ليکلى دى خو رښتينوالي يې لا پوخ ندى ، افلاطون ليکي چې له همدې امله نوموړى سياست ته نه ورگډيدۀ."

دافلاطون لپاره دانديښنې مسئله داوه چې دده زوړ ملگرى او فليسوف سقراط يې اعدام کړ.تر دې مهاله پورې دلته په يونان کې يوه محدوده دموکراسي واکمنه وه.افلاطون پدې دموکراسي باور نه لاره اوهغه يې دلښکر رول او دپه ولسونو دظلم يوډول بالۀ.

خلک زياتره يوازې يو محبوب مشر وړاندې کوي.داسړى ددوى په گومان ډير ستر سړى دى . خودامشرتوب دظلم اواستبداد ريښه ده . کله چې ظالم لومړي راڅرگنديږي نو ترټولو ځان دعدالت اودموکراسي مدافع بولي.

کله چې افلاطون له سياست نه گوښى شو نوفلسفي ليکنو ته يې مخه کړه. دده دجمهوريت ليکنه دايديالې او ښې ټولنې څرگندويي کوي. دادهوښيار سقراط او داتن داوسيدونکو ترمنځ ديوه ديالوگ اوخبرو په څير ليکل شوى دى . ددې ليکنې اصلي مفکوره داده چې په سياسي او فلسفي ژوند او شخصي ژوندکې کوم شيان سم اورښتوني دي.

تر څو چې فليسوفان پاچاهان نشي اوپاچاهان رښتوني فليسوفان نشي اوسياسي واک او فلسفه په يوه لاس کې نه وي تر هغو به د دولتونواو پخپله دبشريت ستونزې حل نشي . دوگړو اوټولنو لپاره دخوښۍ اوخوشحالۍ بله لاره نشته .

نو داخبره اصلا څه معنى لري ؟ ددې معنى داده چې ټول واکمن بايد فليسوفان وي؟ دلته له هغو ساده اخلاقي مسلو نه ځان خبرول دي چې کم کسان پرې دپوهيدو توان لري. افلاطون باور لري چې د عدالت اوزړورتيا په څير اخلاقي مسئلې يوهدف لري او ده لکه عدالت اوزړورتيا او دده په گومان دادسياستوالو دکړنلارې يوډول دى. دپيتر په گومان ددغو ټولو نه يو تر نورو داډير ارزښت لري.

"يوشي چې سياستوال له نورو نه ډير پرې دځان پوهول غواړي هغه څه دي چې دوى ورته دښو يوشکل وايي. ددې معنى داده چې هغه څه چې ښه ترې جوړيږي سړي بايد ځان پرې پوه کړي همداښه اوښيگيڼې په ورځنيو چارو کې له خلکوسره ملۀ وي.
له دې نه مطلب دادى چې که تاسو په بيولوژي ښه پوهيږى نو دادرک کولى شى چې چونگښه څنگه اوله څه شي نه جوړه شوې ده . همدارازکه تاسو په عدالت اوانصاف پوهيږى اوترې خبر وى نو داموهغه مهال په درد خوري چې له له کوم اخلاقي اوياسياسي ستونزې سره څه ډول چلند وشي اوهغه په سمه لاره حل شي، ديادشوي حالت لپاره کوم ښه چلند کاريدلى شي."

له دې خبرو نه موخه داده چې واکمن فليوسوفان دامعيارونه په حکومت کولو کې عملي کړي.خو لکه چې پول کارتليج ليکي افلاطون ددې شيانو په ټولوجزياتو نه غږيږي.

"افلاطون هيڅکله دژوند يوې ټاکلې پيښې ته اشاره نه کوي اونه يې يادوي. دبيلگې په توگه اياڅوک داحق لري چې په افغانستان يا پرطالبانوبمونه وغورځوي اويايې په ديپوماتيکه لاره وگواښوي؟ افلاطون دجمهوريت په کتاب کې هيڅکه داشان پوښتنې نه راپورته کوي. نوموړي ددې جزئياتو پرځاى عمومي مفکورې يا په بل عبارت فلسفې ته اشاره کوي او دافلسفه دانسانانوپه ژوند پورې اړه مومي."

واکمن کيدل يادافلاطون په وينا ساتندويي اسان کارندى. ځکه ساتونکي ياواکمنان دځان لپاره نور کسان په کار گوماري اوښه به داوي چې دحکومت کار کوونکي هم ددوى په کړيو کې زيږيدلي وي . پيتر ادمسن وايي چې حتى هغه مهال به هم سمه او سخته ازموينه اخستله کيږي.

"دوى بايد رياضي اوموزيک زده کړي، بايد جمناستيک اوورزش وکړي، دوى دژوند تر وروستيو شيبوپورې بايد هڅه اوزده کړه وکړي چې فليسوف شي. دافلاطون اوارستو دمنطق له مخې ماته ترفليسوف کيدو ډير واټن پاتې دى.زه اوس ٢٩ کلن يم اوددواړو ددلايلو پر بنسټ خو کم ترکمه لس کاله لا راته پاتې دي."

ددې ترڅنگ افلاطون باوري ووچې دساتونکو اوحکومت چلوونکوپه مخکې ډير سخت اصول اوقوانين پراته دي.دوى نشي کولى چې ډير شتمن و ي اويوازې خپله وړه شتمني دي لري. دافلاطون دکورنيو په اړه دې نظريو دى دځينو خلکو په فکر کې کمونست انځورکړ.

"يوله مهمودالايلو نه چې دى يې وړاندې کوى دادى چې دددې طبقې يانې دساتونکوکورنۍ بايد سره شريکې وي. ددې پرځاى چې څوک وادۀ وکړي، يوازې دجنسي اړيکو دلرلو يو تړون بايد لاسليک شي اوتردې وروسته چې ددې طبقې هر څومره ماشومان نړى ته راځي هغه ددوى خپل دي. دهغه مهال دمعيارونو خلاف افلاطون باور لارۀ چې ښځې اونارينه بايد دواک چلوونکولوړې طبقې ته ورومنل شي. له بلې خوا دټولنې په ډيرو برخو کې دسړېو، بهرنېانواومرېانوحقونه دټولنې له نورو اوسېدونکوسره برابر نه وو."

افلاطون دجمهوريت په نوم دخپل کتاب دعملي کېدو اړخونوته هومره خشبين نه وۀ. خوپه نورو ليکنو کې يې دسياسي سيستمونو پرمختېاته په مشخصو ټکو کې کتنه کړې ده. خودجمهوريت کتاب يې په ټولنه کې ددېکتاتورى او لوړو مفکورو دانځور ترټولو غوره اثر دى. ارستو چې بل ېونانى سترشخصېت دى ديونان په شمال مقدونياکې په ٣٨٤ ميلادى کال کې زېږېدلى دى. ارستوچې خپله هم ستر عال وۀ په ا تن کې دافلاطون اکاډمۍ ته دزده کړې لپاره راغى. دى دبشريت په ترېخ کې ترټولو دغېرعادى انسان په توگه تير شوى دى .

ارستو دټول هغه څه ښوونه کوله چې هغه مهال ىې ورته دپوهې اوعقل مظمونونه ويل. دى په لومړي سر کې بيالوژيست اوژوى پيژندونکى وو.يانې ده له پيل نه فليسوف اوياسياست پيژندونکى نه وۀ. نوموړى دميتافيزيکي دتيوري ياپه بل عبارت دمنطق دتيورى بنسټ ايښودونکى وۀ. ده به دبيلگې په توگه دتياتر لپاره ليکنې کولې.ده به داخلاقي فلسفې په اړه ليکل. دى په اصل کې داخلاقې فلسفې او عقل داکاډمۍ بنسټ ايښودونکى وۀ.ده اودده شاگردانو هغه ټولې زده کړې او پوهه چې هغه مهال وه راټول اوترتيب کړل. ده به دااخلاقي فلسفې، تياتر، هواپيژندنې اوسياسي فلسفې يانې دهرڅه په اړه ليکنې اوعلمي پلټنې کولې. دپول کارتليج په گومان دى په اصطلاح جامع الکمالات وۀ.

"ارستو چې ستر الکساندر مقدونيايي ته يې ښوونه کوله ، داژوره انديښنه ورسره وه چې څنگه خلک بايد په ټولنه کې ژوندوکړي؟ ده به يوباغوان له سياسي علوموسره روږدى کاوه اودانسانانو لپاره پرمختگ اوغوړيدا ته به لاره هواريده.همدا ارستو وچې دسياست په نوم په کتاب کې يې سړى ته دلومړي ځل لپاره د سياسي ځناور خطاب وکړ.

دى يانې هغه څوک چې دطبعيت له مخې په ټولنه کې داوسيدو وړتيانلري، اويا دې ته اړتيا نلري ځکه چې پوره او بې احتياجه دى نو يا ځناور دى اوخوخداى دى ."

که افلاطون له خيالونو اومفکورو سره سروکارلاوه نو ارستو بياعملي کوونکى وۀ . ده له خپل سياسي څار سره کولى شول چې ديونان ١٣٠ ښارونو لرونکى دولت سياسي سيتسم پخپلو سياسي هڅو وټاکي اولورى ورکړي. دى دې پايلې ته ور سيد چې داتن دکرښې سره تړلي زيات ښارونه دموکراسي لري خو په نورو کې بيا گډوډي ده او وړې ډلې پکې واکمنې دي. لکه چې پول کارتليج وايي دښارونو دحالت د څرنگوالي په اړه دده مفکورې پداسې بنسټ ولاړې وې چې ديوه رښتياني ښارسره ښايي.

په زړه پورې ده چې ارستو دوتلي ښار په اړه دافلاطون پرنظريه نيوکه کوي. نوموړى په هغه څه نيوکه کوي چې دعملي کيدو وړنه دي اوهسي فرضي دي.دبيلگې په توگه دى شتمنۍ ته اشاره کوي. هغه ټولنه چې بې له شتمنۍ نه سمه پرمخ روانه وي او واکمنه طبقه هم اغيزه نشي پرې لرلى نوبايد علتونه يې روښان شي. دارستو په گومان داعلتونه ندى روښان اوځکه خونو نيمگړتيا رامنځ ته شوې ده.

ارستو ويل چې دولت بايد دښو عملونواوښيگڼې لپاره شته وي. اوحکومت بايد ددې لپاره مناسب شرايط برابر کړي. دسپيڅلي چلند مانا نه يوازې داده چې په ورځني ژوند کې روغ شرايط برابر شي بلکه دده په وينا هغه طلايي څه پلاس راشي چې دتعادل برابري ده . پيتر ادمسن کاږي:

"زړورتيا(شجاعت ) څه دى ؟ ددې معنى داده زړور وي خو ډير نه.ددې معنى داده چې که دسپارتا دښار دوه زره تنه په تيرو تورو سمبال درباندې راشي اوتاسو يوازې وى اويوه پڅه چاړۀ درسره وي نو تاسو بايد وتښتئ.زړه ورسړى هغه ندي چې پدې حالت کې ودريږي اوجنگ وکړي ځکه چې ډيرژربه څملول شي اونسکور به شي. زړورسړى هغه دى چې پوهيږي کله وتښتي اوکله وجنگيږي. ارستو لپاره داتل مهمه وه چې ددو څوکوترمنځ توازن و مومي.نه بيخي ډير اونه بيخي کم . سم اوبرابر. دده په گومان ټولې ښيگڼې اوسپيڅلتياوې له همدې ځايه سرچينه اخلي اودهمدې فورمول له مخې کار ورکوي."

داچې يوڅوک دې واک چلوي اوبل دې واک مني حتمي نده خومناسبه ده. څوک له موره مخالف زيږيدلي دي اوڅوک واک چلوونکي.

ارستو باور لارۀ چې مختلف ښارونه خپل تاريخ لري او له همدې کبله ديوه ښار لپاره غوره شوي شرايط ښايي دبل ښار لپاره اړين نه وي. دى وتلوښارونو ته په ترتيب نمرې ورکوي. ارستوښارونوته پدې ترتيب نمرې ورکوي.لومړى اشرافيان بيا اوليگارشي يا دڅوکسانو حکومت اوبيا دموکراسي. شاهي ته دى دشک په سترگه گوري اونه يې غواړي ځکه چې هغه خبره داستبداد لورته بيايي. داتن دموکراسي کار ورکړ اوده کولى شول په عملي اوتيوريتيکي ډول ژوند پکې وکړي.

د سياسي فکر تاريخ دريم پروگرام

دسياسي فکر دتاريخ په ننني پروگرام کې دروم دامپراتوري د دوو سترو شخصيتونوپه فکرونو غږيږو چې په مختلفو دورو کې اوسيدل. دادوه تنه سيسيرون او سنت اوگوستين يادعربو په اصطلاح القديس اوغوستينوس دي.

دميلاد نه مخکې ددريمې پيړى په پاى کې روم له يونان نه مخکې وۀ. دلته معماري اوابادي زياته وه چې لوړې کچې ته رسيدلې هم وه خو په يونان کې بيافکرونه اوايديالوژۍ مخکې وې. خوپه سياست کې بيا روم وړاندې وۀ. لومړى به دفليسوف اومتفکر سييسرون په اړه خبرې وکړو.

دنننۍ انگريزۍ داسې ويوکي لکه پروپرتي ياشتمني ، انديويدوال ياشخصيت ، مورال ، اخلاق اوسيانس ياعلم موږ ته اشنا ټکي دى اودوى يي خپل بولي ، خوداټول له پخواني روم يا لاتين نه راغلي دي اوسيسيرون جوړکړي دي. مارکوس تيليوس سيسيريون جدي اوضالم سياستوال وۀ اودروم په جمهوريت کې له لوړپوړو کسانو نه گڼل کيږي. خو هغه مهال به چې نوموړي دکارپه دفتر کې نه وو اوکار يې نه کاوۀ نو سياسي تيوري به يې ليکله ، داسې نظريې چې دده لخوا دهغه مهال دجگړيزې نړى په اصولو ولاړې وې.

کله چې سيسيرون له ميلانه وړاندې په ١٠٦ ميلادي کال کې وزيږيد، په روم کې جمهوري حکومت واکمن وۀ او دا دشاهي ترړنگيدو څوپيړى وروسته واک ته رسيدلى وۀ. دحکومت واک دلوړو شوراگانو او سنا يااشرافيانو ترمنځ سره ويشل شوى وۀ. دې حکومت داروپاډيره برخه ، شمالي افريکا اومنځني ختيځ لاندې کړي وو.دروم امپراتوري ورورو له ثباته لويدله اولکه چې دبرتانيي دلييدس دپوهنتون نه مارگريت اتکينس ليکي چې دروم امپراتوري په کمزريدو وه:

"دروم امپراتوري ديوه عادي حکومت له کچې نه ډيره پراخه شوې وه. دهرولايت عسکرو به ځان ته واکمن جنرالان لرل چې دروم دامپراتوري داشرافيانو په چوکاټ کې نور نو نه ځايېدل.په همدغو حکمرانيو کې داسې سترې ځواکمنې څيرې لکه سولا ، پومپې اوژول سيزار راپيداشول. دسيسيرون دې ته پام کيږي چې دامسئله به څومره دروم دامپراتوري لپاره خطرناکه وي.دى دهمدغوغښتلو واکمنو په وړاندې بدگومانه کيږي."

سيسيرون په دې اړه پخپل هغه کتاب کې چې ددندو ويش نوميږي ليکي:

"دهغو کسانو په منځ کې چې وړتيا لري ، هوښيار دي اوله کارسره ليواليتا لري داسې څوک موندل کيږي چې دوياړ اولوړې درجې ته درسيدوهڅې کوي اودې موخې ته رسيږي".

هغه څه چې سيسيرون لرل خوژول سيزاراونورو کم لرل عدالت وۀ. ده پرهغه څه هم باورلاره اودرنښت يې ورته لارۀ چې نورو مشرانو څوپيړى وړاندې لرل اوترسره کړې يې وه .په بله وينا دچين دفليسوف کنفوسيوس په شان سيسيرون پخواني وختونه طلايي بلل اودهغو بياژوندي کول يې غوښتل.دده يوه مرکزي نظريه داوه چې د خصوصي شتمني لپاره يې اجازه ور کوله .ده دروم له سيستم نه وغوښتل چې دامفهوم په حکومت کې ځاى کړي. دلندن داقتصادي پوهنتون نه استاده جانت کولمن وايي:

"دى پدې باوري وۀ چې يو شى چې سړى دپخوا راهيسې يعنى دلومړنۍ ټولنې نه ورسره اشنا وۀ دخپل شخصي يانى خصوصي اوعمومي مالکيت ترمنځ توپير وۀ. دى ټينگار کوي چې دانسان لومړنۍ غريزه همغه نفسي غريزه ده.موږ دخپلو ځاني گټو لپاره دطبيعت خپلولو اولاندې کولو ته وردانگو.ددې معنى داده چې انسانان يوشان اومساوي حقونه نه لري ، همداحکومت دى چې ددوى لپاره حقونه برابروي اوقانون جوړوي."

نوويلى شوچې سيسيرون دولت ته د خصوصي شتمنى دساتونکي په سترگه کتل.خوده پدې هم باورلارۀ چې دانسانانو عادتونه دادي چې تل دعدالت او انصاف پلويان دي اوحکومت هم بايد دقوانينوپه جوړولو کې لدې عادت نه کارواخلي. دده دفلسفې اوعدالتي اړخ په اړه جنت کولمن څرگندونې لري:

"موږټول انسانان عقل اومنطق لرو اودښه اوبد په وړاندې خپل نظر اوغبرگون لرو.موږد نورو انسانانو دښه والي اوژوند داوږدوالي هيلمن يو.نوهغه څه چې حکومت يې کوي ځايي قوانين په منظم اوسم ډول ديوه چوکاټ په منځ کې وردننه کوي.دادودونه بايد دانصاف په تله وتلل شي".

اومارگريت اتکينز پدې اړه وايي:
"بله موضوع چې سيسيرون گوته ورته نيسي داده چې طبيعي عدالت بايد ديوه واحد عدالت په توگه شته والى ولري.په بله وينا عدالت داسې شى ندى چې دعمومي رايو له لارې دې دهغه په اړه موافقې ته ورسيږو په روم کې به يوشان عدالت وي اوپه اتن کې بل شان خوداچې انسانان پخپل ذات کې يوشان دي نوانساني کرامت هم يوشان دى. له همدې امله بايد دعدالت په اړه هم يوعمومي نړيوال تعريف وجود ولري".

دعدالت په اړه دا نسانانو ځانگړنې چې سيسيرون هم ورته اشاره کړې وه هغه څه دي چې دطبيعي قوانينو برخه ترې جوړيږي. دې چلند ته دانسانانو په مختلفوټولنو کې هم په مختلفو نظرونو کتل کيږي. سيسيرون دې نظر ته پراختيا ورکړه چې دميلاد نه مخکې دڅلورمې پيړۍ دفليسوف ستويک دتيورى نه سرچينه اخلي. داهغه جمهوريت وۀ چې دافلاطون دنظر خلاف هغه مهال شته وۀ.دسيسيرون جمهوريت محدوده دموکراسي لرله .اوميراثى سلطنت هم ځاى نه پکې لارۀ.

داښه کار وۀ چې يو يادوه تنه دچارو په سر کې وي خوداکار يوازې ديوه کال په چوکاټ کې مناسب وۀ . دامهالي محدوديت ډير مهم وۀ. سيسيرون پوهيدۀ چې دروم حکومت دپادشاهي له ډول نه ريښه اخسيتې ده.خوپدې باور ووچې دجمهوريت په ريښواو اوصولو ولاړ دولت له پادشاهي نه ښه اوپرمختللى دى.داحتمي نه وه چې روم دې شاهي نظام ته ور واوړي.

ښايي دسيسيرون د ننني شهرت اولوړوالي لامل به دده سياسي بيانيي اوخبرې وې. دده يوه مشهوره اووتلې بيانيه چې په لاتيني ژبه ده داسې ده: او تيمپورا! او موريس ! يانې څه وخت دى اوڅه کړه وړۀ . داوينا دده دزړه فرياد څرگندوي اودده دزمانې نه شکايت . دده ويناوې او له يوناني ژبې نه لاتيني ژبې ته دپخوانيو حکيمانو د اثارو ژباړې هغه مهال ارزښتناکې وې ، دجنت کولمن په وينا دده ويناوې نن هم ارزښت لري اوفکر يې پراخ دى..

"دى دحکومت اودولت لپاره دقوانينو داسې ټولگه وړاندې کوي چې يوازې فلسفي ندي بلکه دقانون په پلي کولو اوعملي کولوپورې تړلي دي.دده په گومان قانون حکومت کوي بلکه افراد اواشخاص نه دي.ده غوښتل چې ديوې تولنې چلول اوپرمختگ دداسې قوانينو له مخې وي چې ټول خلک ترې خبر وي. خلک بايد پدې پوه شي چې داقوانين ټينگ اوپرله پسې دي. دسيسيرون دفلسفې ماهيت هم همداسې دى يانې قانون ديوه سړي لخوا مات نشي بکله خلک قانون ته تابع وي".

سيسيرون غمړلي برخليک لاره ، دده دسياسي دښمن سرتيرو سرترې پرې کړ.روم ١٥ کاله په کورنۍ جگړه کې ښکيل ووچي په پاى کې يې جمهوريت ته دپاى ټکى کيښود اودروم لومړنى امپراتور دواک واگي په لاس کې واخيستل.دا امپراتور سيزار اوگوستوس نوميده اودده دواکمنۍ پرمهال دمسيحت ددين بنسټ ايښوونکى عيس (ع) په فلسطين کې نړى ته را غى.

زموږ دننني پروگرام بله سياسي څيره چې خبرې به پرې وکړو يو مسيحي اسقف ووچې دامپراتوري په وروستي پېر کې يې ژوند کاوۀ.

اوگوستين په ٣٥٤ کال کې د هيپو سيمې ته نږدې وزيږيد چې نننى الجزاير دى. مور يې عيسوى اوپلاريې دپخواني روم ددين پيرو وۀ.کله چې دکارتيج په ښوونځي کې لازده کوونکى وۀ، دسيسرون لکينې يې ولوستلې اودهغه له فلسفې يې خوند واخسيت او لاروى يې شو. وروسته روم ته ولاړ اود منطق پروفيسر شو. جنت کولمن وايي :

"ده په لومړي فکر کاوه چې مسيحيت يوازې دبي سوادو خلکو کاردى خو کله چې له سنت امبروز سره مخامخ شو اودهغه خبرې ېې واوريدې ورورو يې نظر يې بدل شو. سنت امبروزلومړي دميلان په ښار کې پوځي واکمن وۀ. خو وروسته په يوه کلک مسيحي اووفادار مذهبي ملا واوښت.دې سړي اوگوستين ځان ته راکاږه ځکه ليدل يې چې امبروز له فلسفې سره مينه لري.اوکولى شي چې له مهمو کسانوسره دمسيحت په فلسفه غور اوخبرې وکړي. داهغه مهال وۀ چې اوگوستين لا په مسيحت کې شک ووخو وروسته دى مسيحت ته ورواوښت".

جنت کولمن داوگستين په اړه دخپلو خبرو په ترڅ کې زياتوي:

"سنت اوگوستين مسيحت ته په اوښتو داسې کار کوي چې په لويديز کې ستربدلون رامنځ ته کوي. نوموړي دپخواني يونان اوروم فلسفې ته ځير کيږي اووايي داټول غلط دى . انسانان بدل شوي دى . حکومت نشي کولى دښو قوانينو په راوستوسره موږته گټه ورسوي اودرمل موکړي. يوازينى شى موږسمې لارې ته برابرولى شي هغه دخداى لخوا له باندې نه دکوم شي راليږل دى . نوسياستوال دانسانانو دښيرازى لپاره هيڅ نشي کولى ."

اوگوستين دسياست په اړه خپل نظر په هغه کتاب کې په ښکاره ليکي چې دخداى ښار نوميږي. داکتاب چې د هيپو په ښار کې ىې ليکلى له مسيحيت نه يې کلکه دفاع پکې کړې ده.ترهمدې وروسته دى اسقف شو.دلته دى گومان کوي چې دځمکې پرمخ ځينې حکومتونه اړين دى.

خودادارستو په څير يوهدف نه وۀ چي ديوناني ښارونو په اړه يې لارۀ.بلکه دده موخه په شيطاني نړى کې دنظم اوترتيب راوستل دي.داوگوستين په گومان ځمکني حکومتونه دسړيو ښارونه دي اوياځمکني ښارونه . ده پدې توگه هغه له خدايي ياجنتي ښارونو نه بيل کړل.

"دوه ښارونه ددوومينولخوا جوړشوي دي ، ځمکني ياخاورين ښارونه چې دانسانانولخوا جوړشوي اوکه دخداى کرکه هم ورسره ده اوجنتي يا اسماني ښارونه چې دخداى په مينه جوړدي اودانسانانو کرکه ورسره ده".

مارگريت اتکينزپدې اړه داسې توضيح ورکوي.

"دخداى دښار اوسيدونکي بزرگان دى ، دځمکې پرمخ دکليساوو پادريان چې يوه ورځ به دهمدې ډلې سره يوځاى شي اوپه راتلونکي کې به داسې څوک ددې ښار اوسيدونکي شي چې لاندي زيږيدلي. نو داوس لپاره دادځمکې اوجنت ترمنځ يوگډ ترکيب دى".

دسنت اوگوستين په عقيده ځينې خلک به له مرگه وروسته دخداى ښار ته درومي. نوربه هلته نه درومي خوموږ پدې نه پوهيږو چې څوک به هلته درومي اوڅوک نه ؟ دځمکنيو سياستوالو په وړاندې زموږ کړه وړه بايدداسې وي چې دخداى په خوښه وي . ددې معنى داهم نده چې ځکمني واک هيڅ ونه منل شي. ښه بيلگه يې داوه چې هغه مهال ده اودده ملگرو دهغو اروپايانوپه وړاندې مبارزه کوله چې په غير قانوني توگه به يې مرېيان رانيول.

دى امپراتورانو ته ليکي چې ترهرڅه لومړى دمرييانو دسوداگرى پر ضد قانون عملي کړي. دوهم داچي سزاگانې تراوسنيو دا لږ نرمې کړي. ځکه دۀ باور لاره چې که دقانون دپلي کولو لپاره سزاگانې سختې کړي نو دقانون عملي کول به سم پرځاى نشي. دادده دډيرو هغو ليکونو نه يو دى چې سنت اگوستين ته يې ليکلى وواو له هغه نه يې غوښتي وو چې له خپل اعتبار اواغيز نه کار واخلي. له همدې ځايه به چارواکي په سمه لار ولاړ شي اوسم عمل به وکړي.

خوددود له مخې خلک بايد دسزا له ويرې هم دحکومتونواطاعت وکړي لکه چې سيسيرون ويل ددې معنى دانده چې دوى په ميراثي ډول دښو اونيک عملو دولتونوپلويان دي. د جنت کولمن په باور له همدې ځايه ست اوگوستين دمعاصر دولت لپاره ښه اونوي تعريف ورکړى دى
که څه هم داسې ډير دولتونه په نني مهال کې په غير مذهبي چوکاټ کې شته دي.

"که چيرې يوڅوک غواړي چې ددولت تعريف وکړي نودا په ساده ډول دزور اوځواک انحصار دى . اوگوستين هم فکر کاوه چې له ټول بشريت دې دهمدې تمه و لري . بشريت دې له واکمنو داتمه نلري چې ټولو غوښتنوته به يې پدې نړۍ کې ځواب وويل شي.دوى بايد پدې خبر وي چې پدې ډول داسې نشي چې په نتيجه کې ټول دټولو په وړاندې جگړه پيل کړي."

سيسيرون اواوگوستين دپخواني روم دوه وتلي متفکرين وو.
سيسيرون دخصوصي مالکيت په برخه کې ددولت دپاملرنې مفکوره رامنځ ته کړه اودطبيعي قانون په چوکاټ کې يې د انساناني قوانينو عمل ته لاره هواره کړه. دجمهوريت په اړه دده له نظريونه په را وروسته کې نورو گټه پورته کړه دبيلگې په توگه دامريکې بنسټ ايښوونکو داکار وکړ.

سنت اوگوستين ٤٠٠ کاله وروسته دسيسيرون دفلسفې په لاره ولاړ خودځمکنيو ښارونو دتيورى په بنسټ وړاندې ولاړ اوسياسي تيوري يي وليکله چې دارزښت له مخې يې د خدايي ښار له ليکنې اوتيوري سره سيالي کولى شوه. ترنني ورځې پورې دده تيوري ده چې دکليسا او دولت ترمنځ داړيکو په څرنگوالي اغيزه لر ي.

د سياسي فکر تاريخ څلورم پروگرام

په اوومه ميلادي پيړۍ کې په عربو کې دپيغمبر محمد (ص) لخوا داسلام د دين بنسټ کيښوول شو. ددوو نورو دينونو يهوديزم اومسيحيت خلاف اسلامي نړۍ کې دمذهب اوسياست ترمنځ اړيکي بيا په چاڼيدو دي او دمنځنيو پيړيو دمهال پوښتنې يې بيا راپورته کړې دي .

محمدابن عبدالله پوه سياستوال وۀ چې دعربو قومونه يې سره يو کړل اونوې خاورې يې فتح کړې چې داسلام نوى دين اوعقيده يې پکې خپارۀ کړل .دمسلمانانو لپاره تر
محمد (ص ) وروسته بل دده په څير واکمن نړى ته ندى راغلى .خو ده هيڅکله دانه وه په گوته کړې چې وروسته به دمسلمانانو واکمن څنگه ټاکل کيږي؟

دکمبريج دپوهنتون داسلامي برخې څيړونکي تيم وينتر وايي چې دمسلمانانو په سپيڅلي کتاب قرآن کريم کې هم دسياست په اړه دومره ډير څه نه دي ليکل شوي.

"موږته دقرآن ځينې ايتونه په څرگنده دا راښيي چې دمسلمانانو ترمنځ مسئلې پخپلو منځو کې د دوه اخړخيزو سلاوو اومشورو له لارې حل کړي. دلته ترمحمد وروسته دده دځاى ناستي ابوبکرپه اړه هم په ځرگنده ويل شوى چې دى څنگه واک ته ورسيد.

ابوبکر صديق ته واک په ميراث نه وۀ ورپاتې. دى محمد په ښکاره ترخپل ځان وروسته نه وۀ ټاکلى خودى ترمحمد وروسته دهغه ديارانو اونږدى همکارانو اواصحابو لخوا د رايو په ورکولو ټاکل شوى وۀ"

ځيني مسلمانان وايي چې ددموکراسي تخم هغه مهال وشيندل شو چې داسلام دوهم خليفه حضرت عمر(رض) يا اميرالمومنين خپل حکومت ته امر وکړچې دعادي وگړو په څير ژوند وکړي.

کله چې اسلامي امپراتوري خوره شوه دځينو اسلامي علماووله نظره دقرآن اوحديث دا احکام ددموکراسي په معنى ووخو ځينو بياگومان کاوه چې دا ديکتاتوري وه.

ابونصرالفارابي داسلام دلمړنيو اوحتى تر اوس مهاله پورې له وتلو سياسي شخصيتونو نه دى. دى په لسمه پيړى کې په بغداد کې اوسيدۀ. د سپيڅلې ځمکې په نوم پخپل کتاب کې ال فارابي ليکي چې واقعي واکمن دومره لږ ووچې خلکو بايد دمجبوريت له مخې دهمغواطاعت کړى واى چې شته وو. دلندن دکنگز له کالج نه د پييتر ادمسن په گومان اصلا صحيح او رښتيانى واکمن محمد وۀ.

"دقرآن دايتونو اودهغو خبرو نه چې محمد ويلې دي اوحديث ورته ويل کيږي داشيان څرگند دي اودامعلومات ترگوتوشويدي . دالفارابي دمهال ډير عالمان شته چې داحديث يې راټول کړي دي او وايي چې کوم يې رښتيني دي اوکوم يې څه ډول تعبير شي؟"

نو دى فکر کوي چې دا شان هڅې ډيرې مهمې وې ځکه ديوۀ وتلي واکمن په غياب کې بايد داسې مشرتوب وټاکل شي چې تر وسه وسه تريوه حده دپخواني مشرتابه ځانگړتياوې او وړتياوې پخپل ځان کې ولري.

ال فارابي مني چې دغه ليکنې په رنگارنگ ډول تعبيريدلى شي. خوده دخپلې سياسي تيورى لپاره بله منبع هم لرله.دهغه مهال په بغداد کې کم کسان موندل کيدل چې د وتلو فليسوفانو افلاطون او ارستو لکينې عربي ته واړوي. عالمانوبه داليکنې په ځير لوستلې .

الفارابي هم دافلاطون داخبره لوستې وه چې سم واکمن بايد فليسوف وي ، ځکه يوازي فليسوف کولى شي چې دښو اونيکوکارى منځ وويني. دالفارابي په گومان فليسوف واکمن هغه ندى چې دتخت دپاسه ناست وي بلکه هغه دى چې ټولوته خوشحالي اونيکمرغي ور په برخه کړي. پيتر ادمسن پدې اړه وايي :

"په يوه ارام اونيکمرغه ښار کې واکمن ترعادي وگړو مهم ندى.دواکمن هدف دادى چې هرڅوک خوښ وساتي ، ښه ژوند يې ورپه برخه کړي اوهرچاته رښتيونى خدمت وکړي.
دى په حقيقت کې دخلکو فليسوف دى اوداسې فليسوف چې دخلکو په نبض پوهيږي دى باور لري چې دسياستوال دنده داده چې خلکو ته خدمت وکړي اوهغوى خوشحال وساتي. دى پوهيږي چې داکارڅنگه ترسره کړي اوله همدې ځايه ده چې دى ، همدافليسوف واک پرې چلوي."

خودفارابي په گومان واکمن يوازې فليسوف نه دى . ددې لپاره چې دخلکوله پرگنو سره اړيکي وساتي دى بايد له دين نه گټه واخلي . دى به له همدې لارې هغه پام اوهدف ترلاسه کړي چې فليسوف يې د ترلاسه کولو په هڅه کې دي.

ددې معنى داده چې واک چلوونکى هم دپيغمبرپه څير وي او تر وسه وسه محمد ( ص ) ته ورنږدې وي.دادفارابي له نظره دټولنې لپاره مهمه نسخه ده. ترفارابي دوه سوه کاله وروسته په اسلامي نړى کې بله سياسي څيره رامنځ ته شوه اوميدان ته راووتله . داسړى هم دفارابي په څير داسلام له سوني څانگې نه رابهرشو. خودى او دده نظريات بل شان وو.

ابو حميد الغزالي تصوف ته مخه کړه چې په اسلامي نړى کې اوس هم عادي جريان دى. نوموړى په بغداد کې پروفيسر وو اوترروحي ټکر وروسته په يوه روحانى ملنگ واووښت. په پاى کې يې پخپل کور کې په فارس کې واړول. غزالي سترمذهبي نوښتگر وۀ.

خودده ليکنې دخلافت اوپوځي واکمن چې هغه مهال سلطان و تر اغيزې لاندې راغلې وې. لکه چې دلندن د بريک بيک له کالج نه سميع زوبيده وايي غزالي دعدالت مفهوم ته نوى شى ورزيات کړ.

"دى ښايي لومړنى سړى وۀ چې دخداى تعالى قانون اوعدالت يې پلى کاوۀ اودانسانانو دخيرښيگڼې مفکوره ورسره وه. اوهمدې خبرې دقانون عملي کولوته انعکاس ورکاوۀ . ولې خداى تعالى دغه قوانين دخلکو اوايمان لرونکو دخيرښيگڼې اوپرمختيا لپاره نازل کړي دي اوپراختيا يې ورکړې ده .که چيرې داسې وي نو هغه مهال چې څه شي روښان نه وي نو قانون پوه يې دخلکو دگټو لپاره کارولى شي."

دغزالي په نظر ددې معنى داوه چې قانون پوهانو کولى شول دخداى نوم دخلکو دگټولپاره وکاروي. اوهمدې خبرې دقانون څرنگوالي ته انعکاس ورکاوه اوداچې داقوانين دديني خلکواوپه ټوله کې دبشريت په خدمت کې وي.

په هغو حالاتوکې چې مقدس کتابونه څه نه وايي قوانين بايد دخلکو گټو ته پام وکړي.خو غزالي په څرگنده ويلي وچي خلک له خپلو حاکمانو نه اطاعت وکړي.

"اطاعت ته ديوه ديني مسئوليت په سترگه کتل کيدل ځکه که اطاعت نه واي نو باغي توب اومخالفت وۀ چې داستره گناه وه ځکه چې داسلامي ټولنې يووالي ته يې خطر اوگواښ پيښاوۀ اوله منځه يې ووړ، گډوډي يې رامنځته کوله.
نو دسونيانو دتيوري جوړوونکو نظر داو چې که پاچا هرڅومره ظالم اومستبد هم وي هغه ته بايداطاعت وشي او احترام يې واجب دى."

يوازينى نه اطاعت هغه وخت روا وۀ که پاچا له خداى نه ا نکار کاوۀ.ډيرو ليکونکو دادليل راوړى دى چې شپيته کاله بې عدالتې ښه ده خو يوه شپه گډوډي اوبې نظمي نه چې واکمن اوپاچا نه وي.

له فارابي نه دغزالي توپير پدې کې وۀ چې دۀ دپخواني يونان فليوسوفانوته په بيل نظر کتل. دغزالي په اند فسلفه بايد له دين سره کلک تړاو ولري.خودغزالي له مړينې وروسته د افلاطون او ارستونظريي بياداسلامي سياسي فکرونولور ته ور وگرځيدې.ابن رشد چې داسپانيي په جنوب دکور دوبا له سيمې نه د١٢ پيړۍ يو وتلى قاضي وۀ .

ده دپخواني يونان دفليسوفانو تبصرې چاپ کړې او دفارابي نظريه يې بيا راژوندى کړه چې فليسوفان بايد په سياست کې ښکيل وي. ابن رشد بې له شکه وفادار اوصادق مسلمان وۀ. خو دده په گومان فلسفه داسې دسپلين وۀ چې فليسوفان يې روښان اندي ساتل اوپدې توگه يې هغوى له قاضايانو اوروحانيونو نه په لوړه کچه کې راوستل.

"قاضي اوقانون پوه نشي درته ويلى چې ولې قوانين داسې جوړشويدي .دوى يوازې دقوانينو تعبير درته کولى شي اوداتوضيح کولى شي چې هغوى څنگه کار کوي. همداشان تيوريسنان هم درته ويلى شي چې قانون پوه اوقاضي نشي درته ويلى چې ولى قانون داسې جوړشوى دى ؟ دوى دقانون تعبير اوعملي کوونه درته ښيي."

ښايي همداشان تاسو فکر وکړى چې دالهياتو پوهان کولى شي خپل کړه وړه جبران کړي اوياکولى شي د خداى شته والي اوطبيعت ثابت کړي .خوابن رشد وايي چې يوازينى سم فليسوف ارستو دى چې دخداى دطبيعت اوشتون په اړه ناپيلى قضاوت اوه پوهه لري .

دابن رشد له نظره هغه خلک چې په فلسفه پوهيږي بايد دافلسفه دخلکو دښيگڼې لپاره وکاروي. دبيگې په توگه دقانون په جوړولو کې ترې کارواخلي . خوداچې داسې کسان کم دى نوهيڅکله به دوى واکمن نشي اوواک ته به ونه رسيږي.

همداشان عام وگړي بايد دقانون اويا الهياتو مسئله تر پوښتنې لاندې رانه و لي . دمصر په يوه فلم کې ابن رشدته ديوه مترقي مسلمان متفکر په سترگه کتل شوي دي . پيترادمسن زياتوي چې دابن ر شد فکرونه مستقل او ازاد دي.

ډيرخلک چې دلويديځ د معاصر دريځ اوياپه بله وينا دمنځلاري اسلام پلويان دي دابن رشد ته ديوه موډول او نمونې په نظر گوري. ځکه دوى فکر کوي چې ابن رشد ازادخيال متفکر وو او دوى هم دده په څيره کې اسلامي ازادي غواړي. نوموړى ډير مستقل او منطقي سړى وۀ .

دهغه څه له امله چې ده کول له حکومت سره يې جنجال پيدا شو اودده کتابونه يې وسوځول. د اسلام په اړه دابن رشد انځور چې په ساينسي اوعلمي چوکاټ کې يو انځور دى په وروستي دوو لسيزو کې په غوړيدو دى.

تردې وروستيو پورې په اسلامي نړۍ کې دابن رشد اغيزه دومره زياته نه وه. خو په لويديځ کې خبره بل شان وه دده اغيزه هلته نه وه راکمه شوې . پر تيوريسن ست توماس باندې هم ده اغيزه لرله چې يوم مهال يې دکاتوليکي مذهب لپاره بنسټيز کار کاوۀ .

نوموړى دابن رشد نه لږ په راوروسته مهال کې اورسيدۀ او دارستو تيوري يې له مسيحيت سره نږدې اواشنا کړه. زموږ ددننني پروگرام بله وروستۍ اسلامي څيره ابن تايمييه ده. دى داوومې ميلادى پيړۍ په پاى کې زيږيدلى دى اوده له ځانه بيل ميراث پريښى د ى.

ابن تايميه چې راهب او الهيات پيژندونکى وۀ دمېملوک د شتمنې کورنۍ په واکمنۍ کې په سوريه کې اوسيدۀ. ده په يهوديزم اومسيحيت بريدونه وکړل اوپه اسلام کې يې نويتوبونه هم نه منل. ده داسلام دسوفيانه برخې شته والى هم نه غوښت.

نوموړي فلسفه پدې تورنه کړه چې بې دينى اوبې ايماني ته لاره پرانيزي. ابن تايمييه ډير مهال روژه نيوله او هيلمن وو چې واکمن به دخپل واک چلولو اصول اوقوانين دقرآن کريم له لارې عملي کوي. سامي زوبيده دده په اړه وايي:

"دځمکنيو واکمنو په اړه دده نظريه داوه چې هغوى بايد اسلام ته را واوړي نه داچې جگړه ورسره وشي. ده دمنځنيو پيړيو هغه نظر ته پراختيا ورکړه چې اصلي حکم دادى چې بايد واکمن ته اطاعت وشي که داواکمن هرڅومره ظالم اوجابر هم وي. دى لدې تيورى سره موافق وۀ. خودده اغيزه پدې کې هم وه چې واکمن اوحاکمان ددينى عالمانو دفکر ملگري شي چې پد توگه دا عالمان دحکومت په چلولو کې ونډه ولري ."

خودده دې نظريو او دقرآن نه دده وچ تعبيراوټکي په ټکي ژباړې خبره څوځله دده بنديتوب ته ورسوله.

"ده هيڅکله هغه څه جوړ نکړل چې دجوړولو نيت يې لارۀ. دده موخه داوۀ چې په حکومت کې عالمانو اوقانون ته اصلي او مرکزي ځاى ورکړل شي. خوپدې لاره کې دنوموړي هلوځلو اوزيار له هغه نه يوه سپيڅلې اومقدسه څيره جوړه کړه. له همدې امله دى يوله دبدبې ډکه اوبا شان اوشوکته څيره وه چې تر نن پورې دداسې سړي په سترگه ورته کتل کيږي چې دخدايى قانون دپلي کولو لپاره يې مبارزه کوله".

دمنځنيو پيړيو له هغه مهاله وروسته چې دسياسي تيورى په برخه کې داسلامي عالمانو هلې ځلې زياتې شوې ، دوى دسياست په اړه کمې ليکنې کړې دي. خونن ورځ بياخلک دډيرو پخوانيو وختونو تيورې ته کتنه کوي.

په سعودي عربستان کې د بنسټ پالو وهابيانو په گډون سوني مسلمانان دابن تايميه له مذهبي تيورى نه متائثر شوي دي .معاصر اومترقي فکره مسلمانان بيا دابن رشد له تيوري نه الهام اخلي اوترې زده کوي. سميع زبيده داوسنيو مسلمانو دترکيب او دهغو د رنگارنگو نظريو جاج اخلي اودسياست اوعقيد ې اړخ يې داسې څيړي.

"اصلاح غوښتونکي وايي چې اسلامي قانون له شرايطو سره عياريدلى شي اومسلمانانو تل خپل دين دوخت له شرايطو سره برابر کړى دى نو له همدې امله موږ بايد همداسي وکړو.ځينې خولدې هم وړاندې درومي اوزياتوي چې اسلام عقيده اومذهب دى اوله حکومت سره هيڅ کار او تړاو نه لري."

له همدې امله دادخلکو کار دى چې څه ډول حکومت غواړي؟ داپه مذهب نه ولاړ فکر دى .ددې فکر په وړاندې اسلامي بنسټ پال بلل کيږي چې نظر يې دادى چې دمسلمان اومذهبي په توگه بايد تر اسلامي قانون اوحکومت لاندې ژوند وشي. بايد اسلامي حکومت واکمن وي.

هغه متفکرين چې تراوسه مو وڅيړل ټول داسلام دسني څانگي استازي وو. خو يوبل ټينگ اسلامي هيواد ايران بيا داسلام دشعيه څانگې پلوى دى . شويه گان عقيده لري چې يوه ورځ به د اسلام دپيغمبر حضرت محمد (ص) د زوم حضرت علي (ک) پښت واک ته رسيږي او وروستى امام يا مهدي اخرزمان به په ټوله مسلمانه نړۍ واک چلوي.

دسني مذهب له مخې عمومي دود داسې وۀ چې هرڅوک چې پرهيزگار اوصادق مسلمان وي ددې وړدى چې واکمن وي. خودا دود چې دپخوانيو اسلامي علماوو ملاتړ ورسره وۀ اوس دبل هر وخت په پرتله پراخ ترپوښتنې لاندې دى.

د سياسي فکر تاريخ پنځم پروگرام

په ننني پروگرام کې دايتالوي بدنام سياستوال اوليکوال مکياويلي په اړه خبرې کوو.

مکياويلي له هغو کمو مشهورو سياستوالو اوليکوالو نه دى چې نوم يې هره ورځ دخلکو په ژبو دى. کله چې خلک دمکياويلي عمل اوياشخص په اړه خبرې کوي ددوى موخه څه ده؟ دلندن دهالووې له شاهي پوهنتون نه اليسن براوون ليکي:

"زه فکر کوم چې دوى يو خراب اوکرغيړن سړي په اړه فکرکوي. درواغ اوچل دميکياويلى په اړه سم لغت دى. خوپه عين مهال کې دادپلان جوړولو اونقشې طرح کولو ماناهم لري.ديوې تگلارې دعملي کولو فکر بې لدې چې معنوي اړخ يې په پا م کې ونيول شي. زما په گومان دا هغه څه دي چې دميکياويلي په اړه يې ويلاى شم. پدې توگه دلته دده ښه اوبد دواړه ياديدلى شي."

داځينې هغه ځانگړتياوې وې چې مکياويلي دشهزاده په نوم پخپل کتاب کې يادونه کړې ده. پدې مشهور کتاب کې مکياويلي په غير جمهوريتي دولتونو کې برياليو سياستوالو ته کتنه کړې ده. دپخوانيو متفکرينو خلاف مکياويلي سياست پخپله حقيقي بڼه انځوروي . دى سياستوالو ته خبردارى ورکوي چې که له سياست سره سم عمل ونه کړي نوناکاميږي به . کوينتين سکينير دمکياويلي پيغام داسې راغونډوي.

"شهزاده چې دلته اتل دى داسې ټاکلي هدفونه لري چې دده له ونډې سره سرخوري.که دارولونه هرشان وي خو کله چې تاسو پدې فکر وکړى چې واقعي شهزاده څه ډول دى نوبياتاسو پوهيږي چې څه بايد ترسره کړى.تاسو بيا نوبايد پدې چرت کې نه وى چې کوم کارونه اخلاقي دى اوکوم نه دى. تاسو بايد واک پخپل لاس کې وساتى اوواکمن پاتې شى."

نيکولو ميکياويلي په١٤٦٩ کال کې دايتا ليا دفلورينس په ښار کې نړى ته راغلى چې هغه مهال په اروپا کې د رېناسانس يا کلتوري انقلاب مرکز وو . هغه مهال اروپا دکلتوري غوړيدا په حال کې وه. دفلورينس سياست توپاني وۀ. په ١٩٩٤ ميلادي کال کې دميديچي واکمنه کورنۍ ديوه پاڅون په ترڅ کې له واکه نسکوره شوه.

ترڅلورو کلونو وروسته چې ددومينيکن وتلي مذهبي څيرې واک کاوه دفلورينتين جمهوريت رامنځ ته شو. ميکياويلي پدې جمهوريت کې ددپلومات په توگه دسياستوالو بې اصوله کړه وړۀ له دننه څارل. ده ټينگار کاوۀ چې دفلورينس واکمنو ته داسې اتباع پکاردى چې دپيڅا دبيرته نيولو پاره ورته وجنگيږي او داښاربيرته له فرانسويانو نه ونيسي.

ميکياويلي پدې ډاډه وۀ چې له اجيروعسکرو اوخرڅيدونکو جنگياليو سره جنگ نتيجه نه ورکوي ځکه دوى سمه جگړه نه کوي.دوى ترهغه مهال جگړه کوي چې پيسې ورته ورسيږي اوچې پيىسې نه وي بيانوجگړه نه کوي اوتسليميږي .بياميکياويلي داتباعو نه جوړه شوې يوه مليشه جوړه کړه چې په پاى کې يې پيزا بيرته ونيوله.کله چې پېزا بيافتح شوه نويوه ملگري مکياويلي ته وليکل: مکياويلي مکياويلي: تاسو عجيب سړى ياست. تاسو دځمکې پرمخ دپخواني مهال ترټولوپيغمبرانو هوښياريى.

خوپه ١٥١٢ کال کې جمهوريت ړنگ شو اودميديچي کورنى بيا داسپانوي يرغلگرو په مرسته واک ته ورسيده. کوينتين سکينر کاږي:

"داهغه مهال دى چې ميکياويلي پوهيږي چې نور نوجمهوريت نسکور شوى اوددې وخت رارسيدلى د ى چې ځان له نوي رژيم سره نږدى کړى اوتر ټولو لومړى ځان له نوى وليعهد سره بلد اونږدې کړى.خوبايد په ياد ولرو چې شهزاده دخپلې وړتيا له مخې نه بلکه دبخت اوبهرنيو ځواکونو په زور واک ته رسيدلى دى . دى پداسې ټولنه واکمني چلوى چې دوديز جمهوريت دى اوطبعا داشرافيانو اوعادى خلکو دواړوله ناخوښى اونارضايتى سره به مخامخ کيږي. "

داچې ميکاويلي په ځورونواو دسيسو تورن وۀ نو په نوي حکومت کې دده لپاره ځاى نه وۀ. خوددې لپاره چې له دميديچي له کورنۍ سره يې اړيکي ښه شي له بهرنه يې دشهزاده کتاب وليکۀ.پدې کتاب کې ميکياويلي ليکي چې نوى شهزاده به په پخواني جمهوريت کې له خطرناک حالت سره مخامخ کيږي. دميديچي دکورنى حالت به کټ مټ همداسې وي اودوى دحکومت چلولو لپاره سلاوو اومشورو ته اړتيا لري. دى وروسته هغه ښيگڼې په گوته کوي چې ديوه ښه اومخور واکمن سره ښايي. داهغه څه دى چې دروم ليکوالو سيسيرون اوسينيکا پخپلو ليکنو کې اشاره ورته کړې ده.

"درښتيني شهزاده ځانگړتياووې انصاف ، سخاوت اومهرباني ده. داعادتونه په سيسيرون اوسينيکان کې وو خوميکياويلي هغه نه لرل. دکتاب ضد ونقيضه اوپه زړه پورې خبره داده : که تاسو فکر کوى چې دا هغه څه دى چې تاسو ته به تل پاتې شهرت او نوم درپه برخه کوى نو غلط فکر کوى".

ميکياويلي وايي چې دسخاوت ، مهربانى اوانصاف عادتونه به تاسو تل په واک کې ونه ساتي. که شهزاده غواړي چې خپل واک وساتي بايد داپه پام کې ونيسي چې کوم څه بد دى اوڅنگه دهغو داصلاح لپاره هڅې وکړي. دى بايد داړتيا له مخې مخکې ولاړ شي.

ددې پرځاى شهزاده بايد دهغو دووځناورو پيښې وکړي چې دروم ليکوالو يې تر نورو ډيره يادونه کړې ده. دا زمرى دى چې ډير غښتلى دى او گيدړه چې ځيرکه اودروغجنه ده .
دپوهې دلاس ته راوړلو اوعملي کولو لپاره دوې لارې شته . يوه دقانون له لارې اوبله دزور له لارې. لومړى دانسانانو لاره ده اودوهمه دځناورو. خوداچې کله ناکله لومړې لومړى لاره نه عملې کيږي نودوهمې ته اړتيا وي. شهزاده بايد دزمري اوگيدړ پيښې وکړي. زمرى نشي کولى چې ځان له لومې وساتي اوگيدړ له ليوانو ځان نشي ساتلى. نوسړى بايد دلومو دموندولو لپاره گيدړ وي اودليوانو د ډار لپاره زمرى.

داهغه ځانگړنې دي چې ميکياويلي يې ښيگڼې بولي اودکلاسيکې ښيگڼې دمفکورې خلاف دي. دميکياويلى په گومان سپيڅلتيا هغه ده چې ديوه چانس اوموکې دگټلو لپاره مبارزه وشي. کوينتني سکينروايي چې مکياويلي دخپل دليل دثبوت لپاره تل گاونډي هيوادونه مثال راوړي. يوه بيلگه يې چيزاري بورجه ده . هغه دپاپ زوى وۀ

"ددې لپاره چې ځان خلکو ته سپين وښيي ، اودهغوى فکرونه بياوگټي سيزار غوښتل داوښيي چې که هرڅومره ظلم شوى وي هغه دده لخوا نه بلکه دوزير لخوا ترسره شوى د ى. په همدې پلمه يوه ورځ ده راميو له ځان سره بوت اويوه ورځ يې هغه وواژه ، په پيڅا کې يې پريښود اويوه اوسپنه او په وينو لړلې چاړه يې څنگ ته ورسره کيښودل. ددې ظالمانه پيښې خلک هم خوښ اوهم خپه کړل."

ده فکر کاوه چې خلک دخپل شمير له مخې واک لري ، دمنځنيو پيړيو دفکر نه وروسته چې دوگړو لومړى اودوهمې طبقې ته يې ارزښت ورکاوۀ، دهغوى اشرافيت اونوم ته يې ترجيح ورکوله، ميکاويلي وايي چې ترهرڅه لومړى بايد شهزاده پخپله په خلکو حساب وکړي.ځکه همداخلک دى چې دده په اړه به قضاوت کوي. اودلته نوى شى دادى چې دتاريخ په لومړى مرحله کې عامه نظر ته ارزښت ورکول اودخلکو په زور حساب دى .

"کله چې تاسو دسپيڅلتيا اوښيگڼې ضد کوم کار ترسره کوى نوهڅه وکړى چې وښيي تاسو داکارندى کړى. نوشهزاده ته دده بله مهمه سلا داده چې ښايي تاسو درواغو اوغلطى ته اړشي خوبايدل پخپله ظاهري بڼه داسي وښيي چې تاسو داسي څه نه کوى. نوظاهري بڼه هرڅه دي .دى ليکى هغه څه چې ستاسوساتنه کوي هغه ستاسو نوم اومقام دى . داچې تاسو وليعهدياست . دشهزاده چپنه او اوږدې جامې اغوندى او په شاهانه ماڼۍ کې اوسيږي تاسو دپاچا په څير ښکلى بريښى.

نوموړى زياتوي:

دامهمه نه ده چې تاسو څه کوى دوى هسې هم نه شي ترې خبريدلى . دا له ځان سره پټ وساتى.

له ده نه غوښتنه شوې وه چې ورشي اوروحاني شخصيت غوره کړي اودفلورين په مذهبي ښار کې دا دود وۀ چې څوک مذهبي شخصيت وټاکي ، ميکياويلي ته داوياړ ورپه برخه شوى وۀ. خو پخپله مکياويلي ويل چې ده ته ددې دندې اوياړ سپارل دامانالري لکه چې لهپاتوروتو نه چې همجنس بازوۀ دچا لپاره د ناوې دخوښولوغوښتنه وشي.نودلته مطلب دادى چې دى دومره مذهبي اودومره مناسب سړى نه وۀ چې بل مذهبي کس دې غوره کړي.

دلته يوه بله مشهوره کيسه هم دده په اړه شته چې نوموړى وايي:

" که پوښتنه رانه وشي چې جنت ته ځي چې هرڅه پکې ښه دي اوکه دوزخ ته چې هرڅه بد دى نومکياويلي ځواب ورکوي چې دوزخ ته دورمي چې ساعت يې تېر وي.
دسيزار په اړه مهمه خبره د اده چې که څه هم دى پوهيږي کله بايد څوک ظالم وي ، خودى د شهزاده اوجنايت کار ترمنځ په توپير هم پوهيږي .

ښه اوپرهيزگار شهزاده هغه دى چې په نيکۍ پوه شي او هغه شهزاده چې دعادي ښيگڼې پيروي وکړي اوخلک هم دده ښيگڼو ته ارزښت قايل شي.کله چې نوموړى پوه شي چې ډير وړاندې تللى دى نوبايد دخپل ځواک دساتلو لپاره فکر وکړي اودخپل نوم اودولت دساتلو لپاره ښيگڼې ته هم شا کړي."

داسې فصل هم شته چې دى پکې وايي چې ښه حکومت هغه دى چې خلک پکې دنسل دډيرولو اوددې اجازه ولري چې ماشومانوته يې څه ډول ښوونه اوروزنه ورکړي ، هومره پيسې وگټي چې څومره يې زړه غواړي او په سياست کې ورگډيدلى شي.زما په گومان دا دخلکو په اړه دمکياويلي نظر دى. لدې سره سره دا هم بايد ووايو چې دده د تيورى له مخې په هرحکومت کې ٤٠ يا٥٠ تنه دى چې واقعا د سياسي واک دلاسته راوړلو هدف لري ، پاتې وگړي خونديتوب غواړي ، اقتصادي خونديتوب.

مکياويلي دهغه دشهزاده کتاب له مخې ډير شهرت موندلى وۀ.
اوس هم دهغه ددې کتاب لوستلو له امله سړي ناکراره کيږي. ملگري ملتونه به هم دمکياويلي په څرگندولواوس هم په لړزه راځي . نوى شهزاده بايد تل په وسلو باروي اوهيڅکله بايد خپل اتباع اوترواکمنى لاندې ولس بې وسلې نه کړي.

"دواکمن په اړه بايددخلکوسره دمينې پرځاى ويره وي. خو دنننى نړى ډير مشران ددې نظريي خلاف حتى له خپلو گاونډيو سره هم تربگني نه کوي. دده دکتاب لوستونکي به دده دنظريو خوراکمه برخه به پرچا اغيزه ولري اودده څرگندونې ديوه واکمن دظلم څرگندونه ده چې څنگه واک وچلوي اوهغه اوږد کړي. دى يوه سيواستوال ته دا هم ورښيي چې دواکمنى دساتلو اوچلولو لپاره بايد دشاهين په څير غښتلي اټکليز ځوا ک ولري."

د سياسي فکر تاريخ شپږم پروگرام

په ننني پرو گرام کې داوولسمې پيړى دانگريز فليسوف توماس هوبس ژوند اوچارو ته کتنه کوو.

دتيرپروگرام دموضوع په څير چې دمکياويلي په اړه موخبرې وکړې توماس هبس دبشري طبيعت په اړه بدبيانانه اونهيلي نظرلارۀ. که حکومت انسانان کنترول نکړي نو هرڅوک به خپلې غوښتنې ولري اويوله بل سره به لاس اوگريوان وي.نوموړي د ليوييتان کتاب چې دخلکو اوسياست په اړه دى په ١٦٥١ کال کې ليکلي دى. دا د انگلستان په تاريخ کې ښه اوباثباته وخت وۀ چې په يوولس کلنه موده کې جمهوريت واکمن وۀ.

د١٦٤٠ موکلونوکورنۍ جگړه چې دپارلمان اوپاچا ترمنځ وه ، دپارلمان په گټه پاى ته ور سيده اوددوهم چارلز سر يې ورپرې کړ. دا يوه غټه پيښه وه چې په١٦٤٩ کال کې ترسره شوه. توماس هبس هغه مهال شپيته کلن وو اويوې اشرافي کورنۍ ته يې دلوست ورکولو په برخه کې ډير کلونه تير کړي وو.

دى دسلطنت سخت پلوى وۀ. نوموړي دشاهي نه په راوروسته رژيم دومره باور نه لاره چې نوى داوليوير کروم ويل لخوا رامنځ ته شوى وۀ. دى په فرانسه کې جلاوطنى وۀ چې دليوييتان کتاب يې وليکۀ. نوموړى پدې کتاب کې داروښانوي چې خلک ولې له حکومت سره يوځاى وي اوملايې و تړي. داکسيتر له پوهنتون نه ايان همپشير مونک وايي چې هبس دايديالوژيکي مسئلو خلاف وۀ چې گواکي تاسو کولى شي بې له حکومته هم څه ترسره کړى.

هبس فکر کاوۀ چې دکورنۍ جگړې يولامل ايديالوژي وه. دبيلگې په توگه خلکو به دپخوانۍ نړى دجمهوريتي حکومتونو په اړه دتاريخ ډير کتابونه لوستل.
دليوييتان دکتاب له ليکلو نه يې موخه داهم ده چې خلکوته دنړى څرنگوالى وښيي.ځکه خوبه دوى دايديالوژى له لارې نه بې لارې کيږي اوکنه دابه خبره ددولت ړنگيدو ته ورسيږي چې دهرچا لپاره دسولېز اوکرارژوند ځاى دى.

خوهبس دبل مخالف لوري په وړاندې هم ورته شان غبرگون ښوده. دهغې تيورى په وړاندې چې وايي خداى پاچاهانوته دواکمنى حق ورکړى دى . دې تيورى ته ددې نوم ورکړل شوى چې پاچاهانو سپيڅلى حق نوميږي.

دکمبريج له پوهنتون نه کوينتين سکينر ليکي : داسې انگيرنه ده چې سياست دطبيعت هغه نظم دى چې موږ ته دخداى لخوا راکړل شوى دى. نوداچې سياست ته ديوه طبيعي بهير په سترگه کتل کيږي نودپاچا واک هم طبيعي دى.که چيرې دسياست په هکله دانگلستان دهغه مهال دکليسا نظرته وگورو نو څرگنده به شي چې هبس دنړيوال سياسي انځور ريښې ته په مثبت نظر نه کتل.

"هبس په ټوليز ډول دټولنې دنړى اودطبيعي علومو ترمنځ يو انډول انځوراوۀ . ده له حکومت سره اوله هغه پرته له طبيعت سره دخلکو چلندپه عادي اوغير عادي ډول پرتله کاوۀ.هبس باور لارۀ چې دژوندفزيکي قانون حرکت اوخوځښت دى.خودده په گومان داهغه رغنده اوسنجول شوى حرکت نه وۀ چې دپخواني يونان فليسوف ارستو يې يادونه کړې وه" .

دارستو په نظر ځينې داسې مسئلې شته چې يوه له بلې سره تړلې دي اوخپل ځانگړى پا ى لري. خوهبس بل نظر لري دى فکر کوي چې شيان په حرکت کې دي خودا قصدي حرکتونه نه دي. داخپل سري حرکتونه دي. دبيليارد ميز فرض کړى چې دکاڼو توپونه يو پر بل لگيږي اوبيا په مختلفو لورو خوځي،دوى ديوه اوبله دلگيدو په نتيجه کې په حرکت راځي. لکه چې شيان اوجسمونه خوځي همداسي اوبه هم لاندې لورته بهيږي خوکه په مخکې يې خنډوي نوهغه دريږي.

دهبس په گومان انسانان هم همداسي دي .دى وايي چې بې له حکومته به انسانان يودبل په وړاندې يرغلونه اوجنگونه کوي ځکه دهيچا دشتمنى دخونديتوب ضمانت به نه وي. هيڅوک به پدې باوري نه وي چې بل څوک يې مال ، ژوند اويا ازادي نه ترې اخلي. نو له همدې امله پداسې حالت کې به ښه دفاع بريد وي .نو دهبس په فکر دا دخلکو لپاره طبيعي ده چې پداسې حالت کې به يوپربل مخکيني بريدونه اوتيري کوي.

هبس دگډوډى پداسې حالت کې چې دده په وينا هرسړى دبل هرسړي پرضد دى بشريت داسې انځوروي:

"دلته دکارلپاره ځاى نشته ځکه چې دکارنتيجه ناڅرگنده ده. په نيجه کې ځمکه هم شاړه ده. نه دځمکې حاصلات شته اونه ددې وسايل شته چې له سمندر نه څه را وايستل شي. نه تخنيک شته اونه هم دهغه کارونه . دځمکې دمخ نه معلومات نشته اودوخت په ارزښت څوک نه پوهيږي. نه هنر شته ، نه ليکنې اونه هم ټولنه . اوترټولو خطرناکه خبره خوداده چې دتاوتريخوالي ، تشدد اومرگ تل ويره ده. دانسان ژوند خوار، ځوروونکى ، مظلوم اولنډ دى ."

خو ايا دادهبس دفکر يوازې تيورىتيکه برخه ده ؟ تيرمهال ته کتنه ده اوکه په يوډول تردې رښتيانى خبره ده؟ دهمپشيرمونک په گومان دى مو ږته بيلگې راکوي. نوموړى فکر کوې او وايي چې دامريکې خلک تر اوسه پدې وحشيانه اوزيږه ډول ژوند کوي.دى حکومتونه هم دځانگړو کسانوسره پرتله کوي چې ټول له ټولوسره جگړه کوي.

دنننۍ ورځې دنړيوالو اړيکو ټول پوهان دهبس تيورى ته حيران دى او دامنې چې هغه ددې اړتيا ډيره ښه انځورکړې وه چې داسې نړيوال مستقل واک نشته چې ټول هيوادونه دنظم په چوکاټ کې وساتي. دهمدې طبيعت اوڅرنگوالي له امله ده چې هبس وايي چې بايد سياسي انستيتوتونه اومشران رامنځ ته شي.

ددې مانا به داوي چې موږانسانان پخپلو کې تړون لاسليک کووچې خپلو حقونوته لاډيره ازادي ورکړو.دلندن داقتصادي پوهنتون نه د جنت کولمن په گومان دهبس مفکوره داده چې که موږپدې پوهيږو چې دازموږ دټولو طبعيت دى چې ټول له ټولوسره جنگيږو ، نوښه داده چې يو يوسره کينو، خبرې سره وکړو اودخپلو غوښتنو دپوره کولو لپاره ديوه بل سره دجگړې پرځاى اودخپلو گټو دساتلو لپاره دريم لوري جوړ کړو چې مستقل اوزادوي اووروسته بيا قانون جوړکړي اوراته ووايي چې څه سم دى اوڅه ناسم. ترمرگه پورې بايد دهمدې دريم لورې اطاعت وشي. دادرې چې هغه يې جوړوي مستقل به وي اوزموږ لپاره به هرڅه وي.

هغه نوم چې هبس يې دې واکمن ته ورکوي ليوييتان دى چې دنوموړي دکتاب نوم هم دى.داپه انجيل کې ديوه وحشتناک ځناورنوم دى. همدا به موله هرڅه وساتي که موږ ټول سره يوموټي شو. موږبايد ددې دريم دولت په وړاندې مقاومت ونکړو اومخالفت يې هم .کوينتين سکينر پدې اړه وايي چې که تاسو له دغه واک سره مخالفت اومقاومت کوى نوددې مانا داده چې تاسو له خپل ځان سره په تضاد کې ياست. که تاسو پوښتى چې څنگه زموږ داستازو کړنه قانوني ده نوځواب دادى چې موږ واکمن ته داواک ورکړى د ى چې ددولت نمايندگي وکړي. هبس ليکي :

"ددې ماناداهم ده چې فرض کړو زه اوته ددې واکمن د چارو ترسره کوونکي يو نو داچې داچارې ددولت له نامۀ ترسره کوو نوزه اوته ددولت دچارو ترسره کوونکي هم يو. نو که تاسوددولت دواک اويااختياراتو کمول غواړى ددې مانا داده چې تاسودخپلو اعمالو داختيار راټيټول غواړى همدا له خپل ځان سره په تضاد کې يوه غوښتنه ده. خودخلکو دمقاومت په برخه کې ځينې استثنائات هم شته . داسې ځايونه شته چې خلکو ته دمقاومت اومخالفت اجازه ورکوله کيږي. دااستثناات ځکه شته چې دادولت خوپخپله خلکو جوړکړى د ى اوددې لپاره جوړشوى دى چې زموږ له ژوند اوازادى دفاع وکړي".

کونتين سکينرزياتوي:

"که چيرې داسې وي ، نو داسې شيان شته واکمن يې ستاسو نه د ترسره کولوغوښتنه نشي کولى ځکه هغه مهال به ددغوشيانو ترسره کول ستاسو ژوند اوازادي له خطر سره مخامخ کړي. پداسې حالاتو کې تاسو حق لرى چې اطاعت ونه منى حتى مقاومت وکړى. د بيلگې په توگه دلته ليوييتان نشي کولى تاسو ته دخلاصون لارښوود درکړى ."

دبيلگې په توگه تاسو ته نشي ويلى چې عسکر شى ځکه دابه خطر درته ولري. دا آمرهم نشي درته کولى چې خپل ځان اويا وطنوال ووژنه. تاسې دې ته نشي اړايستل کيدى چې د خپل ځان يادبل چاژوند ترې واخلى.يوه بله مهمه خبره داده چې تاسو تل داحق لرى چې دخپل ژوند ساتنه وکړى. دبيلگې په توگه که تاسو دعدالت له مخې هم اعداميږي نوتاسو حق لرى چې داعدام پر مهال په وژونکي بريد وکړى اودځان دخلاصون هڅه وکړى.

نوهبس موږته دداسې يوه دولت انځور راکوي چې دخلکو ديووالي ستر مسئوليت ور په غاړه وي.قوانين دسولې اوکرارى ضمانت کوي. دهبس په گومان داقوانين تل پاتې اوطبيعي ندي. هبس فکر کوي چې داقوانين په ټولنه کې دښځو په ونډه مهمه اغيزه لري. ښځې دهبس په پېرکې خورا مترقي وې.

هبس فکرکوي چې نارينه اوښځې په طبيعي دولت کې برابر اويوشان دي. نوکه داسې وي نوولي پداسې دولت کې هرڅه دنارينه پلاس کې دي اودده لخوا ترسره کيږي؟ دى په ځانگړې توگه داخبره کوي چې کله چې موږ لومړى نړى ته راځو نودمور واک مو دى چې موږ وژني اوکه ژوندي موساتي.نوداطاعت اوخونديتوب لومړى پوښتنه همداده چې که موږ دچا اطاعت کوو اوخبره يې منو نو بايد مورخبره ومنله شي .

خوهبس داخبره کوي چې کله چې دولت جوړيږي نوسړي دي چې هغه جوړوي اودى پدې باوري دي اوپه څرگنده وايي چې سړي په دولت کې قوانين دخپلو گتو لپاره جوړوي.

دليوييتان داثر دليکلو له امله دټولنې ډير وگړي له ځانه ليرې کړل. دى يې په بې دينۍ او بې خدايۍ تورن کړ اوډير کتابونه يې چارواکو ورته وسوزول.ځينو متدينينو دى دپاچا دسپيڅلي قانون دکتاب له امله ددولت پټ ړنگوونکى بالۀ ځکه نوموړي سياسي واک ته له داسې زاويې کتل چې په تړونونو کې ورک وي. ښايي لده سره به دسلطنت ضد کسانومرسته کړې وي چې دشاهي رژيم ضد کرومويل سره يويې روغه جوړه وکړه.

دليوييتان ترليکلو وروسته هبس پدې بريالى شو چې انگلستان ته راستون شي. نودهبس دنننۍ ورځې اغيزې څه دي؟ دده تيوري دحرکت اوخوځښت په اړه ارزښت لري. ښايي داتيوري نن ورځ له موډه وتلې وبريښي چې وايي چې که بد خلک سره پريښوول شي دوى به يوبل ووژني.

خودهبس دتيورى سايسي فکر دمعاصرو دولتونو فکرونوته هم رسيدلى دى ، په ځانگړي ډول له ډيرو لارو لويديځوهيوادونو ته. کوينتين سکينر هم پدې عقيده دى اووايي چې په حقونودوولاړبنسټ دولت، دهغه سياسي حکومت مفکوره چې دباور وړ وي، هغه مفکوره چې نسلونه يې عملي کوي، هغه تصور چې موږ يوه شي ته له حکومت نه وايو، داسې حکومت چې حقونه موساتي اودخونديتوب مسئوليت مولري .

همداشان داحکومت دجزاحق هم لري. داهغه جوړښت دى چې موږيې نن ورځ هم لرو. دهمدغو يادوشووخبروپه پام کې نيولوسره موږ ويلي شو چې دهبس له تيورى سره نن هم مستقيم تړاو شته .

د سياسي فکر تاريخ اووم پروگرام

سلام :

پدې پروگرام کې به دانگلستان دسياسي فليسوف جان لاک په اړه وغږيږو. نوموړي ته دليبراليزم دبنسټ ايښوونکي په سترگه کتل کيږي. جان لاک حکومت دخلکو يو رښتيني خدمتگار بالۀ. دى د توماس هبس نه څلويښت کاله وروسته نړى ته راغى چې حکومت يې دهرڅه خاوند باله. دادى اوس چې دجان لاک له ژونده درې سوه کاله تير شوي هغه اوس هم دسياستوالو لپاره يوه ازادخيال سياستوال تير شوى اودده فکر داوۀ چې حکومت بايد دخلکو دباور له مخې رامنځ ته شي.

له همدې امله دده په اړه نوو زده کړو اوڅيړنو دده سياسي اوفلسفي شخصيت ته لا لوړوالى ورکړى دى . ايان همپشيرمنک دبرتانيي دايکسيتر دپوهنتون استاد دده په اړه په لنډو وايي چې ده پټه مبارزه کوله . دى انقلابي متفکر وۀ.

تردې وروستيو پورې گومان کيدۀ چې دجان لاک سياسي ميراث چې دحکومت په اړه دوه تيزسه نوميږي ،په انگلستان کې د١٦٨٨ کال تر انقلابه وروسته ليکل شوى د ى. ددې انقلاب موخه داوه چې شاهي حکومت پاى ته ورسوي چې همدې هدف ته ورسيدۀ. خو وروستى علمي څيړنې ښيي چې داکتاب د١٦٨٠ موکلونوپه پيل کې ليکل شوى دى او ولس ته يې پيغام دادى چې دوى حق لري چې دشاهي رژيم په وړاندې ودريږي.

لکه چې داکستر دپوهنتون نه ايان همپشير مونک وايي دادپاچا دوهم چارلز اوپارلمان ترمنځ دسختو لانجو مهال وۀ . پالمان ويريده چې تر چالز وروسته به دده ورور جمز چې کاتوليک مذهب وۀ، دده پرځاى پرتخت کيني.

"دبيلگې په توگه پالمان هڅه کوله چې ددوهم جمز په اړه دهغه داعدام حکم قانوني کړي چې په ميراثي ډول په تخت کې نه ني. جان لک پدې کې برخه لرله او دهغه مهال په ځينو نورو پټو او انقلابي چارو کې هم ښکيل وۀ. اوس موږ پوهيږو چې داتيزيسونه همهغه مهال ليکل شوي وو.

دى له ډاره هالند ته وتښتيد اوله هغه ځايه يې خپل ملگري ته چې ويليام تيريل نوميدۀ وليکل چې ډير احتياط وکړي او دده لکينې ومومي چې دبل چا پلاس ورنشي."

په١٦٨١ م کال کې دپارلمان اوپاچا ترمنځ اړيکې تردې بريده ورسيدلې چې دوهم چالز به دپارلمان له سلاوو پرته پاچاهي کوله پدې اړه به وروسته وغږيږو چې څرنگه لاک ليکلي چې منځلارو انقلابيونو غوښتل چې له واکمنو نه ځانونه خلاص کړي خودامهمه ده چې يادونه يې وشي چې لاک دهبس خلاف پدې اړه مثبت نظرلاره چې ولس بې له واکمنه سم اوازاد ژوند کولى شي. دې نظر دده دپروتستان مسيحت سره سرخوړ.

دجان لا ک سياسي فلسفه پدې ولاړه ده چې ټول انسانان دخداى مخلوق دى اودوى خداى ټول برابر اويوشان پيداکړي دي.دى زياتوي چې موږټول له موره يوډول زيږيدلي يو ، هيڅوک کوم امتياز نلري اوهيچادمورله گيډې له ځان سره کوم نوم اونښان ندى راوړى.

" داهم دخداى کارونه دي. موږخداى دطبيعت نه دبرابرې گټې اخستولپاره نړى ته راوړي يو. نودانسانانو ترمنځ هرډول مخالفتونه اوجنجالونه بايد دهغوى ترمنځ دتفاهم له لارې حل شي."

جان لاک باور لري چې خلک چې ازاد برابر اوناپيلي پيداشوي دي ، دخپل طبيعي مورال اواخلاقي ژوند په ترڅ کې له هغه څه پيروي وکړي چې دوى يې دخپل عقل اوفکر له مخې رښتيا اوروا بولي.ده همداشان باور لارۀ چې انسانان له طبيعي حق سره يوه ځاى نړى ته رادرومي. دلندن ديونيورسيتي کالج نه فرېد روزين وايي هغه څه چې دجان لاک د فلسفې په اړه مهم دى دادي چې نوموړي له دندې نه حقونوته زيات ارزښت ورکوي .

" له همدې ځايه ده چې هرانسان دژوند، ازادى ، شتمنى اوخوښي حق لري ، دى بايد له دندې نه خوند واخلي. که له يوې خوا يوانسان دژوند حق لري نو له بلې خوا نورخلک حق نه لري چې ده ته زيان ورسوي.که يوڅوک دازادى حق لري نو نوربيا ددې حق نه لري چې دده په چارو کې لاس وهنه وکړي. دده دتيورى له مخې داټول يوله بل سره په مستقيم تړاوکې دي."

ښايي دده په فلسفه کې ترټولو وتلى ځاى دشتمنى حق ته ورکړل شوى د ى. دى پدې برخه کې دحکومت په اړه ليکي: دخلکو دوحدت اويوځاى کوونې ستره لاره داده چې هغوى ديوه ملت په چوکاټ کې دحکومت ترسيورې لاندې سره راټول شي اودهغوى شتمني وساتله شي.

دجان لاک دنظر له مخې ده شتمني ته له هغه څه په پراخ نظر کتل چې موږ يې نن پيژنو. ده شتمني داسې انځور کړيده : ژوند ازادي اوحکومت. که چېرې خلک ټول دخداى له نظره يوشان وي نوولې ځينې خلک شخصي شتمني لري اونوريې بيا نلري.

دپخواني روم دفليسوف سيسيرون دتيوري دپه پام کې نيولو سره ، جان لاک وايي چې شتمني له طبعيته ده اوخلک دخپل کارله مخې له طبيعته هغه څه را اخلي چې اړتيا ورته لري.

"کله چې انسان له طبيعت اودهغه له لاس ته راوړنو نه څه را اخلي او زيارورسره يوځاى کوي چې له طبيعته يې اخسيتى دي نوداشى دده شتمني گرځي اوپه پاى کې پده پورې اړه مومي اودده خپل مال گرځي. هغه سړى چې دڅيړى لاندې ناست دى اوزڼغوزي راټولوي اويا څوک دونې نه مڼې راټولوي دا خودده خپلې شوې اوپده پوره وتړل شوې.

دده همدې کار ده ته هغه وگټلې اوله عمومي ټولنې نه يې رابيلې کړې . کارهغه څه دى چې مڼو اوزنغوزيو ته يې يوڅه نورهم ورزيات کړل اوهغه يې په خصوصي مالکيت واړولې. اوس نو هغه دده خپله شتمني شوه .نوله همدې ځايه ده چې دشتمني په اړه جوت حقونه رامنځ ته کيږي . دلته دجان لوک په تيورى کې مهم سياسي بحث نغښتى دى ."

فرېد روزين وايي چې دجان لاک ددې خبرې په کولو سره دهغه مهال په شمالي امريکې کې دانگريزانو دمستعمره کولو بهير ته برائت ورکاوۀ اوملاتړ يې ترې کاوۀ. دى ذاتي امريکايي ټولنې ته دومره ارزښت نه ورکوي اووايي چې هغه ځمکه چې کرهڼه اومالداري پرې وشي تر هغې ځمکې ډير ارزښت لري چې شاړه وي اوتش ښکارپکې کيږي.

" په يوه ځاى کې دى له امريکې نه دطبيعت ددولت په توگه يادونه کوي. دى زياتوي چې ټوله ا مريکا دطبيعت هيواد د ى اوددې معنى داده چې هرڅوک چې په ځمکه کارکوي اوهغې ته پراختيا ورکوي اوابادوي يې په پاى کې دهمدې ځمکې خاوند گرځي. هغه کسان چې پرځمکه کارنه کوي دهغوى دمالکيت حق هم نه لري."

دلته هدف دنوىو ځمکو په اړه له استعمار نه دملاتړ دى اوبايد پرځمکوکار وشي . خومطلب د فرانسې اواسپانيې د نه ملاتړ نه هم دى چې دفتوحاتو اوځمکې لاندې کولو له لارې يې دهغوى دشتمنى دعواه کوله. جان لاک دا ويل چې يوڅوک هغه مهال دځمکې رښتيانې خاوند گرځيدلى شي چې کار پرې وکړي.

دجان لاک مطلب داهم وه چې دځمکې دخاوند کيدو مسئله يوبريد اوکچه لري يانې څوک بايدڅومره ځمکه ترلاسه کړي؟ يان همپشيرمانک پدې اړه وايي:

" دخداى پيدايښت بايد بيځايه ضايع نشي .که موږ ترخپل وس اوکچې زياته ځمکه لاندې کوو اوهغه کرلى اوسمبالولى نشو نو دانه يوازې هسې بيځايه ضايع کول دى بلکه داشتمني هم نده ".

بله خبره چې جان لاک يې دځمکې په اړه کوي داده چې که چيرې موږ دځان لپاره دځمکې په لټه کې وو نوبايددنورو لپاره هم په همغه کچه اوهمغه کيفيت ښه ځمکه وساتو. نوکه موږ ځمکه خپلوواوپه عين مهال کې داسې خلک وي چې اړتياورته لري اوژوند يې په همدې ځمکه پورې تړلى وي نو زمولخوا نيول شوې ځمکه زموږ په شتمنى کې نه راځي.

پدې ډول جان لاک دځمکې دابادولو له لارې يوڅوک دهغه خاوند بولې اودايې شتمني بولي همداشان ده فکر کاوۀ چې بايد ديوه سړي لخوا دځمکې دلاسته راوړلو يو حد بايد شته وي. بله خبره چې لاک يې کوي داده چې موږترکومه بريده سياسي ټولنه يو؟ دلته اصلي خبره په رضايت اوموافقه کې ده.

حکومتونه دخلکو دموافقې له مخې جوړيږي. اوتردې وړاندې مدنې ټولنې دهغه څه له مخې جوړيږي چې جان لاک ورته ضمني توافق وايي. دا توافق دنه ليکلو په بڼه جوړيږي اومانا يې داده چې موږ ټول په يوه ټولنه کې په گډه ژوند کوو. دفريد روزين په گومان ضمني موافقه داده چې ترهغو چي څوک له ټولنې ونه وزي دى پدې ټولنه کې له ژوند سره ضمني موافقه لري.

دا داسې څه دى لکه چې موږ په ټولنه کې دپيسو له کارولو سره رضايت لرو که څه هم پدې اړه چا درضايت په اړه رانه ندي پوښتلي خوموږ يې کاروو. داپه ټولنه کې دنابرابريو سره دموافقې په مانا هم ده. ددې ماناداده چې ترهغو چې تاسو په ټولنه کې ژوند کوى نوتاسو ورسره موافق ياست.

جان لاک فکر کوي چې دولتونه او واکمن ديو ډول جوتې او رڼې موافقې له مخې جوړيږي. يانې خلک خپلو واکمنو ته دا واک ورکوي چې واک پرې وچلوي. که چيري يوحکومت قانون چلوي اوخلک يې له بيديانه ديرغل اوگواښ په وړاندې ساتي اودفاع ترې کوي نو دوى هم پدې حکومت باور کوي. خوکه دوى دا احساس ونه کړي اويابد احساس ولرى ښايي دوى خپل باور اواعتماد بيرته واخلي.

دجان لاک په گومان ضالم حکومتونه نشي کولى چې خپلې چارې په سمه توگه ترسره کړي اوڅرگنده ده چې قانون نشي پلى کولى او خپلو موخو ته هم نشي رسيدلى. ځکه خو جان لوک دقانون حکومت ته ترجيع ورکوي اودفاع ترې کوي.

"هرڅوک چې بې له قانونه اوبې له حقه واک چلوي طبعا چې دادهغه چا په وړاندې زورچلوي چې واک پرې کوي . اودا په حقيقت کې دخپلو خلکو په وړاندې چې پده يې باور کړى دى له جگړې کار اخلي پدې ځاى کې مخکينې اړيکې له منځه ځي اوخلک چې پدې سړى يې باور کړى دى ددې حق لري چې دده په وړاندې راپاڅې اوله زور نه کارواخلي . پاڅون وکړي ، انقلاب وکړي."

له همدې ځايه ده چې دجان لاک په وينا ولس هغه حق کارولى شي چې انقلاب نوميږي.
جان لاک وايي کله چې دحکومت په منځ کې داسې نا روا چارې وليدلې شي چې هغه دخلکو حقونه ترپښو لاندې کوي اوظلم پرې کوي نوهغه مهال خلک داحق لري اووهڅول شي چې دظالم واکمن پرضد راپورته شي اوبايد هم له هغه ظالم نه واک بيرته واخلي او له سره داسې حکومت خوښ کړي چې دوى ټاکلى وي.

جان لاک پدې اړه په څرگنده څه نه وايي چې څنگه انقلاب وشي خودا وايي چې انقلاب بايد له خطر سره مل نه وي دلندن دپوهنتون دملکې ميري دکالج نه د ديويد ووتن په وينا خلک پوره هوښياردى اوموږبايد دې ته خوشبين وو چې دوى څه ډول پريکړي نيسي.

له همدې امله که موږد يوه سياسي سيستم له ړنگيدو سره مخامخ شو نوهيله شته چې هغه به دبل ښه سسيتم په رامنځ ته کولو بيرته له سر ه سم شي.نودانظر چې څنگه بايد د سياسي سيستم درامنځ ته کولو اوجوړولو پرسر سلا مشورې سره وشي اوڅنگه ر امنځ ته شي خبره ددموکراسي لورته بيايي.

که څه هم دجان لاک ددوهم تيزس په اړه پوهان په يوه خوله ندي خوپدې اثر کې دسراسري توافق په هکله خبرې شوې دي اوپکې راغلي دى چې سړي ټول يوشان اوبرابر پيدا شوي دي . دوى دژوند ، ازادى اوخوښي په وړاندې يوشان حقونه لري .ورته شان خبرې دامريکې دازادى په فرمان کې هم راغلې دي چې تر ده يوه پيړى وروسته د١٦٧٧م کا ل دجولاى په څلورمه لاسليک شو. ددې فرمان په يوه برخه کې راغلي دي:

"موږپدې حقيقت پوهيږو چې ټول انسانان يوشان اوبرابر نړى ته راغلي دي. دوى سره برابر دى اوژوند ، هوساينه اوخوشحالي ددوى طبيعي حق دى. دهمدې لپاره حکومتونه جوړيږي اوداحکومتونه دخلکو په خوښه اورايه واک چلوي."

که چيرې داحکومتونه دخلکو غوښتنوته مثبت ځواب نشي ورکولى ، ظلم پرې کوي اوکارنه ورته کوي نوهغه مهال خلک حق لري چې ددې حکومت په وړاندې راپورته شي ، اصلاح يې کړي اوکنه بل نوى حکومت يې پرځاى کينوي. داسې حکومت چې ددوى ژوند خوندي کړي اوخوښي ورته راوړي .

که موږ جان لاک ته له يوه دموکراته وايي ښايي سم تعريف مو نه وي ورکړى. دبيلگې په توگه دى داسې پوښتنې نه راپرته کوي چې څوک رايه ورکولى شي. نوموړى دىوه انقلابي په څير دشتمنو له خوا دواکمنونه پوښتنې کوي.خودډيرو دموکراتيکو ټولنو په څير چې نن نړى ته راغلى دي نوموړي نيغ اومخامخ فکر کاوۀ. دبيلگې په توگه دحکومت د اجرايئه او قانون جوړونې دڅانگو پرجلاوالي يې خبرې کولې اوقضايئه قوه خولانه وه جوړه شوې اودبحث وړنه وه.

هغه موضوع چې خورا څرگنده اوروښانه ده داده چې هغه خلک چې قوانين جوړوي بايد پخپله دهمدغو قوانينو تابع وي. نوکله چې داخلک سره خوريږي نو اړدى چې ددوى لخوا جوړشوى قوانين عملي کړي اوهغه ټول قوانين چې دنورو خلکو له مختلفو ډلوجوړشوى اويا ددوى پرځاى کيني هم پرځاى کړي.
له همدې امله دوى داسې قوانين نشي جوړولى چې ددوى پخپله گټه وي اوياهم داسې قوانين چې يوازې دنورولپاره دعملي کولو وړوي اوبس.

دتوماس هبس په څير جان لاک باورلارۀ چې دحکومت په زړه کې داسې اصول شته چې ليکل شوي ندى خوترسره کول يې حتمي دي. ده دهبس په شان پدې عقيده وۀ چې قانون بايد واک وچلوي. خوددوى ترمنځ داورته والى زيات دوام نه کوي. جان لاک دخلکواو دطبيعت په اړه خوشبين نظر لارۀ. دى باوري وۀ چې حکومتونه بايد تل دخلکو عمومي موافقه ترلاسه کړي. اوکه داسې نه وي نو خلک بايد هغه حکومت له منځه يوسي. ده په اقتصادي ازادى اودحکومت په دننه کې دځواک په انډول باور لارۀ.

جان لاک ډيرې ليکنې هغه مهال کړې دي چې په انگلستان کې د پارلمان اوپاچا ترمنځ بحران رامنځ ته شوى وۀ. خوبيا هم ده ډير داسې اصول رامنځ ته کړي دي چې په ننى مهال کې ډيرې دموکراسى يې په بنسټ جوړيږي.

د سياسي فکر تاريخ اتم پروگرام


په ننني پروگرم کې دروښان اندۍ په اړه خبرې درته لرو.داتلسمې پيړى دفرانسې ترټولوستر سياسى وتلى متفکر ژان ژاک روسو اوپه ټوله کې به دفرانسې دانقلاب ترشاه په لاملونو هم وغږيږو.

پر اروپا په اتلسمه پيړۍ کې دروښان اندودنوى فکر څپه راغله .ددې ټولوشاته مختلف لاملونه وو. دې پير په تاريخ کې دروښان اندى نوم گټلى دى.

ددې ذهني روښنايي ماناداوه چې په هنر، سياست، مذهب اوټولنيز ژوند کې موجودې تيورى ترسختې نيوکې لاندې وې اودې ته يې اړتيالرله چې له سره وارزولې شي. دنوى فکر لارويانو گومان کاوۀ چې نور نوزوړ سياسي نظم پاى ته رسيدلى دى اونوى پير رارسيدلى دى. دوى همداشان باور لارۀ چې په همدې نوې لاره کې دوى غليمان هم لري چې دميډلسکس دپوهنتون جان هوپ مسون يې داسې نومونه يادوى:

"دگم: دا هغه څه دي چې که يوچا څه وويل نوپه پټوسترگودې عملي شي دلته له کليسانه مطلب دى .
دود: ديوې مفکورې عملي کول ځکه چې هغه پخوا ترسره شوې او رواج گرځيدلى دى .
امتيازات : داچې په طبيعي ډول ځينې خلک ترنورو لوړ دى اودانسانانو په منځ کې ځينې خلک اشرافيان پيدا شوى دى او له نورو يې دا امتياز په ميراث اخستى دى .
اوپه پاى کې محدوديتونه : دبيلگې په توگه اقتصادي محدوديتونه چې دگمرکونو په توگه يې په خلکو اوشيانو محدوديتونه لگول"

ژان ژاک روسوچې فليسوف اوښوونکي وۀ په ١٧١٢ کال کې په ژينيو کې نړى ته راغلى وۀ دروښان اندى دبهير بنسټ ايښوونکى بلل کيږي. دبيلگې په توگه ده په اروپا کې دسلطنت ياپاچاهى مخالفت وکړ. خودى د روښان اندى له ځينو برخو سره هم جوړ نه وۀ. دى د خپلو همکارانو خلاف وۀ چې ويل به يي چې انسانان له تيارې نه راوتلي دى او اوس بايد دفکر لوړو پوړيو ته ورسيږي. په فلورينس کې داروپايي پوهنتون نه روبرت ووکلير وايي:

"ژاک روسو له هغې تيورى سره موافق نه وۀ چې گواکې دوخت مترقي قوتونه يانې ازادي بښوونکي ځواکونه به وکولى شي له پوهې نه فضيلت رامنځ ته کړي. ده گومان کاوه چې پخپله دپوهې لاس ته راوړنه په ډيرو دليلونوله مخې خطرناکه ده . داځکه که موږ دلرغوني انسان له شرايطو نه ځان مخکې کوو دا به دهغوى په حق کې ظلم وي، ځکه هغوى ظالمان نه وو او دمعاصر انسان په اړه يي يوازې خيال کولى شو. همداخبره ډيره مهمه ده اوځکه خو پوه اوفضيلت يو له بل سره نشي يوځاى کيدلى. "

دعلم زده کړه اسان کارندى اوله خطر سره مل دى. داخبره عجيبه ښکاري او په زړه پورې خوداده چې ژان ژاک روسو نه يوازې فليسوف وۀ بلکه پخپله موسيقي غږوونکى هم وۀ اودا موسيقي چې اوس موواوريدله پخپله ددۀ ده. خوده باورلارۀ چې موسيقي اوژبه دوخت په تيريدوسره پيچلي کيږي اوپه ټولنه کې له فساد سره مرسته کوي لکه ساينس اوطب چې داکار کړى د ى.

"زه نه پوهيږم چې ډاکتران موڅنگه درملنه کوي؟ خوزه په يوه شي پوهيږم اوهغه داچې پداسې خطرناکوناروغيو مواخته کوي لکه ډار بې باوري اوله مرگه ويره."

ددې انځور په وړاندې روسو بل انځور کاږي او هغه لرغوني انسانان يادوي چې خپل اصليت يې ساتلى وۀ ، دى وايي چې هغوى تراوسنيو دا ښه ، مهربان اوبا اخلاقه خلک وو. دوى جگړه نه غوښته او دکليسا دنظريې خلاف هغوى مسيحان نه وو. جان هوپ مسن وايي:

"دى ددې خبرې په کولو سره انسانان له هغه مهال سره تړي چې لا ټولنه نه وه جوړه اودولت شتوالى نه لارۀ . دوى سوله ايز وو اوکه بريد نه واى پرې شوى اوياگواښ ورته نه واى نودوى له هيچا سره کار نه درلود.لومړنۍ ټولنې برابرې وې اوانصاف هم پکې وۀ. په بله وينا روسو وايي چې انسانان له لومړي سره بې گناه وواوپه نور يې کار نه لارۀ."

ژاک روسو پخپل کتاب کې چې دبې عدالتى ريښې نوميږي دې ته گوته نيسي چې څنگه لومړي ځل لپاره بې عدالتي او نابرابري رامنځ ته شوه . دده په گومان داهغه مهال پيل شوه چې هغه لومړني انسانان چې گوښي شوي وو ترمنځ يې سيالي پيل شوه . روسو وايي ترهغه وروسته دخلکو په فکرونوکې دشتمني په اړه مفکورې پراختيا ومونده.همدې مسئلې لومړى خبره جگړو ته اوبيا يې قانوني سيتمونو ته ورسوله. روبرت واکر پدې اړه وايي:

"جگړې ترخصوصي ما لکيت وروسته پيل شوې ځکه دنفوس په ډيريدو سره دشتمني نابرابر ويش پيل شو، له همدې امله ځينې سړي کست ناک شول اونورو يې په وړاندې د ځان دفاع پيل کړه. روسو وايي چې ددې په پاى کې شتمن سړي تر نورو زياته ونډ ترلاسه کړه. ده يوهدف غوره کړ اوهغه داوچې ويل يې راځى چې جگړه بنده کړو، راځى چې دقانون حکومت يانې نظم جوړ کړو.همداقانون به دهرچا له شتمني نه چې لري يې دفاع وکړي. همداقانون به ددې ضمانت هم وکړي چې هيڅوک د قانون دپاسه ندي."

پدې ډول ژان ژاک روسوله لومړنىو روښان اندو او فليسوفانو نه دى چې په خصوصي مالکيت يې نيوکه کړې ده. دى گومان کوي چې حکومت دپانگه والو لخوا ددې لپاره جوړ شو چې شتمن همداسې شتمن پاتې شي اوهمداحکومت يې د خصوصي مالکيت ساتنه وکړي . دى زياتوى همدااوسنى حکومتونه دى چې دشتمنى دلاسته راوړلو اودهغې دساتنې لپاره تل شخړې اوجنجالونه رامنځ ته کوي. جان همپسن وايي:

"هرڅوک نارام اوناراضي دي دادروانې وضعې له امله ده ځکه نوې اړتياوې رامنځ ته کيږي موډ اوفيشن ، اعلانونه اوداسې نور. دده موخه لدې نه دنن ورځې يوازيتوب اوگوښي توب دى. زموږد ننني ورځې دناخوښي لامل داندې چې موږ گناه کووبلکه په يوه خراب ټولينز چاپيريال کي ژوند کوو. يوازې دخپل نظر دبدلون خبره نده بلکه خبره پدې کې ده چې ټول هغه چاپيريال ته بايد بدلون ور کړل شي چې موږ ژوند پکې کوو".

ژان ژاک روسو پخپل يوه بل ارزښتناک سياسي کتاب کې چې ټولنيز تړونونه نوميږي هڅه کړې ده چې دحل لارې ومومي او دادحل لارې په کتاب کې پدې احساساتي اودردوونکوټکو پيليږي: انسان ازاد نړى ته راغلى دى خوپه هرځاى کې په ځنځيرونو تړلى دى . روسوپدې کتاب کې دانسان دبرابرى هغه روح بياراژوندي کول غواړي چې په تيرو ټولنواوپه ځانگړي ډول دپخواني روم کې انسانانو لارۀ اودرنښت يې کيدۀ. روبرت پ اوکلر دې اړه وايي:

"داديوډول ټولنيز هويت احساس وۀ. يو شان مدني هويت وۀ چې ټولنيزې چارې اوسپورتي لوبې پکې روانې وي اوداهغه څه ووچې ده دخپلې زوکړې په ټولنه کې ، په ژينو کې ورته پام کړى وۀ اوخوند يې ترې اخيستى وۀ . ژينو دستر سلطنت په زړه کې چې په نړيواله کچه په پراخيدو وه ديوه واړۀ جمهوريت بڼه لرله. ژاک روسو غوښتل چې دژيينو خلک هغه اختيارات اوعادوتونه وساتي چې هغه مهال يې لرل اودلته دژنيو په واړه هيواد کې داسې څه شته وو چې دهغه وخت دانگلستان اوفرانسې په پاچاهيو کې خلکو نه لرل. "

روسو پدې کتاب کې ليکي چې انسانان دخپلوښيگڼو اوخپل منځو ښو اړيکودجوړولو اوساتلو لپاره يوډول ټولنيز تړون ته اړتيا لري چې دهغه پر بنسټ دا اړيکي جوړوي.
پدې کتاب کې دټولنوترمنځ دې اړيکو ته روسو ټوليز او هراخړخيزاړيکي وايي. ځکه انسانان پخپل خوښه دااړيکي اوقوانين جوړوي اودخپلو ازاديو ساتنه کوي. خلک په يوه جرگه کې سره راټوليږي چې هلته قوانين سره جوړوي اوهمداجرگه ددوى دازاديو اوحقونو ساتنه کوي اوهغه درې گوني شعار ترې جوړيږي چې دفرانسې دانقلاب بنسټيز شعار اومرکزي زړى يې جوړاوۀ يانې ازادي ، برابري او ورورولي . جان هوپ ميسن پدې اړه وايي:

"دازادى ، برابرى او ورورگلوى انقلابي شعار په ژاک روسو پورې تړلى دى. ده ويل :موږ ټول به هغه مهال ازاد ووکه زموږ په منځ کې برابري وي. اوزموږ شورا اويوځاى راټوليدنه يوازي زموږ دراټوليدو لپاره يوه اله نه ده بلکه د خوښي وسيله هم ده. دنن ورځې ښه بيلگه يې دخلکو لخوا دځايي فوتبال ډلې ملاتړ دى .خلک غواړي چې دفوتبال لوبې ته ورشي اوله نږدې يي وگوري . که دتلويزيون له لارې يې څوک گوري نودومره خوند به پکې نه وي. په ډگر کې ددې لوبې کتل بيل خوندلري."

دروسو په تيورى کې بايد دولت ته هم ځاى ورکړل شوى وي خودادولت دروسو په گومان بايد داسې دولت وي چې ديادې شوې شورا ياجرگې تابع وي او دخلکو گټې او فکر په پا کې ونيسي . روبرت اوکلير پدې اړه وايي:

"په سترو دولتونو کې ديوه مرکزي اوپاخ حکومت لرل اړين دى. ځکه دخلکو لپاره داناشونې وه چې تل سره راټول شي اوپخپل ځان واکمني وکړي. دلته استازو او وکيلانوته اړتيا وه. هرڅومره چې دولت ووړ وي په همغه کچه يې اداره کول اسان اوپه زړه پورې وي. دژاک روسو په گومان بايد حکومت له خپلواکي اوځمکنى بشړتيا سره غلط نه شي. خپلواکي اوازادي هغه څه دى چې تل يې بايد خلک پخپله پخپل لاس کې ولري. "

ژان ژاک روسو دخپل فکري اوطرح شوي حکومت لپاره ځيني شرايط هم وړاندې کوي چې ځينې يې غير عادي بريښي. دبيلگې په توگه دى فکر کوي چې په حکومت کې داسې څوک وي چې په قانون ښه پوه شي اوددولت لپاره داسې قوانين جوړ کړي چې گټور وي خوداقانون پوه بايد واک ونه لري. هغه څه چې دروښان اندى دپير دمتفکرينو دنهيلى سبب گرځيدل داوو چې دده دفکر دحکومت خلک بايد دخداى په وړاندې ديوه مذهب له لارې سره و تړل شي .خو پدې نيوکه داده چې دعام واک اوبرلاسي توب په اړه خبرې شوې دي.

" هرڅوک چې دخلکو عمومي غوښتنه نه مني ،بايد دټولنې له اصولو سره چلند ته حتمي غاړه کيږدي . ددې معنى داده چې دى به دزور له لارې اړايستل کيږي چې لدې ازادى نه خوند واخلي ."

پدې فکر چې څوک دې دازادى منلو ته اړ کړى شي زياته نيوکه شوې ده.لدې نه داسې برداشت اخستل کيدى شي چې ديکتاتوران ښايي دخپل امر دمنلو لپاره دخلکو په وړاندې له زور نه کار واخلي. خوداسې خلک شته چې دروسو لدې عقيدې نه دفاع کوي. جان هوپ ميسن دداسې خلکو له ډلې نه دى:

"دروسو مطلب لدې خبرو دادى چې هغه خلک به ناغه کيږي چې قانون ترپښو لاندې کوي . ددې مانا داده چې قانون به په زور عملي کيږي. هغه خلک چې قانون نه مني دابه وروسته ورته څرگنديږي چې ددې په بدل کې کومه سزا ليدلى شي. همداقانون دى چې دټولو لپاره دازادى شرايط رامنځ ته کوي. دروسو مطلب لدې خبرې همدادى".

دژان ژاک روسو له مړينې يوولس کاله وروسته دده فکر ونه دروښان اندو دالهام سبب شول اونتيجه يې داشوه چې دفرانسې ستر انقلاب وشو اوهغه دمنځنى طبقې دروښان اندو لخواترسره شواو پاچاهى ته يې دپاى ټکى کيښود. ترانقلاب وروسته داسې حکومت رامنځ ته شو چې مشرى وينه يې تويه کړه او وحشت يې رامنځ ته کړ.

ددې حکومت مشر ماکسيم ايليان روبيسپير دژان ژاک روسو له پلويانو اولارويانونه وۀ. ده پر ژان ژاک روسو زياته نيوکه کوله خو پخپله روسو پدې نه وۀ خبر اوفکر يې نه کاوۀ چې داسې حالات به رامنځ ته کيږي. ده حتى فکر نه کاوۀ چې له فکر اوعقيدې نه به يې داسې برداشت اخستل کيږي.

"دژاک روسو لپاره دادمنلو وړنه وه چې دفرانسې په څير هيواد دې چې بې عدالتي پکې ډيره وه ، غښتلې کليسا يې لرله اواشراف پکې واکمن ووداسې ازادي دې رامنځ ته کړي چې دى يې په اړه غږيدۀ. دادنه منلو خبره وه. که چيرې انقلاب ديوچا دخونديتوب اوارامى لپاره له زورزياتي نه کار اخيست نو روسو يې خلاف وۀ. ده به ويل دخپلو يوه هيوادوال وينې هم مه تويوي داډيره لوړه بيه ده."

ددې ټولوخبرو اوپايلو په پام کې نيولوسره سره چې دده فکر اوعقيدې دفرانسې دانقلاب په رامنځ ته کولو کې لرل دده له فکرونو نه په اوسني مهال کې هم گټه پورته کيږي اوارزښت لري. په ځانگړي ډول دټولنيز عدالت په برخه کې دده ټينگار.

"دادطبعيت دقانون خلاف ده چې يوڅوتنه دې چړچې کوي اوهرڅه دې لري خونورډير وگړي دې دژوند دورځنيو اړتياو لپاره ستونزې گالي."

روبيرت اوکلرباور لري چې ژاک روسو له بلې خواهم په نننۍ نړۍ کې ارزښت لري دادده هغه عقيده ده چې دلوديځ په اړه يې لرله. ده به ويل چې لويديځ اواروپا دښې سياسي کړنلارې پيروان نه دى، ده داپوښتنه کوله چې ولې دکارابين دسمندر هيوادونه او دارام سمندر هيوادونه خپل رژيمونه ونه لري؟

"ددې خبرې په پم کې نيولو سره چې دوې دخپلو دودونوله مخې سياسي سيستمونه جوړکړي دي ،نو دې ته اړتيا نشته چې لويديځ سياست پرمخ بوزي ،ځکه داسياست دنن ورځې دامپرياليستي کړنلارې اوتمندن پيروي کوي. دژاک روسو داشک چې دروښان اندى په پير کې ترنورو زيات ترسترگو کيږي د غيرلويديځ کلچر سره مينه اودرنښت دى."

ژان ژاک روسو دروښان اندى له ډيرو لارويانوسره په مخالفت کې راغى ،له لوږې نسيتى اوروحي ستونزو سره مخامخ شو. اوژوند يې په تريخوالى پاى ته ورسيد.خوفرانسوي انقلابيونو دى خپل بالۀ ، اوپه پاريس کې يې دده دجنازې بيا خاوروسپارلو ته شاندار مراسم پرځاى کړل. ژان ژاک روسو داعقيده اوباور لارۀ چې عدالت له مطلق واک سره تړلى دى. خودبرابرۍ په وړاندې دده ټينگې عقيدې اوباور چې نوموړي ديوې اخلاقي اړتياپه سترگه ورته کتل دده نوم دستاينې وړ پريښى دى اودده نوم به دسياسى فکر په نړى کې تل پاتې کړي .

د سياسي فکر تاريخ نهم پروگرام

په ننني پروگرام کې به په هغوسياسي دودونو خبرې وکړو چې د ليبراليزم په نوم ياديږي .ليبرالزم چې دازادى په ماناهم دى له اتلسمې پيړۍ نه به يې تر نن ورځې پورې وڅيړو.

دخپرونو په دې لړى کې مې ددولت اوحکومت دلارښوونې اواداره کوونې مختلفو لارو چارو اوفکرونوته کتنه وکړه . په اوسني پروگرام کې به دليبراليزم يا ازادى په موضوع وغږيږو ادددې مانا داده چې حکومت څومره چې شونې وي دخلکو په په ورځنينو چارو کې کمه مداخله وکړي. داکه اقتصادي چارې دي اوکه ټولنيز کړه وړه اويادواړه .

په اروپاکې دروښان اندى دپير اودهغه دلاملونو په اړه په تيرگرورام کې په اوږدو خبرې وشوې ، دې بهير په سکاتلند باندې ځانگړې اغيزه لرله. دلته دټولنيزپرمختگ او روښان اندى اغيزه ځکه هم زياتې وې چې دخپل جنوبي گاونډي انگلستان په پرتله په سکاتلند کې اقتصادي وده گړندۍ و ه اوهيواد داقتصادي غوړيدا په حالت کې وۀ.

په اروپا کې دروښان اندى دبهير دلارښوونکو ژان ژاک روسو اووالتير په څير دلته دادم سميت اغيزه اونوښت ډير وو خودى دهغو په څير انقلابي نه وۀ. ادم سميت په ١٧٢٣ کال کې نړى ته راغلي وۀ او پدې باور وۀ چې دولت بايد نسکور نه شي ، بلکه په استعفي ورکړي ځکه ده ليکلي وو چې دحکومت نسکورول تل هسي دپيسو ضايع کول دى.

"ماړه اوستر هيوادونه هيڅکله دشخصي اوخصوصي شتمني له مخې ندي وږي بلکه دوى کله کله دټولنيزې شتمني اوچارو په برخه کې خوار او بې تفاوته وي. دټولنيزې شتمنى زياته اوياټوله برخه پداسې هيواودونو په غير مسئولو اوبې پروا لاسونوکې وي."

ادم سميت په هپه ټولنه باور لارۀ چې په سوداگريزو اړيکو جوړه شوې اواقتصادي وده يې اداره کوي. دى باوري ووچې دابه هغه مهال ښه نتيجه ورکړي که حکومتونه خپل اتباع خپلې گټې وټې ته پريږدي اوهغوى شتمن شي. تروسه وسه کمې ماليې ترې واخلي. ده فکر کاوۀ چې که څه هم خلک هڅه کوي چې ځانته پسې وگټي خو ددې پيسو يوه برخه به دټولنې په گټه اودردهم وخوري. د شفيلد له پوهنتونه نه اندرو گامبل وايي:

"دادم سميت په عقيده که اشخاص اوافراد خپلې شخصي گټې ته پريښوول شي دابه دې ته لاره هواره کړي چې دوى يو له بل سره سوداگري وکړي اوپه پاى کې به ټوله ټولنه شتمنه شي اوگټه به ورته ورسيږي . ده به ويل چې داقتصادي فعاليت دهمغاړه کولو پخوانى سيستم چې چاته يې ډيره اقتصادي ازادى نه ورکوله دټولنې لپاره دومره گټور نه وۀ."

ادم سميت له هغو لومړنيو ستر عالمانو نه وۀ چې اقتصاديې دخپلې مطالعې له مخې زده کړ اوو يې څېړۀ.نوموړي پخپل کتاب کې چې دملتونو پانگه نوميږي هغه اصول په گوته کړل چې نن ورته دبنسټ په سترگه کتل کيږي ، دبيلگې په توگه ازاد بازار اقتصاد او دکسانو ترمنځ دشيانو پخپله خوښه راکړه ورکړه. دده دباور اصلي زړى پدې کې وۀ چې دعمومي گټې پرځاى شخصي گټه داقتصادي گړنديتوب اوخوځښت سبب گرځي. نوموړي پدې ټينگار کاوۀ چې پدې لاره بايد عمل وشي.

"دايوازې په قصابانو ، نانوايانو اوشراب جوړونکو سخاوت اومهرباني نده چې موږ ته ماښامني خواړه رارسوي بلکه پدې کې ددوى خپله گټه هم ده. موږ ددوى له مينې او مهربانى سره نه يومخامخ بلکه موږدهغوى له کبر اوخودخواهى سره مخامخ يو. له خپلې گټې نه ورسره غږيږو بلکه دهغوى له گټو ورسره خبرې کوو."

له هغه ځايه چې ادم سميت له اخلاقو سره تړلى اودهغو په فکر کې ډوب فيليسوف وه نو تل يې دا انديښنه لرله چې شتمني به دنابرابرى سبب شي. ځکه به دالاس ته راغلې شتمني څوک خوښ هم و نه ساتي. حکومتونه بايددوگړو په چارو کې له لاس وهنې لاس واخلي اوخلکو ته اقتصادي ازادي ورکړي . بايد امنيت اوعدالت رامنځ ته کړي او ماليي دخلکو په خوښه لوړې کړي.

په ١٨٣٢ کال کې دلندن دگور په سړک کې غير عادي پيښه رامنځ ته شوه. له هواسره باداوتندر ملگرى ووچې دفليسوف اواقتصاد پوه جيريمي بينتهام مړي يوه جراح ډاکتر څيري کړ اودخلکو په وړاندې يې څيړنيز عمليات پرې وکړل:.له مرگه وړاندې بينيتهام چې يوبې دينه اوبې عقيدې سړى وۀ وصيت کړى ووچې دې کارته ځکه تياردى چې له مرگه دخلکو ويره اوډار ورک شي .

دايوغيرعادي گام وه خو اغيزناک. بينتهام دادم سميت دلارې بل لاروى ووچې د حکومت دواکونو دمحدودولو پلوى وۀ. نوموړي دادم سميت په څير پدې باور ووچې سياسي سيستمونه دکوم طبيعي ياميراثي حق پربنسټ ندي ولاړ.برعکس دوى بايد دموافقې اوتړون له مخې رامنځ ته شي. بنيتهام داسې څه رامنځ ته کړل چې دده په گومان دراتلونکي لپاره به قوانين اواوصول وټاکي. دلندن دپوهنتون دبنيتهام له کوليج نه فريد روزن ددې موضوع په اړه وايي:

"دده دتيوري بسنټ هوساينه ده. اوطبعا تر هوساينې لاندې د خوند اودرد ارزښت دى. هوساينه دگټې مانالري. هوساينه دعدالت او برابرى بنسټ هم دى. نو قانون ، دودونه ، دين اومذهب بايد خلکو ته گټه ورسوي ، داټول بايد په ټولنه کې خوښي اوخوشحالي رامنځ ته کړي. بينتهام به ويل موږ بايد دانسانانو چارې په ټولنه کې وگورو اوله يوبل سره يې پرتله کړو چې کوم يوه يې تولنې ته ارامي اونيکمرغي اوکوم يويې درد اوغم رامنځ ته کړى دى . داتجربې بايد له تيورې سره وتړلې شي."

نودبينتهام په گومان څومره چې يوسياسي عمل يا قانون زياته خوښي راوړلى شي په همغه کچه هغه دټولنې لپاره گټوروي ځکه ډيروگړي به گټه ترې واخلي اوخوښ به شي دى پخپله پدې اړه وايي :

"دانسانانولپاره ترټولوستره خوښي دقانون اواخلاقو جوړول دى. "

بنيتهام خپله ټولنيزه تيوري ديوتيليتاريانيزم يادعمومي خيرښيگڼې اوهوساينې په نوم وبلله. ده دسزا دقانون دپلي کولو بيلگې ته اشاره کوله .دبنيتهام په فکر داچې سزا خوږلري نو ټولې سزاگانې دردناکې دي. نو دده په گومان ښه داده که سزاگانې دهغوى دڅرنگوالي اوداچې چاته څومره خوږ رسوي راکمې شي اويوه توله برابره شي. سزابايديوازې دغچ اخستلو اومجازات لپاره نه وي. فريد روزن وايي چې دبينتهام دژوند پرمهال په انگلستان کې يوسلوپنځوسو کسانوته دمرگ سزا ورکړل شوې وه.

"نوموړي غوښتل چې دبيلگې په توگه دجزا په قانون کې تناسب اوتعادل رامنځ ته کړي. ده ددې چارې په کولو سره دجزا په وړاندې د قانون کړه وړه بيخي بدل کړل. نوموړي ويل : دبيلگې په توگه دجنسي اړيکو لرل بل چاته تاوان نه رسوي نو بايد سزايې هم لوړه اوسخته نه وي اوده غوښتل چې داسزا بيخي له منځه يوسي.

دده نيت داوۀ چې ددين په وړاندې دجرم سزاگانې هم له منځه يوسي ځکه دادبيان دازادى له بيان اوڅرگندولوسره تړاو لري. ده دسړي په وړاندې دجناياتو په برخه کې سختې سزاوې په پام کې لرلې اودابه دنورجرم کوونکو لکه غلا، وژنه اونور لپاره يولوست واى. دده دمفکورې هدف داو چې په ټولنه کې دجرمونو په راکمولو سره خوښي اونيکمرغي رامنځ ته کړي. "

دبينتهام دعقيدې مرکزي خبره داوه چې حکومت بايد داشخاصو اوکسانو له شخصي ښيگڼو سره کار ونلري او ستونزې ورته پيدانه کړ ي. داهغه تيوري وه چې په راوروسته کې دنولسمې پيړى بل متفکر جان ستيورت ميل هم ترې متائثر شوى دى چې هغه هم دپلار سالارې ټولنې سره جوړ نه وۀ. ميل ديوتاليتاريزم دايديالوژى له مخې روزل شوى وۀ اوپلار يې دبينتهام سره نږدې کار کاوۀ خوهغه دټولنيزې ازادى ددفاع په برخه کې تربتنهام هم وړاندې ولاړ چې دليرال فکر دموډل په سترگه ورته کتل کيږي.

ميل دملکې ويکتوريا په پېر کې اوسيدۀ .ويکتوريا دنولسمې پيړۍ په دوهمه نيمايي کې دبرتانيې ټولواکمنه وه.دامهال په برتانيه کې دنوو اختراعاتو اوساينسي کشفياتو وخت وۀ.خودميل انديښنه داوه چې ټولنه بايد ارامه وي اوپه جنجالونو کې راگير نشي. داکسزيتر دپوهنتون نه ايان همپشير مونک داسې توضيحات ورکوي.

"دده په گومان دازادى دلرلولپاره يو اساسي دليل دادى چې هغه مهال ټولنې دنيکمرغۍ اوهوساينې لورته تللى شي چې انسانان دفکر اوعمل ازادي ولري. بايد ټولنيزې تجربې دبدلون درامنځ ته کيدو سبب وگرځي. کله چې دا انفرادي بدلون وي نوپه ټولنه کې هم داسې روغ بدلون رامنځ ته کيدلى شي. که غواړو په يوه ټولنه کې ډيرو انسانانوته دنيکمرغى اوخوښي هيله ولرو نو دازادى تجربې ته اړتيالرو. نوي تجربې هغه مهال ترلاسه کولى شو چې دکورکورانه نظريو نه ځانونه بچ کړو اود روغې اوموافقې له مخې نوې لارې چارې ومومو."

ميل پدې باور ووچې حکومت بايد داسې انستيتوتونه او موسسې جوړې کړي چې وگړي خپله وړتيا پکې وښيي. داسې چاپيريال چې داختراعاتو اوتجربو لپاره مناسب شرايط رامنځ ته کړي. مېل پخپل وتلي کتاب (ازادى) کې ليکي چې هرعمل چې دخلکو له شخصي ازاديو سره ټکر کوي خبره استبداد ته رسوي.

"که چيرې حکومت خپل اتباع کوچني ښيي اوداکار له دې کبله کوي چې هغه ورته تابع اوغلي وبريښي ،حتى که داکار ددې لپاره هم کوي چې کومه گټه ترلاسه کړي وروسته به پدې پوه شي چې له داسې وړو اوکمزورو سړيو سره څه نشي ترلاسه کيدلى اوبرې ته نشي رسيدلى."

ميل دکتاب ډيره برخه دې ته ځانگړې کړېده چې دولت بايد دخلکو په شخصي ازاديو اوچارو کې گوتې ونه وهي. ايان همپشير مونک دا اصول پدې ډول تشريح کوي.

"يوازينى لاس وهنه چې موږ يې ديوه سړي په شخصي ژوند کې کولى شو دانه ده چې موږ نوموړي ته دتاوان درسيدو مخه ونيسو بلکه داچې نورو ته يې دتاوان رسيدو مخنيوى وکړو.
په بل عبارت دميل نظر دادى چې هرعمل چې دپلارولي په توگه امرانه دى اجازه نلري.

که چيرې څوک نشه يې توکي کاروي ، که څوک دجنسي چارو په ترسره کولو اخته کيږي اويا لوڅ عکسونه گوري اوپخپله پکې برخه اخلي اوداټول دمقابل لوري په خوښه ترسره کيږي نو دميل په گومان په دې هيڅ يوه حالت کې بايد حکومت مداخله ونه کړي اوڅوک له سزاسره مخامخ نشي. يوازيني حالت چې حکومت مداخله کولى شي دادى که دا چارې د نور خلکودځور او تاوان سبب شي".

ترمېل راوروسته مهال فليسوفان بيادنوموړي دوو ډولونو ازادي ته کتنه کوي چې مېل يې انځوروي. هغه څه چې دولت بايد وگړو ته ددوى دکار اوفکري ودې شرايط چمتو کړي دمثتې ازادۍ نوم گټي . هغه څه چې دولت بايد دخلکو په چارو کې مداخله ونه کړي دمنفي ازادي نوم ورکوي. ايان همپشير مونک په دواړو حالتونوکې مېل ته ديوه وتلي شخصيت په سترگه گوري.

"دازادى نه دميل دفاع خورا ارزښت لري. فليسوفان لاتراوسه هم په هغه څه بحث کوي چې ميل رامنځ ته کړي دي. دوى لا تراوسه دمعاصرې ټولنې په اړه دميل په په نظريو کې په يوه خوله نه دي. دميل غږ هغه څه دى چې اوسمهال هم راسره غږيږي. دى تل توله اوتوازن ساتي. دده تيوري هغه زموږ له وخت سره تړي اوانساني څيره ورکوي."

داقتصاد په برخه کې دميل نظريو څه گونگ اوناڅرگند شان بريښي.که له يوې خوا نوموړي دازادمارکيټ دفاع کوي اوپه اقتصاد کې ددولت مداخله نه مني نوله بلې خوادصنفي اتحاديو له حقونو هم دفاع کوي اوباورلري چې دکارگرو يووالى به په ټولنه کې دهغوى اغيزه زياته کړي.

دشلمې پيړۍ هغه متفکرين چې په مثبتو اومنفي ازاديويي بارو لارۀ سربيل شول خوپه ټوله کې د جان ستيورت ميل سره يې دنظريو نږديوالى ترسترگو کيږي. د اقتصاد پوه جون مينارد کينيس په گډون نوي ليبرالان باور لري چې حکومت بايد دازادې ټولنې په هڅولو اورامنځ ته کولو کې ونډه واخلي.

ددې نظر په وړاندې داطريشي اقتصاد پوه فريدريخ هايک په مشري دليبرالانو بله ډله ولاړه ده . هايک په ١٩٩٢ کال کې د٩٠ کلونو په عمر ومړ. هايک باور لارۀ چې هغه ليبرالان چې ددوى په وړاندې ولاړ وو د ليبراليزم اصولو ته خاين وختل او ټولنې هم ونه منل. اندرو گامبل پدې اړه وايي:

"ده غوښتل چې بيرته د ادم سميت اود١٩ پيړى نورو ليبرالو تيوريسنانو ته ور وگرځي اوهغه څه له سره ووايي چې دليبراليزم ستنې ورته ويل کيږي . هغه داچې دولت تروسه وسه کوچنى وي اودخپلو ورځنيو چارو اوفعاليتونو لپاره بايد پکې قانون وچليږي. تړونونه دقانون په چوکات کې عملي کړي اودامکان تربريده خلک ازاد پريښوول شي.دولت بايد خپله کړنلاره څرگنده کړي خو کسان بايد دخپل انتخاب په برخه کې ازادوي. که چيرې تر دې زيات څه کيږي هغه دخلکو په چارو کې ددولت مداخله گڼل کيدى شي."

مارگريت تاچر د برتانيي لومړنۍ ښځينه لومړى وزيره . هغه په ١٩٧٩ کې پدې څوکۍ کيناسته اويوولس کاله يې دا دنده ترسره کړه. هغې دبرتانيي دټولواکمنې په مخکې دخپلو خبرو په پيل کې وويل :

"والاحضرتې ملکې دنوي حکومت دجوړيدو غوښتنه رانه وکړه اوما ومنله. داهغه ستر وياړ دى چې په دموکراسى کې ديوچا په برخه کيدلى شي."

ميرمن تاچر دشلمې پيړۍ ترټولو بريالۍ سياستواله وه چې عقيده يې پر اقتصادي او ليبرالو اصولو ولاړه وه. هغه عقيده چې عادي وگړي پهپله له ځان سره مرسته وکړي اوحکومت تر خپله وسه هڅه وکړي چې په چارو کې يې مداخله ونه کړي.

داچې نوموړي دهايک داصولو لاروۍ وه هغه مهال ښه جوته شوه چې يوه ورځ يې له خپل بکس نه کتاب راويست اوميز يې په سوک وواهه اوزياته يې کړه: موږ پدغه شي باورلرو موږبايد ددې لارې پيروي وکړو. دصنفي اتحاديو دونډې ارزښت ته بايد پام وشي. تاچر دهايک دلارې مله وه. اندرو گامبل يوځل بيا:

"هايک دسوداگريزو ټولنو ياصنفي اتحاديو ضد وۀ او پدې باور وۀ چې حکومت بايد دومره غښتلى وي چې دصنفي اتحاديو دخپل سرى مخه ونيسي ځکه دا دده په گومان دازادې ټولنې سره په تضاد کې وو. نوپدې برخه کې نوموړي ددولت دسخت گام پلوى وۀ. ده فکر کاوۀ چې پدې توگه دمارکيت دنظم حيثيت ساتل کيدى شي."

دسوشيل ليبرالانو يادده په اصطلاح له درواغجنو ليبرالانو سره مخالف وۀ نوهغه توپير پ ددولت دواکونو اواختياراتو په اړه وۀ. په بل عبارت کله دولت بايد فعال وي اوپه کوموحالاتو کې دولت بايد عمل ونه کړي. همداپه شلمه پيړى کې دټولنيزو ليبرالانو اواقتصادي ليبرالانو ترمنځ اساسي توپير دى."

حتى که دولت دمارکيټ دنظم اوترتيب په راوستلو کې اساسي ونډه هم ولري لکه چې تاچر د١٩٨٨ کال پخپله وينا کې دې خبرې ته گوته ونيوله اودې په څرگنده دهايک هغه عقيده په گوته کړه چې نوموړي دواړه دولت داداره کولو په اړه لرله. دلته ميرمن تاچر داروپايي ټولنې هغه چلند ته اشاره کوله چې خورا مداخله گر دى.

"موږ ونشول کړاى چې په بري سره دبرتانيي پخوانۍ پولې وساتو . اوس دوى داروپايي ټولنې لخوا ټاکلې کيږي اوبروسل دى چې واک چلوي. "

مارگريت تاچر ديوه عملي سياستوال په توگه ونشول کولى چې دخپلې ايديالي تيوري ډيرې برخې عملي کړي ، دبيلگې په توگه دماليې په برخه کې چې هغه يې راټيټې نه کړې. سياستوال تل پراگماتيک وي يانې دعمل کولوژمنې کوي خوپه رښتياني سياست اوژوند کې خبره پوره هسې نه وي.

ادم سميت ، جيريمي بينتهام، جون ستيورت ميل اوفريدريخ هايک دخپلو مختلفو لارو اونظريو په لرلو سره اغيزه پريښې ده. په راتلونکي پروگرام کې به دداسې سياسي شخصيت داغيزې اوسياسي ميراث په اړه خبرې وکړو چې دزياتو علتونو له مخې ديادووشوو متفکرينو خلاف نظر لري . کارل مارکس يادوم.روغ اوسى.

د سياسي فکر تاريخ لسم پروگرام

په ننني پروگرام کې دکارل مارکس سياسي فلسفې اوميراث ته کتنه کوو. هغه سړى چې کمونيزم ته يې ساه ورکړه او دسلگونو ميليونو خلکو ژوند ته يې بدلون ورکړ.

کارل مارکس يوازې سياسي متفکر نه وۀ دى هغه سړى وۀ چې له پيله يې دخپلو ليکنو له لارې دبدلونونو راوستل او لاس ته راوړل غوښتل. پخپل يوه لومړني اثر کې مارکس داسې ليکي.

فليسوفانو نړي په بيلابيلو بڼو تعبير کړى ده. خو خبره ددې نړى په بدلون کې ده.
او مارکس دابدلون رامنځ ته هم کړ.دکمونېزم هغه موډول چې کارل مارکس الهام ورکړى وو دچين ، دروسيي اودهغې دامپراتوري په اوياکلن تاريخ ، له کيوبا نه ترکمبود يا پورې دنړى په مختلفو هيوادونوکې واکمن وۀ. مارکس غوښتل چې دحکومتونو دوديز ليبرال عادتونه له منځه يوسي. دهغه مهال دولتونه يې نه غوښتل.

دلندن کالج له پوهنتون نه جوناتان وولف وايي:

"ليبرالو دولتونو ويل چې دولت بايد دخلکو اومادي شيانو ترمنځ بې توپيره اوبې طرفه وي، پداسې حال کې چې ددولت دنده داده چې دژوند په مختلفو برخو کې ټولو ته يوشان موکه ورکړي او برابري وساتي."

هغه زياتوي:

"مارکس گومان کاوۀ چې دا ساده فکر وۀ او پخپله پدې باور وۀ چې ټول دولتونه دطبقاتو استثمار اوزبيښاک وسايل دي.نوځکه به يوه طبقه دادولت ددې لپاره کاروي چې خپل اقتصادي ځواک پياوړى کړي اوبله طبقه ترستم لاندې راولي اوويې زبيښي. ښايي څوک وپوښتي چې په کمونستي دولت کې خبره څنگه ده ؟ پدې اړه دمارکس نظر دادى چې په لومړي پړاو کې کمونيزم ته اړتيا شته خوکله چې پراخه کمونستي ټولنه رامنځ ته کيږي نوبيا دولت ته اړتيانشته ځکه هغه مهال خوبه مختلفې طبقې نه وي او داسې کسان به نه وي چې په نورو ظلم کوي اواستثماروي يې."

کارل مارکس په ١٨١٨ کال کې دپروسيا په خودمختاره سيمه کې چې نن دجرمني برخه ده نړى ته راغى. دنوموړي کورنۍ يهوده وه او ددې لپاره چې ديهودي ضد څپو نه ځان وژغوري له يهوديت نه مسيحيت ته واوښته . خو کارل مارکس پخپله له ځوانۍ نه بې دينه اوسياسي بنسټ پال وۀ.
دبريستل له پوهنتون نه تيرېل کاروير دمارکس په اړه وايي:

"دى دسياسي غبرگونونو په مهال کې رالوى شو چې هغه وخت دناپيليون ترپېر وروسته سياست ډير محافضه کار او دودپال وگرځيد. نوموړي له زده کوونکو اونوروسره له ځوانۍ نه پدې کې برخمن وو چې ددموکراتيکو نظرېو دلرلو اوتبليغ کولو له امله به يې ځورول اوجيلونو ته به يې اچول.
نومارکس پداسې مهال کې لوى شو چې دموکراسي پخپله انقلابي وه ځکه دجرمني پاچاهانو اوشهزادگانو داسې قوانين را ايستلي وچې دوى يې په خلکو حتمي او دايمي واکمن گرځول."

کله چې مارکس پدې بريالي نشو چې دخپلې خوښې دنده ترلاسه کړي نوده بنسټ پال ژورناليزم ته مخه کړه او ډيرژر پاريس بروکسل اوپه پاى کې لندن ته کډه شو چې د خپل ژوند دپاخۀ عمر ډيره برخه يې په لندن کې تيره کړه . سره لدې چې موږ مارکس دکمونيزم دپلار په توگه پيژنو خو ددده دکار زياته برخه په کاپيتاليزم اودهغۀ په شننو کې غبرگون مومي. لکه چې تيريل کاروير وايي نوموړي دسوداگرىيزې ټولنې دگټې کولو پر اصولودرنه نيوکه کوله.

"هغه څه چې مارکس وکړل داوو چې دطبقاتې مبارزې په لړ کې يې ددې برخې تورې خواووې راوسپړلې او په ځانگړي ډول هغه صنعتي کارگران يې په گوته کړل چې په پوره خوارى اونيستي کې اوسيدل اودده په گومان دژوند شرايط يې لاپسې خرابيدل. داسې شواهد اوثبوت شته چې مارکس په ١٨٣٠ مو،٤٠مو او٥٠ کلونو کې پدې برخه کې په حقه وو ځکه چې داسې رپوټونه وو چې دده څرگندونې يې رښتينې ښوولې. هغه څه چې ده غوښتل داوو چې دصنعت په برخه کې ځينې کسان دنورو داستثمار له کبله خورا شتمن شول اوپاتې نور يې له داسې خوارۍ سره لاس اوگريوان شول چې انځورول يې گران دي."

دکارل مارکس ساده اوبنسټيز باور داوۀ چې د انسان رښتينى طبيعت ټولنيز دى . جوناتان وولف داسې توضيح ورکوي.

"دمارکس نظر داوۀ چې دغه جامې چې تاسو اوس اغوستې دي اوپکې ولاړ يى ، پکې کينۍ څومره کسانو يې په جوړولو کې برخه اخيستې ده؟ د دغې ستنې دجوړولو تکنالوژي چې داجامې پرې اوبدل شوې اوجوړې شوې دي خورا ارزښت لري. نود شيانو جوړول چې د تاريخ په اوږدو کې دهغو په جوړولو کې ډيرو وگړو برخه اخيستې خورا ارزښت لري. دمارکس لپاره اصلي خبره داده چې موږ دتوليدي شيانو دجوړولو په خبره کې يوله بل سره همکاري کوو. موږ داهمکاري نه احاسسوو او نه يې وينو خو نړى دهمکارى ستر ډگردى."

خومارکس باور لارۀ چې په کاپيتاليستي سيستم کې وگړي لدې همکارۍ نه لرې اوپټ ساتل شوي دي . ددوى رښتيني طبيعت پټ ساتل کيږي اونه جوتيږي. مارکس دې ته دوگړو له گوښي والي اوجدايي نه وايي . نوموړي عقيده لري چې خلک له هغه څه نه گوښي کيږي چې بايد پدوى پورې اړه ولري. دده په گومان دين اومذهب دلرې والي اوگوښي والي يو لامل دى.

د مارکس په باور خلک پخپل انځور کې خدايان جوړوي اوبيا عبادت ورته کوي . دى وايي موږ ځکه داکار کووچې سخت اودرانه کارونه کوو اوبيا دهغه محصول نه وينو. په ځانگړي ډول دکارخانو کارگران له هغه څه نه لرې اوبې برخې دى چې دوى يې جوړوي او توليدوي.

"موږ انسانان په تيوريتيکي ډول ډير پنځوونکي يو. موږ دښکلا چارې ترسره کولى شو. لکه چې کارل مارکس فکر وي موږ په کاپيتاليزم کې له ماشين سره تړلي يو. موږ تاکراري چارې بيااوبيا ترسره کوو. موږ پخپل توليد کې له شعور اومينې نه خوند نه اخلو. مارکس به ويل: موږ له انسانانو نه په يوه فعاله ماده او خيټه اوښتي يو. دا په کاپيتاليزم کې زموږ ژوند دى.

نو گوښى شوى کار هغه څه دى چې موږ يې دتوليد په ساحه کې گوښي کړي يو. نوموږ هغه مهال خوښ يو چې کار نه کوو. خودمارکس په گومان کاربايد دانسان اړين فعاليت وي موږبايد په کار کې خپل ځاى ومومو اوهمدامونيمگړتيا وې پوره کوي".

مارکس پدې باورنه لارۀ چې په کاپيتاليزم کې هرڅه بد دى . نوموړي پدې عقيده وۀ چې داهغه مرحله ده چې ټولنه بايد سوسياليزم ته درسيدو لپاره بايد تې تېره شي.خو دۀ فکر کاوه چې کاپيتاليزم تل له بحرانونوسره لاس اوگرېوان وۀ اوپه پاي کې له حتمي زوال سره مخامخ کېدۀ .

"مارکس هغه څه ته گوته نيسي چې نن ورته دازاد مارکيټ لوړې ژورې اوټيټې جگې وايي. دى وايي چې گټه دزياتې پانگې اچونې مانا لر ى اودا پخپل وار زياتو کارگرانو ته اړتيا رامنځ ته کوي. دادجگو تنخواو سبب کيږي او دابيا خپپل وار دکار دعصري کولو وسايلو ته لاره پرانيزي خبره دې ته رسيږي چې بيکارى رامنځ ته شي اودشيانو اومال تقاضا راکميږي. لږې تنخواې بيا ډيره گټه رامنځ ته کوي اوداکړى بيا همداسې پيليږي. خودمارکس په عقيده هر نوى بحران به ترپخواني دا بد او سخت وي . دنوموړي په گومان داټول دپانگې دزياتوالي له امله وي . جوناتان وولف دانظريه دموډرن اومعاصرې بيلگې له مخې بيانوي:"

دبيلگې په توگه موږ څه موده وړاندې په برتانيه کې په ټولنيزو خدمتونوکې رنگارنگ ستونزې ياچاودنې وليدې . ځکه اوس ډير خلک په کور کې ماشوم پاله لري چې ماشومان ورته وروزي يې يې زاړه خلک داسې استوگنځايونوته استولي دي چې پيسې يې ورکوي . داهغه څه دي چې دکورنۍ پرځاى په مارکيټ کې چليږي.

اوسني خلک دهغو شيانو دکولو په بدل کې يو بل ته پيسې ورکوي چې پخوا به يې وړيا کول. ددې ماناداده چې څومره چې ټولنيزه پانگه په پوليزه اواقتصادي بڼه اوړي هومره دابحران زياته اغيزه ولري. نو هرنوى بحران داسخت وي ځکه ډېره پانگه دخليه ده اوزموږ دژوند ډيرې برخې له مارکيټ سره تړلې دي. مارکس فکر کاوۀ چې کمونيزم به پاى ته رسيږي ، دادمارکس وړاندوينه وه.

"پريږدى چې حاکمې طبقې په کمنونيستي انقلاب کې په لړزه راشي. کارگران خوله خپلو ځنځيرونو پرته هيڅ شي له لاسه نشي ورکولى. دوى بايد په ټوله نړى کې بريالي شي ." دنړى کارگرانوسره يوشى".

دادهغه کتاب وروستۍ جملې دي چې کمونسيتي مانيفيست نوميږي اوکارل مارکس اودده همکارفريدريخ انگلس په گډه ليکلى دى . داکتاب په ١٨٤٨ کال کې وليکل شو اوپدې جملو پيلېدۀ. اروپا يوې راتلونکې ته سترگې په لاره دى _ دکمونيزم راتلونکې ته .
تيريل کاروېر وايي چې کارل مارکس فکر کاوۀ چې همغه کال به دنوموړي وړاند وينه رښتيا کيږي او اروپا ته به کمونيزم را رسيږي.

"په ١٨٤٨ کال کې په اروپا د ليبرال دموکراتيکو انقلابونو څپه راغله. مارکس دخلکو په راغوڼدولو ، دويناوو په ترتيب اودتبلېغاتي پاڼو په جوړولو اوخورولو کې مرسته کوله. ده همداشان دجرمن ژبې نړۍ لپاره ورځپاڼه چلوله. ده په سوسيالزم کې ځان دنړيوال غورځنگ سره يو کړ او
دامشهوره کلمه يې له بل چا پور کړه چې وايي : دنړى کارگرانوسره يوشى!! دادنړيوال غورځنگ په مانا وه ، دوى غوښتل چى داروپا په لروبر کې کارگران ازاد شي اودښه اودرنښت وړ کار شرايط ورته چمتو شي. لدې سره جوخت دوى بايد په سياسى موسسو کې استازي ولري ، قانون کنترول کړي اواغيزه پرې ولري اوپه ټولنه کې دمالونو اوخدمتونو په ويش کې برخه واخلي."

د١٨٤٨ کال انقلابونه داسې ستر کمونستي انقلابونه نه وو چې مارکس يې په جرمني ، فرانسه اوبرتانيا کې دپيښيدو وړاند وينه کړې وه. ده باورلارۀ چې هرکله چې هرچيرې داسې انقلاب رادرومي نو ښاري پرولتاريا به يې مخکښه وي .دوى به بري ته درسيدو لپاره خورا سازماني او منظم وي. نور نوکومې لارې چارې مارکس دانقلاب دترسره کولو په اړه په څرگنده په گوته کړې دي؟ دجوناتان وولف په گومان دومره ډيرې لارې چارې نشته .

"انقلابونه به خونړي وي اوکنه؟ زما په فکر ده فکر کاوۀ چې دابه په کوڅو کې دځينو چارو سمبالول وي لکه دسنگرونو جوړول خومارکس ويل چې خبريالانو اوژونالستانو ، ليکونکو او مبليغينو ته هم اړتيا ده چې دفکر له کچې سره سم کارونه پرمخ بوزي. يوشى چې مارکس يې ډير ځله ياودنه کړې ده داده چې دانقلاب دکولو لپاره بايد تيوري اوپراکتيک دواړه په پام کې ونيول شي.يانې دانقلاب دکولو لپاره صنعتي پرولتاريا او فليسوف يا کم ترکمه سياسي فعالينو ته اړتياده."

ولاديمير لينن دروسيې د١٩١٧ کال دسوسياليستي انقلاب مشر وۀ . مارکس هيڅکله هم ددې ا نقلاب وړاند وينه نه وه کړې. کارل مارکس به بې له شکه دچين د١٩٤٩ کال دانقلابه هم هيښ شوى واى.

"زما په فکر لکه هغسې چې شوروي اتحاد دپلان شوي اقتصادي سوسياليزم په رڼا کې وده وکړه اويا دختيځې اروپاځينې هيوادونه په همدې پلۀ ولاړل هغه څه دي چې مارکس ويلي وي اويايې مسئوليت پرغاړه اخيستي وي. اوکله چې ځينې خلک فکر کوي چې داهم دمارکس دتيوري برخه وه فکر کوم اشتباه کوي. طبعا! دغوسوسياليستي انقلابونو د مارکس له تيورى نه الهام اخيستى وۀ اومارکس به داالهام پيژندلى واى".

خوداچې په سترو هيوادونو کې يې دديکتاتورې ډوله رژيمونه پيل کړل ، دوى دمارکس ددموکراسي انستيتوتونه هم په پام کې ونه نيول .دمارکس په عقيده دموکراسي دپرولتاريايي انقلاب لپاره ډيره مهمه وه. نو که مارکس لدې ټولو خبرواى دوى به يې ډير ژر ددغو انقلابونو له کولو منع کړي واى.

"يوه له ستونزو نه چې خلکو دشوروي دپلان شوي اقتصاد په اړه ورته فکر شوى داوه چې په ساړه ژمي کې به په دکانونو کې تودې ښځينې جرابې خلاصې شوې .هرکال به داژمنۍ تودې جرابې خلاصيدلې. نودوى به دامعلومات لرل خو پوره غبرگون به يې په وړاندې نه ښودۀ. نوپلان شوى اقتصادنه يوازې هغه معلومات لري چې اړتيا ورته شته بلکه داسې خلک اوافراد هم نه برابروي چې غبرگون وښيي. نوپه شوروي اتحاد کې به په ژمي کې ښځينه تودې جرابې کمې وې خوارزانه ودکا به دخپل توليد له کچې زياته توليدېدله ."

له هغه څه سره چې مارکس رښتيانى مخالفت کاوۀ داوه چې اقتصاد بايد مارکيټي ځواکونوته تردې کچې پرې نښودل شي چې سياسي جوړښت يې پايلې نشي کنترولولى. نوموړي مارکيټي ځواکونو ته دداسې قوې په سترگه کتل چې که نماينده او بامسئوليته حکومتونه مداخله ونه کړي نو داځواکونه خبره دشتمني اوخوارى خواته بيايي.

زه فکر کوم چې دمارکس موخه له مالونو نه داړتياوړمالونه وو، چې پدې مالونو کې کم دساعتيرى مالونه، اوساعتيري مهال راتۀ. دده موخه داسې ساعتير مالونه نه وو لکه چې نن يې ځينې پانگه وال اوشتمن خلک لري. څرگنده ده چې دامالونه ټول خلک نلري. داڅرگنده رښتياده چې په تيرو ١٠ ،٢٠ اوديرشو کلونو کې دنړيوال کاپيتاليزم په ودې سره دنړۍ ځينې برخې خوارې شوې دي.

د سياسي فکر تاريخ يوولسم پروگرام

په ننني پروگرام کې ملت پالنې اوله هغه سره تړلى فکر اواړوندې مسئلې څيړو.

ډيرخلک ملت پانې يانشنليزم ته په ښه اوځينې نور بيا په بده سترگه ورته گوري.لدې نه هم ديووالي اوهم ټولنيزې تباهى اوگوښي توب لپاره کار اخيستل کيدى شي. د نشنليزم د تباهى په اړه ډيرې وړاندوينې غلطې وختلې. ځينې باور لري چې نشنليزم دننۍ ورځي په هره ايديالوژۍ او فکر کې ځاى لري. ملت پالنې ننۍ نړى ته بدلون ورکړى دى . په ١٩١٤ کال کې په نړۍ کې يوازې ٥٠ ازاد هيوادونه وو خونن يې شمير دوو سوو ته رسيږي. نوپوښتنه داده چې څومره وخت کيږي چې نشنليزم شته والى لري.
دکمبريج له پوهنتون نه ميليسه لن وايي :

"زماپه فکر ډيرو ټولنپوهانو رښتيا ويلي دي چې نشنليزم دمعاصرې نړى يوحقيقت اونوې پديده ده."

هغه دملت پالنې دراتگ په اړه و ايي:

"دادملي ورځپانو له لارې دچاپولو دکلتور په بڼه رامنځ ته کيږي ، دملي مطبوعاتو اواړيکو له لارې. تاسو بايد دا انځور کړى چه يوملت شته اوهغه بايد جوړ شي. داداسې څه ندي چې بايد اختراع شي بلکه دادسياسي غوښتنې او ارادې په لټه کې رامنځ ته کيږي. "

دنوروډيرو پوهانو په څير ميليسه لن نشنليزم ته ديوه نوي څيز په سترگه گوري . ددې په فکر دا هغه ايديالوژي ده چې ديوه دولت دجوړولو موخه لري اودهمدې لپاره کار ترې اخيستل کيږي.

"نشنليزم د١٨ مې پيړۍ په وروستيو کې ديو ډول غبرگون په توگه رامنځ ته شو. په ځانگړي ډول دجرمني متفکرينو ترمنځ چې دفرانسې دانقلاب اوعمومي تابيعبت دمفکوروپه وړاندې يې غبرگون ښوده چې ناپيليون په اروپا کې خورې کړې وې. په لومړي سر کې دجرمني زيات متفکرين پدې خوښ وو خو وروسته چې دوى وليدل چې ناپيليون په پوځي فاتح اوړي نودوى يې پر ضد شول اوځينو جرمن متفکرينو دکلچر اوژبې ارزښت او قدر ته اشاره کوله اودالاريې په مخکې کړه."

مليسه لن باور لري چې په 1860مو او٧٠ مو کلونو کې له ډيرو وړو دولتونو نه دجرمني اوفرانسې دسترو ځواکونوجوړيدل دهمدې ډول نشنليزم بيلگه ده. خوټول پوهان پدې باور نه دي چې نشنليزم تش معاصرجوړښت دى. دوى پدې عقيده دي چې دا د انگلستان اوفرانسې په څير هيوادونوکې چې ډيرپخوا رامنځ ته شوي د ي هم ترسترگوکيږي اوپخپله ددولتونو حيثيت له همدې نشنليزم نه جوړ شوى د ى.

دنشنليزم ډيره برخه په نوي شکل رامنځ ته کيږي خو دبيلگې په توگه داروپا په ځينو هيوادونوکې په ١٩ مه پيړى کې په غوړيدو وۀ. دلندن له اقتصادي پوهنتون نه جون هوچين سن وايي چې داډول نشنليزم په ادب کې له تخيل سره تړلى وۀ.

"دتخييل ځانگړنه داده چې انسان ترټولو ستر خلاق دى اونشنلستان ددې په رڼا کې ملت ته دخلاقيت دسرچينې په سترگه گوري اود ملت سندرو ،ادبياتو اونورو ته اشاره کيږي اووايي چې دادملت ميراثي سمبول دى. نودنشنلستانو پروژه نه يوازې سياسي ازادي ده بلکه په نوي ډول دملت دخلاقيت راژوندي کول دي.

ددي مانا به داهم وي چې زوړ کلچر راژوندى شي اوپه تياترونو کې يې څرنگوالى نندارې ته
و ړاندې شي. خوپه موزيک کې داښايي فلکور راژوندي کول وي لکه په روسيه کې چې معاصره موسيقي دفلکوري موسيقي پربنسټ ولاړه ده. دبيلگې په توگه دشهزاده ايگور ډرامې اونور"....

ځينې ملت پالنې په منفي توگه هم ځان راڅرگندوي . دبيلگې په توگه په فرانسه کې به دفرانسوي ملي هويت لوړوالى دکورسيکايي لږکيو دټکولو په مانا وي. دشمالي اوجنوي امريکې استعمارگرو په خپلو اصلي هيوادونو اسپانيا، پرتگالاوفرانسه کې نوي ملي هويتونه ځانونوته وموندل. په اسيا اوافريکا کې د نشنليزم راټوکيدنه داروپايي پراختيا غوښتنې استعمار ته غبرگون وۀ. جان هوچينسن وايي.

"زاړه پال دولتونه پدې پوه شول چې داروپايي دولتونودځواک په پرتله يابايد ملي شي اويابه له منځه ځي. هغه مهال اروپايي دولتونه داستعماري پراختيا په پړاو کې وو. دبيلگې په توگه په جاپان اوتريوه حده په ترکيه اوچين کې ځينې کسان پدې پوه شول چې بايدخپلې امپراتورى په ملي معاصرو ټولنو واړوي.

له بلې خواداروپايي استعماري پراختيا په وړاندې داسيا او افريکا خلک ودريدل . مذهبي دندو هم خپله ونډه لرلې ده . مذهبي لارښوونکو به دځايي ليکنو او ادبياتو په مرسته خلکو ته دا اسانتياوې برابرولې چې انجيل ولولي.دوى به شفاهي کلچر په ليکلي کلچر اړاوۀ اووروسته به دملي کلچرپراختيا ته لاره هواريدله."

ميليسه لن باور لري چې له ١٩١٨ کاله وروسته ځينې تر استعمارلاندې هيوادونه پدې پوه شول چې امپريالستي هيوادونوددوى په وړاندې له دوه مخى نه کار اخيستى دى .

"زه فکر کوم چې يوه اصلي شيبه دلومړى نړيوالې جگړې وروسته وه کله چې امريکايي ولسمشر ويلسن دژينيوو دسولې کنفرانس ته يې ددموکراسى اوبشري حقونو په گډ ون څو اصول وړاندې کړل خوددې ترڅنگ دنشنليزم ددفاع په اړه مفکوره هم پکې راتله.

دلومړي نړيوالې جگړې دتړون په اړه دااصول سم نه وو ښوول شوي. دبيلگې په توگه دچک هيواد ديوه ناپيلي ملي دولت په توگه جوړ شوي وو خودفرانسې اوانگلستان دولتونه حتې دې ته تيار نه ووچې پخپلو امپراتوريو کې دې شي ته د عملي کولو په اړه حتى فکر وکړي.

نوځکه داسيا اوافريکا په ډيرو برخوکې په ځانگړي ډول دبرتانيي ترواک لاندې هندوستان کې نشنليزم داستعماري ضد غورځنگ سره گډاوپراخ شو. داهغه غورځنگ وو چې له پاسه دروښان اندو لخوايې مشري کيدله . دبيلگې په توگه په کينيا کې دکينياته لخوا اوپه غاناکې يې دکوامي اينکروما لخومشرې کيدله. يا په هند کې ددې نيمې وچې دازادي دبنسټ ايښوونکي گاندي اونهرو لخوا.

روښان اندو په اسيا او افريکا دواړو کې داروپا په پرتله دنشنليزم په پراختيا کې زياته ونډه اخيستې ده. يودليل يې دادى چې دوى ترنورو زيات د لويديځې اروپا د مفکورو مخالف دي. دلته کم شمير خلک موندل کيږي چې لوستي دي . دوى لندن ياپاريس ته دزده کړو لپاره درومي اوهلته له ليبرالې مفکورې اوکلچر سره بلديږي خوهلته ورته جوتيږي چې له توپيري چلند سره مخامخ کيږي.

دوى ته داهم جوتيږي چې دلويديځ له دوه مخي سره لاس اوگريوان دي. له همدې ځايه دوى هيلمن دى چې خپلو هيوادونوته په بيړه ستانه شي اوټولنې يې عصري کړي. د گاندي او نهرو په څير کسانو پداسې غورځنگونوکې مهمه ونډه اخيستې اوستر رول يې لوبولى دى.

غيرلويديزې نړۍ ترلويديزې دا ډيرې نشنلستي مفکورې رامنځ ته کړې.دبيلگې په توگه دافريکې دوچې ځينو مشرانو لکه اينکروما نرم اوارام سوسياليزم رامنځ ته کړ. پداسې حال کې چې په کارابين کې زيږيدلي ډاکتر او انقلابي فرانڅ فانون په الجزاير کې داکار له تاو تريخوالي په ډکه فظا کې دفرانسويانوپه وړاندې ترسره کړ. خوهرڅه چې په مخ پرودې نړى کې روان وو، دشلمې پيړى ډير روښان اندي هيلمن ووچې نشنليزم له منځه ولاړشي. جان هوچينسن:

"تردوهمې نړيوالې جگړې اودنازيانو ترتجربې وروسته نشنلستان له نازيانوسره تړل کيدل. نوخلکو به ويل چې اصلي گناه دهمدغونشنالستانو پرغاړه ده. نوبايد لدوى نه ځانونه خلاص شي. له همدې ځايه ده چې بايد اروپايي ټولنه جوړه شي . ملگري ملتونه جوړشي. دنړيوال بشريت دموندلو هڅه وشي. نشنليزم ته د عبوري شکل په سترگه کتل کيدل چې افريکايان اواسيايان به ترې تيريږي خوکله چې دوى پاخه شي نودوى به له ملي هويت نه لاس اخلي لکه چې اوس اروپايانو داکار ترسره کاوۀ."

خونشنليزم کمزورى نشو. په شمالي ايرلند کې ناکرارى اودفرانسې اواسپانيې د لږکيو نا اراميو د دغو باثباتو هيوادونو جوړښت ته خطر رامنځ ته کړ.دنشنليزم دغو څپو اقتصادي اونورې ستونزې رامخې ته کړې اوداسپانيې ديکتاتور فرانسيسکو فرانکو هم له نړى سترگې پټې کړې.

دکمونيزم ړنگول په ډير ډراماتيک ډول په ١٩٨٩ کال کې دبرلين ديوال ړنگول په گوته کړل.دې چارې دنشنليزم نوو شکلونوته لاره هواره کړه. دبيلگې په توگه داپه پخواني شوروي اتحاد کې ترسترگو شول. دکمونيزم ترواکمنى لاندې داوکراين ،گرجستان ، اوتاجکستان غوندې جمهوريتونو دسياسي واک سوغاتونه ترگوتو کړل. کله چې شوروي اتحاد ړنگ شو ، داټولنې تيارې وې اومنتظرې وې خودنوي نظم له مخې چا داحق لاره اوچا نه لارۀ؟ جان هوچينسن توظېح ورکوي.

"دنشنلستانو دنده خوراگرانه وه. دوى دهغو دودونو عملي کولو ته ملا وتړله چې دلسگونوکلونوپه اوږدو کې يې پرمختگ کړى وۀ اوعملي کولو ته يې هم همدومره اوږدمهال ته اړتيا وه. ددې ترڅنگ دلږکيو سره هم بايد ستونزې وې چې دکمونستانو دکډوالۍ دسياست په نتيجه کې رامنځ ته شوي وو.

نوکله چې دموکراسي راځي غټه پوښتنه داده چې څوک دخلکو استازيتوب کوي؟ نوپخپله ددموکراسي کولو بهير له ستونزو سره مخامخ کيږي اودخلکو ترمنځ دکړکيچ سبب گرځي ځکه ځينې خلک ددې حق نلري چې دنورو اتباعو په څير پوره حقونه ولري. نو دموکراسي اکثر دتوکميزو شخړو درامنځ ته کيدو سبب کيږي . موږ دا دنړى په ډيرو برخو کې گورو ."

دهغو مخ پرودې هيوادونو ستونزې لاپسې ډيرې شوې اوسختې شوي چې دنشنليزم دهويت دخپلو لاره يې خپله کړې ده. هغه مسئله چې پخوا نه ترسترگو کيدله دبيلگې په توگه په افريکا کې کانگو يا نايجريا،په اسيا کې اندونيزيا ياپاکستان .دميليسه لن په گومان دختيځې اومرکزي اروپا دهيوادونو په پرتله ددغو هيوادونولپاره خبره گرانه تماميږي.

"ډيرملتونه چې د شوروي اتحاد ترواکمنۍ لاندې وو دازادى تراخستو لاوړاندې يې دسياسي هويت تاريخ لارۀ. زماپه فکر دې خبرې تر١٩٨٩ کال وروسته ددوى ازادى ته لاره اسانه کړه ځکه چې دوى دملي اوحتى دموکراتيک دود انستيتوتونه لرل چې په پله يې روان شول. افريکايي اواسيايي مستعمرو بايد دالار له صفره پيل کړې واى .

دوى له ٥٠ مو او٦٠ مو کلونو وړاندې چې ملي دولتونه پکې جوړشول دخودمختارى اوازادى تجربه نه لرله . هغه پولې چې شته وې داستعماري ځواکونو لخوا پرې تپل شوې وې اودهيواد له سياسي يووالي سره يې سر نه خوړ".

نشنليزم دمعاصرې نړى په سيستم کې په قانوني توگه ورگډشوى دى .ځکه دامستقل اوناپيلي هيوادونه دى چې ازادې ټولنې رامنځ ته کوي. ددرې ميلونه فلسطيني وگړو په گډون هغه کډوال اوبې برخليکه ملتونه چې په کوم هېوادپورې اړه نه لري له سياسي اومدني اعتبار نه بې برخې کيږي .خودنوو دولتونو په رامنځته کيدو سره چې پخوا هيڅکله پدې کچه نه وو رامنځ ته شوي موږ لدې ستونزې سره هم مخامخ يو چې کله اوڅرنگه دادولتونه دجلادولتونوپه څيرپه رسميت وپيژنو.دبيلگې په توگه دکردانو په اړه چې سره ويشل شوي دي اودوى بايد ديوځاى وگړي وي. ميليسه لن يوځل بيا:

"کردان په رسمي توگه بايدپداسې دولت پورې اړه ولري چې دهغوى ددفاع مسئوليت ولري. ځينې بايد په عراق کې ، ځينې په ترکيه، ځينې په ا يران اواذربايجان اونورو هيوادونوکې. خوستونزه داده چې کردان پخپله نه غواړي چې له د غو هيوادونو سره يووالى ولري . دوى دغو هيوادونوته دخپلو حقونو مدافعينو په سترگه نه گوري. دغه هيوادونه پداسې حال کې دې همکارى ته چمتو دى که کردان په رسمي توگه له خپل کردى هويت نه تير شي. دلته دوړو ډلو داسې تمايل دى چې نشنليزم په وړو ډلو کې راغونډ شي. دامسئله لاسختيږي چې کوم ملتونه بايد وپيژندل شي اوکوم نه؟"

نړيواليدنه به چې سوداگري ، سياحت اواړيکي موسره يوځاى کوي ددې مانا ونه لري چې دنشنليزم مفکوره اوايديالوژي پاى ته رسيدونکې ده؟ جان هوچينسن تيرې تجربې ته په کتنې سره داخبره نه مني.

"موږ دنړى په لروبر کې نشنليستى پاڅونونه گورو.داپداسې حال کې ده چې وگړي دخودمختارى په لټه کې دى اوځانونه له واکمنو دولتونو نه بيلوي. نړيوال کيدنه ملي دولتونه کمزورلى شي. خودادلږکيو هغه تمې هم سترولي شي چې کمزوري دولتونه به دغو لږکيو ته دخودمختاريو په ترلاسه کولو کې پاتې راشي اوپه همدې ځاي کې نړيوال کيدنه ښايي دنشنليزم د ايديالوژي له خوريدو سره مرسته وکړي."

دمارکسيست لپاره نشنليزم يوې ازادې اوله طبقاتو نه ازادې نړى ته اوښتون دى داسې نړى چې دټولو لپاره وي.دډيرو ليبرالانو لپاره دايوتيري کوونکي پړاو دى اودوى ديوگوسلاويا مثال ورکوي. خودنشنليزم په اړه ديوې ايډيالوژى په توگه ډيرې مثبتې نظريي هم شته اوداکولى شي چې نوى ملتونه جوړ کړي اوياهم ويجاړ شوي داپداسې ډول روغ کړي چې بې له توپيري چلند نه وي. نشنليزم ياملت پالنه هغه ځواک دى چې پخپل ځواک سره معاصره نړى جوړوي اونوى شکل ورکوي.

د سياسي فکر تاريخ دوولسم پروگرام


پدې وروستي پروگرام کې به هغې تيورى ته کتنه وکړو چې د زرغونې سياسي فلسفې
نوم يې ورکړى د ى.

دسړې جگړې پاى ته رسيدو نړى له سياسي ايډيالوژۍ نه خلاصه نه کړه.لکه چې په تيرپروگرام کې مو دنشنليزم په اړه خبرې وکړې پوښتنه دلته راپورته شوه چې نه يوازې ديوه ملت جوړونه ده بلکه دټولې نړى ساتنې اوپاملرنې ته اړتياده.دزرغون سياسي فکر دکتاب ليکونکى اندرو دوبسن پدې باوردى چې اوس زرغونې سياسي ايډيالوژى ته په څرگنده ديوې روښان فکر په سترگه کتل کيږي. دى دې ته دچاپيريال يا ايکولوجيسزم نوم ورکوي اوداسې يې انځوروي:

"سياسي چاپيريال پيژندونکي پدې پوهيږي چې يوه ستونزه دپراختيا محدوديت دى . موږ پداسې نړى کې ژوند کووچې بيحده نه ده اونشو کولاى چې تل گټه ترې واخلو او کر پرې وکړو. دستونزې دتحليل يوه برخه يې داده.زماپه گومان بله خبره دمسئلې اخلاقي اړخ دى .

سياسي چاپيريال پيژندونکي پدې باور دى چې هغه نړى چې بشرې نه ده بايد يوازې دوسيلې په توگه کار ترې وانه خيستل شي. په بله وينا داداسې څه نه دي چې يوازې بشريت ته دگټې اخستنې لپاره پيداشوي دي بلکه بشر بايد ددې اصلي ارزښت ته پاملرنه وکړي. يانې طبيعت ته بايد ارزښت ورکړل شي. دادوه هغه خاښي دي چې طبيعت ساتنې ته دمعاصرې سياسي ايډيالوژى په سترگه گوري ځکه خودا ايډيالوژي له نورو نه توپير لري."

داندري دوبسن په گومان طبيعت پيژندنه له چاپيريال پيژندنې نه بنسټيزه ده. ځکه خولدې امله انديښنه په زياتيدو ده چې بايد دچاپيريال ساتنې دخرابتيا دمخنيوي په اړه اصلاحات رامنځ ته شي.خولدې سره سره موږ دپخوانيو فلسفوپه اړه داوسنيو کمپاين کوونکوترمنځ دزرغون فکر ريښې گورو.

"کله چې زه په سکاتلند کې ماشوم وم له ټولو طبيعي اووحشي شيانوسره مې مينه لرله. په پټيو کې به گرځيدلم ، دمرغانو سندرې مې اوريدلې اودماهيانو او چنگاښو کتل مې خوښيدل. په ځانگړې توگه مې دتوپان پرمهال دسمندر څپې خوښيدې اودشگو دزړو ماڼيو له ړنگيدو مې خوند اخيست."

داد نولسمې پيړى دسکاتلندي جان ميور خبرې وې چې امريکې ته کډه شو اودکاليفورنيا د يو سيميټي په نوم په دنړۍ دلومړني پرک په جوړولو کې يې برخه لرله. دى دهغې تيورى له مخکښانو نه وۀ چې له صنعت کيدو نه يې دطبيعت پناه او ژغورون غوښت. خوترې وړاندې هم دزرغون فکرو ښوونځى وو چې پدوى کې انگريزي سوسياليستان ويليم موريس William Morris او ادوارد کارپينتر Edward Carpenterراتلل. دکاليي له پوهنتون نه براين دوريتي وايي چې يو يادوه نورتنه هم ديادونې وړ دي.

"داسې کسان هم وو لکه پيتر کراپوتکين ، دى مشهور روسي شهزاده وۀ چې دنوولسمې پيړۍ په پاى کې له څاري روسيې نه کډه شوى وۀ .نوموړي دروسي څار بندي کړى وۀ اوبيابرتانيي ته راغى چى کرار او عاجز ژوند يې لارۀ. نوموړي دنولسمې پيړۍ په پاى کې په برتانيې کې د سوسيالسيزم په ليبرال شکل کې ښکيل وۀ .

موريس اوکرپوتکين دواړه کاپيتاليزم دهغو استعماري مفکورو خلاف وو چې کاپيتاليزم وړاندې کولې اودوى ددې پلويان ووچې دښه چپيريال لپاره هلې ځلې وشي. کرپوتکين له هغو لومړنيو متفکرينو نه ووچې دسياسي مرکزيت دمفکورې ضد وۀ اودامفکوره دمعاصرو زرغونيانوهم خوښه ده . دوى وايي چې ټولنې کولى شي پخپل ځان بسيا ژوند ولري او داچې دموکراسي کولى شي دملتونوپه پرتله په وړو ټولنو کې ښه کار ورکړي ."

اوزرغون فکري هم هغه مهال په اسيا اوافريکا کې په غوړېدو وه. براين دوريتي وايي .

"ددې بيلگه به دهندوستان چاپيريال پيژندونکى وي. نوموړي ته تراروپابهردلومړني داسي چا په سترگه کتل کيږي چې دادوارد کارپينتر نه متائثر شوى وۀ. اوادوارد کارپينتر بيا له ختيځ مذهب نه متائثر شوى وۀ. نوپدې برخه کې هم دنورو ملتونو په څير په هندوستان کې دطبيعت په اړه تيورى ته ځاى ورکړل شوى د ى. "

دلنډمهال لپاره فاشيستي سياسي غورځنگ له طبيعت سره دملگرتيا هوډوکړ.نازيانوباورلارۀ چې اروپايي کلچر په زړيدو اوله منځه تلو وۀ نوديوۀ سوچه اوطبيعت سره تړلي کلچر بيا راژوندي کولوته اړتيا شته.ځينو نازيانوفکر کاوۀ چې طبيعي فارمونه راژوندي کړي اوله چاپيريال دفاع وشي. خويوازيني کلچر چې دوى يې دساتلو هيله لرله جرمن کلچر وۀ. دوى ادعا کوله چې داکلچرچې له جرمن نژاده رامنځ ته شوى د ى تر نورو لوړ او ارزښتمن وۀ.

په ١٩٦٠ مو کلونوکې په اروپا اوامريکا کې د زرغونو سياستوالوله تگلارو کيڼ اړخو دفاع کوله. دنووليکنو ، دبيلگې په توگه دکمياوي موادو له لارې دخوړودککړتيا په اړه دليکنو له امله کيڼ اړخو په ځانگړي ډول زده کوونکو دزرغونيانو لورى ونيو. اوهمداددوى په گټه مسئلې يې راپورته کړې.براين دوهرتي وايي چې داهغه کسان وو چې سياسي بنسټيزو بدلونونو ته ليوال وو.

"دوى طبعا زياته ټولنيزه برابري غوښتله خو دوى پوهيدل چې نوو ارزښتونوته اړتيالري ، دبيلگې په توگه بايد نوي فکرونه رامنځ ته شوي واى، مثلا ماټيرياليزم مهم وۀ اويا کوم بل شي ارزښت لري. دامهمه وه چې وروستي موډ يافيشن وپيرل شي اوکه له بلې لارې کولى شى چې ژوند ته ارزښت ورکړي اوژوند مانادرته ولري. اوهمدا په ژوندکې دمادي نعمتونو په لټه کې چې له نوو کيڼ اړخو سره يې تړل هغه څه وو چې زرغونيانو يې دلاس ته راوړلو هڅه کوله."

د تفکر داډول د نننۍ ورځې داستراليايي فليسوف پيتر سينگر په نظريو کې ترسترگو کيږي چې يوچاپيريال پيژندونکى دى . ده تل هڅه کوله چې په نوروباندې دخپل نظر اغيزه ومني اودلويديځ له شتمنولگوونکو نه يې دا غوښتنه کړې وه.

"زماپه گومان پوښتنه دهغې ټولنې په اړه ده چې موږ ژوند پکې کوو. داسې بريښي چې خبره دزيات لگښت په اړه ده چې ځينې و گړي يې وس لري خوځينې يى نلري. زه ددې شي پولى نه يم اولدې نه دخلاصون لاره پکاره ده.

که چيرې شمتن لويديځ وال شاته وگوري اوفکر وکړي چې څومره پيسې يې لگولې دي.څومره گاډي اوکورونه يې رانيولي دي اوډير څه يې مصرف کړي اوزاړه کړي دي . ډيرتيل يې مصرف کړي اوچټلۍ يې له ځانه پريښې دي.د دوى په گومان داښه ژوند دى . ايادوى رښتيا هم دا احساس لري چې دايې ښه کار کړى دى اوکه دابه ښه وايي چې يوازې دځان دخوښۍ لپاره نه بلکه دنورو لپاره يې هم څه کړي واى".

زرغونيان هيڅکله هم متحد او يوموټى نه وو، خوپه ١٩٧٢ کال کې ددوى په منځ کې هم انديښنه راپيداشوه چې دديکتاتورى بوى ترې خوت. براين دوهرتي وايي چې دا د١٩٧٢ کال له رپوټه بريښيدل چې دروم کلب څيړنيز مرکز خپور کړى وۀ اوپکې راغلي ووچې دنړى بې کنتروله اقتصادې وده به دهغه محدودو سرچينو ته گواښ رامنځ ته کړي.

"پدې اړه رنگارنگ لارې وې چې څه بايد ترسره شي؟ په دغو لارو چارو کې يوه داوه چې موږ يې دژغورون په وړاندې غبرگون بولو.ددې مطلب دادى چې کارونه دومره خراب شوي دي چې موږ يې اصلاح کولو اوسمولو ته وخت نه لرو. نو څومره چې شونې وي دا کارونه بايد په چټکى سره تروسه وسه اغيزمن ترسره شي."

دگاريت هاردين په څير خلک هم شته چې دعوامو دتراژيدى په نوم کتاب يې ليکلى دى او په دريمه نړى کې دنفوسو دزياتوالي په اړه منفي نظرلري. دى زياتوي چې نړى نشي کولى چې ددريمې نړى له نفوسه ډکه نړى مړه کړي. دده په گومان که دنړى دايکولوژي سيستم له گواښ سره مخامخ کيږي اودنړى نفوس لاپسې زياتيږي نو دژوند بيړى به دډوبيدو له خطرسره مخامخ شي.

"دروغتون يخچالونه دجسدونو دساتلو وس نه لري. ډير مړي بهر پراته دي چې خپلوان يې راشي او له ځان سره يې واخلي.دوى ترشنه اسمان لاندې خلاص مخ پراتۀ دي.ددوى پرشونډو داسې نښې شته چې دسږو له دريدو مړۀ شوي دي".

داپه ١٩٨٤ کال کې دبهوپا دناورين اوناوړه پيىښې په اړه درپوټ برخه وه. دلته په يوه امريکايي کيمياوي شرکت کې چې يونيون کاربايد نوميدۀ دکيمايوي موادو دککړتيا له امله د دوو ورځو په ترڅ کې څه دپاسه دوه زره کسان مړه شول.

لکه چې وويل شول دافابريکه دبهوپال په مرکزي ښار کې فعاله وه.مرگونه اوناروغۍ لا ترنن ورځې پورې دوام لري. لدې پيښې سره تړلو غبرگونونو زرغونيان پدې انديښنه کې کړل چې له چاپيريال سره بې انصافه چلند روان دى.لکه چې اندرو دوبسن وايي په عين مهال کې ځينې زرغونيانوخو پخپله د اقتصادي کورنيو عايدو پرمختگ ترپوښتنې لاندې راووست.

"موږ اوس داقتصاد روغتيا دملي پيداوارو دلوړوالي دکچې له امله څيړو. موږ پوهيږو چې که دالوړيږي نو اقتصاد به رغيږي. خويو شي دپاملرنې وړدى اوهغه داچې دملي پيداوارو لوړوالى منفي شيان هم له ځان سره لري.دبيلگې په توگه هغه پيسې چې د شمالي بحيرې دتيلو دنل په پاکولو لگيږي هم بايد په ملي پيداوار کې شاملې شي.

نوهلته موږ پوهيږو چې سم شى ترسره شوى دى خوداکارنه کيږي. نو زرغونيان تل ددې په فکر کې دى چې ملي پيداوار عادلانه کړي. نوددوى په فکر دپيسو يوه برخه بايد دچاپيريالي وسايلو په ښه کولو ولگيږي اوهغه تاوان چې ورته رسيدلى دى جبران شي. اوپدې توگه تعادل پرځاى شي."

کله چې په خوارو هيوادونوکې داشان پيښې اوټکرونه رامنځ ته کيږي نو اکثره وخت مرگ ژوبله پکې درنه اوزياته وي. دهغو په وړاندې غبرگونونه هم تل دهمدغو خلکو لخوښوول کيږي. هڅې اوتکلونه هم له همدغو ځايونو نه نه پيليږي. براين دوهرتي وايي:

"ډيرې هغه نظريې چې دشمالي چاپيريال پيژندونکولپاره خورا ارزښت لري اوس له جنوب نه راغلې دي. نوهغه مفکورې چې ديوځاى کولو اواتحاد موخه لري او لويديځ هيوادونه بايد دهغه څه بيه ورکړي چې دصنعتي کولو په ترڅ کې يې ددريمې نړى هيوادونه ته وراړولى دى . داهغه نظريې دي چې دشمال اوجنوب دواړه چاپيريال پيژندونکي په گډه کار پرې کولى شي."

په پرمختلونکو هيوادونو کې ټولنيز غورځنگونه هم له زرغونيانوسره يوموټي کيږي دبيلگې په توگه دچيپکو په نوم دهندوستان دميرمنو ډله چې دونودغيرقانوني وهنې دفاع کوي. ياهم دزرغون کمربند ډله چې په کينيا کې دښځو لخوا جوړه شوې ده. اندرودوبسن پدې برخه کې دميرمنو ايکولوژستانو اصطلاح کاروي يانې هغه ميرمنې چې دچاپيريال ساتنې په برخه کې له زرغونيانوسره ملگرتيا کوي.

"دايکولوژى دښځينه تگلارې پلويان به وايي چې دلته دنارينه فکر کولو اوښځينه فکر کولو لاره شته .دبيلگې په توگه هغه مينه اوپالنه چې دشنه طبيعت په اړه يې څوک لري ښايي دنارينه وو په پرتله له ميرمنوسره زياته وي.دا ډول چلند تريوه حده دمالي څرنگوالي اوشرايطوله امله هم دى. "

نوښځينه چپيريال ساتونکې ترډيره حده دشنه طبيعت دساتلو په فکر کې دي اونارينه بايد له دوى نه ډير څه زده کړي. دبيلگې په توگه دنړى په لروبر کې طبيعت پلوه اوزرغون گوندونه دنارينه وو په پرتله ډيرې ميرمنې پخپل غړيتوب کې لري.

په صنعتي پرمختللو هيوادونوکې هم داعتراض څپې خورې شوې . دلته دمړو صنعتي هيوادونوغونډه روانه ده اوخلک دازادې نړيوالې سوداگري دڅرنگوالي په وړاندې مظاهرې کوي. خوپه پرمختللو اومخ پر ودې هيوادونوکې دزرغونيانو دفلسفې همغاړه توب ددوى لپاره اسانه چاره نه ده.

په سوداگرى کې دچاپيريال ساتنې کلک اصول چې په شمال کې ېې کمپاين کوونکي غوښتنه کوي ښايي په جنوب کې دخلکو په گټه نه وي ځکه دوى فکر کوي چې داشان اصول يې داقتصادي پرمختگ مخه نيسي. په عين مهال کې په افريکاکې لويديځ شرکتونه دطبيعت په لاندې کولو سره اصلي خلک له خپلو اصلي ځايونو نه بې برخې کوي. اندرو دوبسن وايي چې په چلندکې بدلو ن شته خوداستونزې بايد حل شي.

"اکثره په لويديځ کې دبيلگې په توگه داصلي ارزښت مسئله څيړله کيږي.تاسوپوښتۍ چې ولې بايد ځنگلونه وساتل شي؟ په لويديځ کې خلک ځواب درکوي چې دادانسانانوپه څير دژوند حق لري داهغه بحث دى چې اکثر په پرمختللي شمال کې راپورته کيږي. خوپه مخ پرودې نړى کې ځواب بيل دى ، دوى وايي چې هو دا ځنگل دانسانانو دژوند دوسيلې په ډول کاريدلى شي . دهغو خلکولپاره وسيله چې هلته ژوند کوي. زما په فکر همدازرغون سياست دى.يوازې په مختلفو لارو دبحث موضوع څيړي. بياهم مسئله دانسانانو اودهغوى دطبيعي چاپيريال ترمنځ داړيکو پرسرده."

دزرغونيانوياپه ا صطلاح دزرغونې فلسفې راتلونکې څه ډول ده؟ ايا زرغونيانو کولى شي له خلکو غوښتنه وکړي چې دطبيعت دپاملرنې اوساتنې مسئله ترخپلو ځاني گټو وړاندې اومخکې کړي؟ اوياد خلکودځاني گټو غوښتنې هم په پام کې ونيسي لکه نور سياستوال چې داکار کوي او اړين يې بولي.
اندرو دوبسن باورلري چې منځلارې کړنلاره هم شونې ده. نوموړى دې لارې ته د راتلونکي نسل نوم ورکوي. دهغو نسلونو اړتياو ته کار اوپاملرنه چې لا تراوسه ندي زيږيدلي. ددې يوه بيلگه ددوامداروطبيعي سرچينو موندل دي.

"دابه زما په گومان دغيربشري طبيعي نړۍ په وړاندې همداسې اغيزه ولري لکه چې دايکولوژي پلويان يې لري. خوله سياسي اوفلسفي پلوه به دومره ستونزه نه وي لکه داشان نظريې په ټولنه کې خپلې شي.زما په گومان داله خلاقو نه دعدالت پر لور گام دى.ددې مانا داده چې منابع په عادلانه ډول په نسلونو کې اوددوى ترمنځ ويشل کيږي.اودابه دهغه څه حقانيت ته اړتيا رامنځ ته کړي چې موږ يې ترسره کوو.موږبه دهغه څه په وړاندې مختلف چلند ولرو چې اوس يې دتوليد اولگښت په برخه کې لرو.نو ويلاى شو چې د راتلونکو نسلونو په وړاندې دعدالت ترسره کول داهم دى چې دغيربشري طبيعي نړى سره له انصاف اوعدالت نه کار واخسيتل شي ."

زرغون سياسي فکرته په کتنې سره به دا لړى هم پاى ته ورسوو. په زړه پورې خبره خو داده چې هغو سياسي متفکرينو اوفليسوفانو به چې پدې لړۍ کې مووڅيړل دزرغون فکر نظريې څنگه ارزولې واى؟ ژان ژاک روسو به په ډاډ دزرغون پټۍ اورگاډي ته ټوپ وراچولى واى. مارکس به دهغوسره يوځاى شوى واى چې بې له محدوديته دازادې سوداگرۍ مارکېټ غواړي.خوهوبس اوميکياويلي به زرغونيان له هيلو تش متفکرين بللي واى.

ځينې خلک وايي چې دسياست ترخو واقعيتونو دسياسي فکر دنظريو ارزښت په تيرو سلو کلونو کې له منځه وړى دى. سياستوال د متفکرينو نه په عمل کوونکو اوښتي دي. يانې دوى په چارو کې لکه چې ښايي دومره ژور فکر نه کوي . ښايي په راتلونکو لسيزو کې به دبشرپه اړه دژورفکر او نه يوازې دهغو دولتونو ترمنځ داړيکو بلکه له طبيعي چاپيريال سره دهغوى داړيکو هنر بري ته ورسيږي او اغيزمن به وخيژي.

له حوصلې مو مننه کوم او هيلمن يوچې دسياسي فکر دتاريخ لدې لړۍ موڅه زده کړي وي.

روغتيا موغواړم او په لوى خداى موسپارم.

 
 
بهرنۍ پاڼې
بي بي سي د بهرنيو اېنټرنېټ پاڼو د محتوا مسووليت په غاړه نه اخلي
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت