BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 15:26 گرينويچ 2007 ,26 مارچ
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ چاپي بڼه
د" زيار" نيمه پيړۍ او اويايم زيږ پسرلئ
 

 
 
مجاور احمد زيار د بي بي سي په سټوډيو کې
مجاور احمد زيار د بي بي سي په سټوډيو کې
د اويايم زېږ پسرلي له رارسيدو سره سم يې د پښتني – افغاني پوهې او فرهنګ د ودې او پرمختيا په لار كې د هاندو هڅو نيمه پېړۍ بشپړه شوه .

ډاکترزيارله كابل پوهنتون او د لرې برې پښتونخواله غرو درو او کليو بانډو را نيولې تر بېلابېلو اروپايي هېوادو اوبيالندن اواكسفورډ ه پر پښتني_ افغاني پوهې او فرهنګ هغه څه ولورول چې تراوسه پرې بل چا نه دي لورولي اوپه دې لړ کې يې بياپه يوه رغنده علمي- فرهنګي غبرګونونوټولې بېځايه او ناسمې انګروزې اواوازې ننګولې دي.

پوهاند زيار د لومړي اکادېميک استازي په توګه د نومهالې ژبپوهنې په رڼا کې پر پوهنتوني کچ نوي لوستليکي(تکسبوکونه)، لکه پښتو پښويه (ګرامر)، پښتو وييپوهنه،پښتوليکلار،پښتوبدلمېچ (عروض)،د پښتو او پښتنوتاريخ کښلي. زېږندويه يا ادبي هستونې يې ترشل ټوکو شعري او داستاني ټولګو تېری کوي. د پوهنيزو- څېړنيزواو ژورنالېستيکو ليکنو شمېره يې تر درو زرو ور اوړي. له غوروناچاپو اثارو څخه يې څه له پاسه يوسلو څلور ټوکه د پښتو او نورو افغاني ژبو ګړدودي او فولکلوري څېړنې د يادونې وړدي .

د پوهاند زيار سيندګيو (وړو قاموسونو)، په تېره دنوېزونو،هممانيزونو او سربلونو هغه او په دې وروستيو کې پښتو ليکلارښود ديوې- کره ليکنۍ پښتو روان پرمختيايي بهير دومره توند و تېز کړچې په ټوله مانا يې يوه رښتيني يو واريزغورځنګ بللای شو!

دهغو ليکوالو نيوكو ته چې وايي پښتو يې سخته كړې ده ، پوهاند زيار لنډ ځواب لري ، هغه دا چې د نړيوالتوب ، ټيكنالوجۍ او د نورو سيمه ييزو او نړيوالو ژبو د پرمختيا له ځغلنده بهير سره د پښتو رغنده او علمي هڅه ولې د تشو خبرو او انګروزو بلهاري شي ؟

د زېږدي مياشتې اپرېل پر درېيمه نيټه په لندن كې افغان كونسل ، افغان ادبي جرګه ، ملي دريځ ، پښتو ادبي بنډار ، د افغانانو ټولنه ، انجمن پيوند، انجمن افغانان او نور ملګري او مينه وال له ده سره په ګډه د پوهاند مجاور احمد زيار اويايم زېږ پسرلی او د فرهنګي کاروزيارنيمه پېړۍ نمانځي .

 
 
ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت