BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 11:23 گرينويچ 2007 ,08 مۍ
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ چاپي بڼه
د استاد اولمير د ٢٥ تلين په مناسبت
 

 
 
استاد اولمير
استاد اولمير هغه ملي سندرغاړى چې غږ يې تل ژوندى دى داسې يو نوم دى چې ټولو افغانانو او د پښتو موسيقۍ مينه والو ته د نړۍ په هر گوټ کې نژدې او اشنا دى .

پنځه ويشت کاله کيږي چې استاد زموږ په منځ کې نشته خو موږ يي اورو او تلپاتې غږ او هنر يي راسره دى .

استاد په ١٣١٢ لمريز کال د پښتونخوا د پېښور په سيمه کې وزيږيد. لا ماشوم و چې د مور له مينې بې برخې شو.

د مور له مړينې وروسته يې ډيرې سړې ترخې وزغملې. خو له دې سره سره يي همدلته تر لسم ټولگي زدکړې وکړي. له لس کلنۍ څخه يي د سندرو له ويلو سره مينه وه .

بيا په پيښور کې د جعفر په نامه له يوۀ سيمه ييز سندر غاړي سره کېناست چې موسيقي زده کړي.

له نوموړي يي د موسيقۍ لومړنۍ زده کړې وکړې او په څو کنسرټونو کې يي گډون هم وکړ .

خو ده بيا هم د موسيقۍ روزنه پرېنښوده او د وخت له نورو استادانو سره شاگرد شو. ډيره خواري يي وکړه او هغه وخت راغى چې په تنکۍ ځوانۍ کې يي هلو ځلو دى د راډيو تر سټوډيو ورساوه .

دده لومړنۍ سندرې (( زړگى مې شو ټوټې ټوټې )) چې د پيښور له راډيو خپره شوه د استاد نوم روښانه کړ او د هر چا په ژبه يادېده .

په ١٧ کلنۍ کې کابل ته راغى د افغانستان د خپلواکۍ په جشن کې يې گډون وکړ او نور همدلته پاتې شو .

د افغانستان په راډيو کې يې د شاعر ملنگ جان په مرسته دنده تر لاسه کړه او جادوگر غږ يې ده ته د افغانانو په زړونو کې ځاى پيدا کړ .

ولسي شاعر ملنگ جان چې د هيواد په مينه يې شعرونه ويلي دي او د خلکو ترمنځ يي شاعري ډېر نوم لري د استاد اولمير د ښه ملگري په توگه پاتې شو .

استاد هم د ملنگ جان خواږۀ شعرونه د موسيقۍ په څپو کې وړاندې کړ ل او ددغو شعرونو د ويلو له امله بيا په کال ١٣٥٠ لمريز کې د افغانستان د اطلاعاتو او کولتور وزارت نوموړى د استادۍ پر نوم ووياړه .

استاد د ١٣٦١ لمريز کال راهيسې زموږ په منځ کې نشته خو غږ يي دى د پښتو موسيقۍ د مينه والو په زړونو کې ژوندى ساتلى دى.

موږ د دۀ نامه ته د ټول درناوي په وړاندې کولو سره وايو چې اروا يې ښاده !

 
 
ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت