BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 09:40 گرينويچ 2007 ,13 مۍ
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ چاپي بڼه
ملا داد الله څوک و؟
 

 
 
ملا داد الله - عکس الجزيره
ملا دادالله، د نورو طالب مشرانو خلاف، په تېر يوکال کې له رسنيو سره ډېر په تماس کې و
ملا داد الله د وسله طالبانو د لس کسيزې شورا يو مهم غړى وو چې په تيرو پنځو کلونو کې يې د نړيوالو او افغان ځواکونو په وړاندې د طالبانو د بريدونو مشري کوله .

دى د افغانستان په سويل د ارزگان په ولايت کې زېږيدلى او د شوروي اتحاد له پوځونو سره په جهاد کې يې ونډه درلوده .

په ١٩٩٤ ميلادي کال کې کله چې د طالبانو غورځنگ پيلېده ، ملاداد الله اخند له دغه غورځنگ سره يوځاى شو او د طالبانو لاس ته لوېدلي کندهار پر لورې په هغه مهال د هرات دوالي اسماعيل خان لخوا د پرمختگ پر وخت په يوه ماين وخوت اوکيڼه پښه يې پرې شوه .

ده د طالبانو لخوا د سيمو د نيولو په زياتره په عمليانو کې وڼده درلوده .
خو څنگه چې په پيښور کې د نيوز د ورځپاڼې چلوونکى او د بي بي سي خبريال رحيم الله يوسفزى وايي ملادادالله وروسته له هغه سخت مشهور شوچې طالبانو وکولى شول چې دده په مشرۍ د شمال ډيرى ولايتونو ونيسي .

دده په لاس د سيمو د کېوتو لامل په دې کې ليدل کيږي چې دى يو پرېکنده او سخت زړى قوماندان و چې په شمال کې د يو شمېر ډله ييزو وژنو نسبت هم ده ته ورکول کيږي .

د طالبانو د نسکوريدو پر مهال ، د طالبانو د لوى درستيز ملا فاضل اخوند سره ملادادالله هم د کندز په ولايت کې د طالبانو د پوځي چارو مسوليت په غاړه لاره .

پوځي لارښود
 په تېرو پنځو کلونو کې د طالبانو د لوى پوځي قوماندان په توگه ملادادالله د هيواد په سويلي سيمو کې نړيوالو او افغان ځواکونو په وړاندې د طالبانو د بريدونو لارښوونه کوله او باور کيږي چې د بهرنيانو او افغانانو تښتونې او وژنې دده په قوماندې ترسره کېدل .
 

ملافاضل اخوند د زرگونو نورو طالبانوسره جنرال دوستم ته تسليم شوچې اوس گوانتنامو کې بندى دى، خو ملا دادالله وکولى شول چې له کندزه په پټه، تر کندهاره ځان ورسوي .

په تيرو پنځو کلونو کې د طالبانو د لوى پوځي قوماندان په توگه ملادادالله د هيواد په سويلي سيمو کې نړيوالو او افغان ځواکونو په وړاندې د طالبانو د بريدونو لارښونه کوله او باور کيږي چې د بهرنيانو او افغانانو تښتونې او وژنې دده په قوماندې ترسره کېدل .

ويل کيږي چې ديو ه ايټالوي خبريال سره نيول شوي د هغه موټر چلوونکى او افغان خبريال اجمل نقشبندي هم د دۀ په لارښوونه وژل شوي وو .

ښاغلى يوسفزي وايي ښايي همدا لامل و چې ويل کيږي د طالبانو يو شمير مشرانو د ملادادلله له دغه ډول کړو وړو سره مخالفت کاوه .

د حکومت لخوا د طالبانو د نيول شوي يوه وياند ډاکټر حنيف له خوا داخبره هم شوې وه چې ښايي د طالبانو د شورا د يو ه پخواني غړي مولو ي اخترمحمد عثمانې په وژلو کې د ملادادالله لاس و او دې خبرې د ډيرو په وينا طالبانو کې د يوه درز د رامنځته کيدو څرگندويي هم کوله .

خو له دې هر څه سره سره ، جنگيدونکو طالبانو ملادادالله ته د يو نوميالي زړور او اتل قوماندان په توگه کتل .

ملا داد الله
د ملا دادالله وژنه طالبانو ته سخت گوزار گڼل کېږي. شنونکي باور ښيي چې وسله وال طالبان به په گرانه د هغه ځايناستى ومومي

په اسلام آباد کې د طالبانو يو پخوانى سفير، ملا عبد السلام ضعيف، د هغه وژنه د طالبانو لپاره يو گوزار بولي ، خو وايي ښايي په اوږد مهال کې د طالبانو پر عملياتو دومره اغيز ونه شي کړاى .

خو رحيم الله يوسفزي بيا دا د طالبانو لپاره يو دروند گوزار بولي چې وايي طالبانو ته به گرانه وي چې وکولى شي په لنډ وخت کې د هغه ځاى ډک کړي .

د مولوى اخترمحمد عثماني څخه وروسته، ملاداد الله د طالبانو د شورا دويم غړى دى چې په څو وروستيو مياشتوکې د نړيوالو او افغان ځواکونو په عملياتو کې وژل کيږي .

د طالب چارواکو وژل کيدل وروسته له هغه زور واخيست چې د ناټو ځواکونو وويل چې له دې وروسته به به يې ډيره هڅه داوي چې طالب قوماندانان په نښه کړي .

د قوماندانانو له منځه تلل، له پوځي پلوه پر عملياتو ژور اغېز کوي چې د چارو د کارپوهانو په وينا د ملادادالله وژل کېدل به هم ددوى په وينا د وسله والو طالبانو قومانده او عمليات اغېزمن کړي.

 
 
ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت