BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت:
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ چاپي بڼه
کيسه ليکونکى شينوارى په اوومه سټوډيو کې.
 
وکيل سوله مل شينواری
اوومه سټوډيود جمعې په ماښامنۍ خپرونه کې خپريږي
ښاغلی عبدالوکيل سوله مل شينواری په کال ١٣٤٣ ل کي د ننګرهار ولايت د هسکي مېني په ولسوالۍ کې زېږيدلی دی ، لومړنۍ او منځنۍ زده کړي يې په جلال اباد ښار کې کړيدي ، تر منځنۍ زده کړو وروسته د لوړو زده کړو لپاره پخواني شوروي اتحاد ته وليږل شو ، په عسکري پيداگړژۍ کي د ماسټرۍ درجې د اخستنې وروسته په کال ١٣٦٨کې خپل هيواد ته راستون شو او د افغانستان د ملي دفاع وزارت په بېلابېلو روزنيزو موسسو کي يې د ښوونکي په توګه دندي اجرا کړې .

په ١٣٧٣ کال کې په پېښور کي د آزاد افغانستان د ليکوالو د ټولني په خپرنيز ارګان ( وفا ) کي خبريال شو ، په ١٩٩٥ کال يې دغه دنده پرېښوده او د سلواک جمهوريت ته ولاړهلته يې لس کاله تيرکړل اواوس دلته په لندن کې هستوګن دی
.

 وکيل شينواری تر اوسه پوري ګڼ شمير پوهنيزي څېړني ، تحليلي ، سياسي او ادبي ليکني کړيدي ، چي تر هيواد دننه او بهر په ګڼ شمير افغاني خپرونو کي خپرې شويدي ، په روسي او سلواکي ژبو پوهيږي او په پارسي کي د ليکنې صلاحيت لري .

 ښاغلي عبدالوکيل سوله مل شينواری هغه ځوان کيسه ليکونکی دی چي په لنډو کيسو سربېره يې لنډې اواوږدې راډيويي او تلويزيوني ډرامې هم کښلي دي د ( غچ اور ) راډيويي داستان يې ښه بېلګه ده . ډير کلونه پخوا چي لا د ښوونځی په لسم ټولګۍ کې و ، وليکه اوپه هاغه وخت ( ١٣٥٨ ل ) کي له افغانستان راډيو پرله پسې خپورشو . نوموړی هم لکه دافغانستان ډير ليکوال خپل ادبي تخليق په شعرپيل کړي ، خو د شعر او ډرامې ليکلو موده يې ډيره لنډه وه
.

 شينواری نه يوازي کيسې ليکي بلکي په کيسو او ګڼو ادبي او هنري ژانرو يې ګڼي مقالې هم کښلي دي ، دده د هنري کار ډيره برخه سينما، او پښتوډرامې ته ځانګړي ده ، دا له دې هنرونو سره دده له ځانګړي ميني پرته خړوبيږي . برسيره پر دې زموږ په پښتني فرهنګ کي ددې برخو کمزوري هم نوموړی ليکوال دې ته هڅولی چي په دې برخه کي ځانګړې مطالعه وکړي او بيا ددغومطالعاتو پراساس ګڼي مقالې د هيواد خپرنيزو ارګانونوته د چاپ لپاره ورکړي .

 شينواري په ګڼو برخو کي خورا ډيري مقالې نه يوازي په ادب او هنر کي بلکي په ادب اوهنر سربيره په نورو برخو لکه سياست ، پوځ ، مخدره موادو ... هم ډيري مقالې کښلي او څه موده يې ژورناليستيکي چاري هم پر مخ بيولي دي .خو ( زړه کلا ) يې يوازنی د کيسو غونډ دی چي په کتابي بڼه وجود لري .  اوس يې د کيسو او لنډو ډرامو مجموعي چاپ ته تياري دي چي په نږدې راتلونکي کي به دچاپ په ګاڼه سمبال شي.

دخپرونې پرمهال اوومې سټوډيوته مخامخ پدې شميره تيليفون وکړى.
٠٠٤٤٨٣٦٠٣٣١

دبريښنا ليک پته موداده

pashto@bbc.co.uk

 
 
حفيظ کروندگر اوومه سټوډيو
سندرغاړى حفيظ کروندگر داوومې سټوډيو ميلمه وو.
 
 
ميرويس يوسفزى اوومه سټوډيو
سندرغاړى ميرويس يوسفزى مو مليمه وو.
 
 
همايون صاحبزى اوومه سټوډيو
سندرغاړى همايون صاحبزى مو مليمه وو.
 
 
نيازولياوومه سټوډيو
شاعر اوسندرغاړى نيازولي مو مليمه وو.
 
 
عبدالکريم خرم اوومه سټوډيو
هنري او کلتوري پرمختگونه او نيمگړتياوې
 
 
اباسين يوسفزی اوومه سټوډيو
شاعر اباسين يوسفزی په اوومه سټوډيو کې.
 
 
سندرغاړى خالق عزيز اوومه سټوډيو
سندرغاړى خالق عزيز په اوومه سټوډيو کې.
 
 
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت