BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 10:28 گرينويچ 2007 ,14 اگست
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ چاپي بڼه
احمدي نژاد : موږ طالبانو ته وسلې نه ورکوو
 
احمدي نژاد او کرزى په کابل کې
دوه کاله وړاندې د ايران د ولسمشر په توگه تر ټاکنې وروسته دا کابل ته د ښاغلي احمدي نژاد لومړنى سفر دى
په کابل کې له ولسمشر حامد کرزي سره په يوۀ گډ خبري کانفرانس کې ايراني مشر په افغانستان کې له وسله والو طالبانو سره د تهران د ممکنه مرستو خبره رد کړه او ويې ويل دى ډاډه نه دى چې دغه خبره دې رښتيا وي .

احمدي نژاد چې دوه کاله وړاندې د ايران د ولسمشر په توگه وټاکل شو او په لومړي ځل افغانستان ته رسمي سفر کوي خبريالانو ته وويل چې ايران په خپل ټول وس په افغانستان کې له روان سياسي بهير سره مرسته کوي .

ايراني مشر د افغانستان د امنيت اغيز پر خپل هيواد مهم وبالۀ . دۀ وويل دواړه هيوادونه اوږده پوله لري په افغانستان کې امنيت پر ايران مثبت اغيز کوي .

افغان ولسمشر حامد کرزي د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل که چيرې متحدو ايالاتو او ايران غوښتي وي نو د دغو دواړو هيوادونو د اړيکو په ښه کولو کې کابل ونډه اخيستلى شي .

دغه ډول نظر تير کال د افغانستان د بهرنيو چارو وزير دادفر سپنتا هم ورکړى و چې تهران او واشنگټن رد کړى و .

 
 
ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت