BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 14:58 گرينويچ 2008 ,03 اپريل
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
ناټوپرافغان ماموريت جوړه خوپرنورو مسالونه ده
 

 
 
کرزى په بخارست کې
افغان مشرتابۀ په بخارست کې له يو شمير نړيوالو مشرانو سره وليدل
ناټو هيله لري چې په افغانستان کې د خپل ماموريت په تړاو بحثونو کې لا يووالى وښيي .

فرانسې اوس داخبره يقيني کړې چي افغانستان ته به نور اووه يا اته سوه سرتيري ليږي .

دغه سرتيري به د هيواد ختيځ ته ځي چې اوس امريکايي سرتيري په کې ځاى په ځاى دي .

داچاره به امريکايي سرتيرو ته د ا شونتيا برابره کړې چې دکاناډايي عسکرو په ملاتړ کندهار کې ځاى په ځاى شي .

خو بل پلو د امريکا ولسمشر جورج بوش ختيځ ته دشمالي اتلانتيک د تړون ناټو د پراخولو په هڅو کې له جدي خنډونو سره مخامخ شوى دى .

درومانيا په پلازمېنه بخارست کې د ناټو د مشرانو د اوږدې ماښامنۍ څخه وروسته ، يونان د ناټو غړيتوب ته د مقدونيا له بلنې سره مخالفت وکړ .

دوى پر دې هم بريالي نه شول چې خپل هغه اختلافونه هم ليرې کړي چې اوکرايين او گرجستان ته له ټلوالي سره د نژدې اړيکو وړانديز وشي او که نه .

ښاغلى بوش بخارست ته راغى او څرگنده يې کړه چې د لومړني گام په توگه به ناټو ته د اوکراين او گرجستان د منلو په تړاو وړانديز وشي .

د ځينو نورو هيوادونو د غړيتوب په برخه کې د ناټو سرمشريزه يوه خولۀ نه وه

خو داسې ښکاري چې د دۀ پر هيلو د جرمني له خوا کلک گوزار وشو .

د جرمني ټينگار دا و چې دا يو مناسب وخت نه دى چې ناټو ته د ختيځې اروپا د دغو دوو هيواودونو د منلو بهير پيل شي او وايي چې دغه کار به په نا اړينه توگه روسيه هم په غوسه کړي .

گرجستان ټينگار کوي چې د روسيې غوښتنو ته پاملرنه په واقعيت کې دامانا لري چې د ټلوالي په انتخابونو کې کريميلين ته د رد يا ويتو حق ورکړل شي .

گرجستان وايي همدې د ناټو مشران ديته اړ کړل چې په دې کې دوه زړه شي چې گرجستان او اوکرايين دې د ناټو په غړيتوب ومنل شي او که نه ؟

ښاغلي بوش د ناټو په غړيتوب د دريو نورو نويو هيوادونو د منلو په برخه کې هم له خنډونو سره مخامخ شو .

البانيا او کراوشيا ته به د غړيتوب بلنه ورکړ شي ، خو مقدونيا ته نه چې يونان يې پر نوم جنجال لري .

د ناټو دغې غونډې کې د شاوخوا شپيتو هيوادونو څخه درې زره استازي گډون لري .

 
 
ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت