BBCPashto.com

11:02 گرينويچ 2008 ,16 جون

ميرويس افغان
بي بي سي پښتو ټکى کام

د ارغنداب ولسوالۍ لويه برخه طالبانو ونيوه

د ارغنداب له ولسوالۍ څخه په لسگونو کورنۍ د کندهار ښار پر لور راروانې او په ښار کې سخت امنيتي تدبيرونه نيول شوي دي . په ښار کې د پخوا په انډول د پوليسو له خوا تلاشۍ زياتې او د کندهار ښاريان اندېښمن ښکاري .

راغلې کورنۍ تر ډېره بريده د خپل خپلوانو په کورونو کې اوسيږي او وېره يې داده چې گواکې نړيوال ځواکونه او افغان امنيتي ځواکونه به پر ارغنداب باندې بريد کوي .

د ارغنداب ولسوالي ته تېره شپه د سيمه ييز و وگړو پروينا 'سلگونه طالبان' ورغلي او د ارغنداب د سېند د هاغاړې سيمه يې ترخپلې ولکې لاندې راوستې ده .

د ارغنداب ولسوالي د امنيه قومندان زمري خان بي بي سي ته وويل چې ېوازې درې کلي وسله والو طالبانو قبضه کړي دي ا وپه سيمه کې مېشت وگړي وايي چې د وسله والو طالبانو قبضه د ارغنداب پر لويه برخه ده .

د ارغنداب ولسوالي ته وسله والو طالبان د جگړې پرته ورننوتي او له ځايي اوسېدونکو څخه يې غوښتي دي چې د ممکنه جگړې له کبله دې سيمه خالي کړي .

که څه هم تراوسه هلته جگړه نه ده پيل شوې، خو په لسگونو پوځي گاډو سمبال د نړيوالو او افغان امنيتي ځواکونو کاروانونه د ارغنداب ولسوالي ودانۍ ته نژدې ولاړ دي .

د بابا صاحب د زيارت دره، چې د کندهار د سيل او ساتيري ځاى بلل کېده، سيمه ييز وگړي وايي چې نن پر پوځي اډه اوښتې ښکاري .

له دغې سيمې څخه يوازې د دوه کيلومترو په واټن کلي د ځايي خلکو په وينا چې د طالبانو په ولکه کې دي .

د کندهار د ارغنداب ولسوالي د ښار په شمال لوېديځ کې پرته سيمه ده او د ستراتيژيک موقعيت له کبله تر نورو ولسواليو مهمه گڼل کيږي .

ددغې ولسوالي پر ځينو کليو باندې تېر کال هم وسله والو طالبانو په ورته ډول قبضه وکړه، خو د يوې ورځې په اوږدو کې د سختي جگړې له کبله بېرته له ارغنداب څخه ووتل .