BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 18:37 گرينويچ 2008 ,13 جولاى
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
په نورستان کې د ايساف نهه سرتېري وژل شوي
 

 
 
امريکايي سرتېرې په کونړ کې
په کونړ کې د ايساف د ځواکونو پر ضد دا يو لوى بريد دى چې گڼ کسان يې وروژلي دي.
د ناټو په مشرۍ د ايساف نهه سرتيري د يکشنبې په ورځ ( د چنگاښ ٢٣ د جولاى ١٣ ) دافغانستان د نورستان ولايت په وانت ولسوالۍ کې وژل شوي دي .

د ايساف له خوا په خپره شوې يوه اعلاميه کې ويل شوي چې په دغه پېښه کې د دوى ١٥ نور سرتېري ټپيان شوي دي .

خبر پاڼه د څلورو افغان سرتېرو د ټپي يادونه هم کوي .

دا په ٢٠٠١ کال کې د وسله والو طالبانو پر ضد د نړيوالو ځواکونو د عملياتو له پيل راهيسته په يوه ورځ د نړيوالو ځواکونو لپاره يوه له تر ټولو لويو مرگونو پېښو څخه ده .

پر پوځي قرارگاه بريد

که څه هم د دغې پېښې جزييات لا ډېر نه دي روښانه، خو ويل کېږي چې وسله والو طالبانو د امريکايي ځواکونو پر پوځي قرارگاه بريد وکړ .

ايساف وايي جگړه سهار د وخته پيل شوه او تر څو ساعتونو روانه وه .

دغه امريکايي سرتېري د ايساف په چوکاټ کې په دنده بوخت وو . په نښته کې وسله والو طالبانو ته هم مرگ ژوبله اوښتې ده .

بل پلو د ايساف له خوا په خپرې شوې يوې بلې اعلاميې کې ويل شوي چې د شنبې په ورځ د دوى ټپى شوى يو سرتېرى د يکشنبې په ورځ ومړ .

خبر پاڼه يوازې دومره وايي چې دغه سرتېري د افغانستان په شمال کې د يوې چاودنې په ترڅ کې ټپي شوى و .

نور دا نه دي ويل شوي چې سرتېرى د کوم هېواد و او د افغانستان په شمال کې چېرې ټپي شوى و .

د نورستان تر بريد وړاندې د ارزگان په ولايت کې يوۀ ځانمرگي ٢٠ کسان ووژل .

په موټر سايکل سپارۀ ځانمرگي د پوليسو په موټر وار کاوۀ خو ډېر وژل شوي او ټپيان ښځې او ماشومان وو .

 
 
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت