BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 13:35 گرينويچ 2008 ,20 جولاى
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
بارک اوباما له ولسمشر کرزي سره وکتل
 

 
 
افغان ولسمشر حامدکرزى او بارک اوباما
سناتور اوباما چې تيره ورځ چې تيره ورځ د ديموکراتو او جمهوري پلوو سناتورانو سره کابل ته راغلى و نن يې له ولسمشر حامد کرزي سره ليده کاته وکړه .
د امريکې ولسمشرۍ ته د ديموکرات گوند نوماند بارک اوباما په کابل کې له افغان ولسمشر حامد کرزي سره ليدده کاته وکړه .

بارک اوباما په دغه کتنه کې يو ځل بيا د هغو ژمنو پخلى وکړ چې امريکې له افغانستان سره کړي دي .

افغان ولسمشر هم نوموړي ته د دوه اړخيزې همکارۍ ډاډ ورکړ او د افغان حکومت د پرمختگونو او د حکومت په لاره کې د پرتو خنډونو په اړه يې څرگندونې وکړې .

افغان چارواکي وايي هيله من دي چې په امريکا کې کيدونکي ټاکنې که د هر چا په گټه تمامې شي نو د افغانستان په برخه کې به د هغه هېواد تگلاره بدلون و نه مومي .

سناتور اوباما چې تېره ورځ د ديموکراتو او جمهوري پلوو سناتورانو سره کابل ته راغلى و نن يې له ولسمشر حامد کرزي سره ليده کاته وکړه .

سره له دې چې دغو خبرو اترو ته خبريالان پرې نه ښودل شول ، خو د ولسمشر وياند همايون حميد زاده خبريالانو ته وويل چې خبرې د حکومت په شپږ کلنو پرمختگونو او شتو خنډونو راټولې وې ، همدارنگه د ښاغلي حميد زاده په وينا د پوهنې ، روغتيا، پانگونې ، سوداگرۍ او کډوالو په برخو کې هم شوي پرمختگونه ياد شول . بل پلو د ستونزو په برخه کې يې د فساد ، نشه يي توکو او ترهگرۍ يادونه هم وشوه .

ښاغلى اوباما داسې مهال افغانستان ته سفر وکړ چې تيره اوونۍ يې په افغان حکومت نيوکه کړې وه او ويلي يې وو چې د ښاغلي کرزي د واک ساحه تر کابله محدوړده او ايساره پاتې ده .

هغه مهال په کابل کې چارواکو دغه شان څرگندونې د نوموړي د ټاکنيز کمپاين او هلو ځلو برخه بللې وه ، خو اوس د ولسمشر وياند همايون حميدزاده وايي چې افغان حکومت د ښاغلي اوباما خبرې يوې تبصرې ته ورته څرگندونې بولي :

'' موږ دغه څرگندونې نيوکې نه بلکې يوه تبصره بولو ، ويل شوي وو چې افغانستان خپله ډيره انرژي او امکانات د ترهگرۍ په وړاندې مبارزه کې لگوي ، دا ريښتيا ده چې له بده مرغه موږ خپل ډېر وخت د ترهگرۍ په وړاندې مبارزه کې تيروو ، سره له ډيرو پرمختگونو چې مو لرل د ترهگرۍ ويرې د افغانستان خلک د يوې ننگونې سره مخامخ کړي او هره گړۍ د خلکو ژوند گواښي . ''

د ولسمشر وياند وايي که د امريکې انتخابات هر څوک گټي افغان دولت هيله نلري چې د دوى په اړه به د امريکې اوسنۍ تگلارې بدلون بيامومي .

افغانستان د امريکې په ټاکنو کې د دواړو نوماندو له لومړيتوبونو څخه دى ، تر دې وړاندې ښاغلي اوباما ويلي وو چې بايد افغانستان ته ډير ځام واړول شي او نور سرتيري هم وروليږل شي .

دا افغانستان ته د ښاغلي اوباما لومړى سفر دى ، نوموړي تر ولسمشر حامد کرزي مخکې له ځينو نورو افغان چارواکو سره خبرې اترې کړي دي .

 
 
ورسره تړلي نور خبرونه
بارک اوباما کابل ته ورسېد
19 جولاى, 2008 | خبرونه
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت