BBCPashto.com

13:13 گرينويچ 2008 ,13 جولاى

نعمت الله کرياب
له اسداباده

نورستان کې دواړو جنگي غاړوته مرگ ژوبله اوښتې

د نورستان په وانت ولسوالۍ کې د امريکايي پوځيانو پر هډې بريد شوى، چې ګڼ شمېر بهرني پوځيان، وسله وال طالبان او ولسي وګړي پکې وژل شوي دي .

رپوټونه وايي درنه بمباري او جګړه لا هم روانه ده دجګړې له ځايه راغلی يو کس بي بي سي ته ويلي دراوتلو پر وخت يي داستوګنې په کورونو کې اور او لوګي ليدلي يوه امريکايي قومندان بي بي سي ته د يوشمېر امريکا يانو د وژنې ويلي دي .

تر اوسه لا هم په دغه جګړې کې د اوښتې مرګ ژوبلې کره شمېر نه ده معلومه، خو په کونړ کې يو امريکايي قومندان دخپلو اته پوځيانو د وژنې پخلی کړی .

د بهرنيو ځواکونو يوه قومندان ويلي چې :'' نن سهار وختي شاوخوا ٤٠ وسله والو مخالفينو په وانت کې زموږ پر هډه د بازار له خوا د گرنېټو او وسلو بريد وکړ . او له هډې نه پر دښمن ځوابي بريد هم شوی . يو شمېر کسان چې پکې اته امريکايي پوځيان او مخالفين دواړه شته وژل شوي او جګړه تر اوسه روانه ده .''

د نورستان د والي مرستيال محمد حليم له بي بي سي سره په خبرو کې د سيمې حالت خورا د اندېښنې وړ وبالۀ او ويې ويل چې د ولسوالۍ سره يې اړيکه نشته، خو يوازې د مخابرې له لارې ورته دومره معلومات ورکړل شوي چې ډېر شمېر مړي دجګړې په ډګر کې پراته دي .

ده وويل د بمبار له وېرې څوک سيمې ته نشي ورتلای :

'' مړي پراته دي چا اوچت کړي هم نه دي داسې حالت دي نو، موږ کوښښ کوو چې له ولسوال او قومندان سره اړيکې ونيسو چې دا مړي دچا دي مال و مواشي د پټو پر سر پراته دي څوک نژدې نه پرېږدي .''

د افغانستان په ختيځ کې د افغان پوځ يو قومندان جنرال شمس الرحمن زاهد په دغه جګړه کې ددوو افغان پوځيانو د ټپي کېدو پخلى کړی دى .

نا تاييد شوي رپوټونه دمرګ ژوبلې شمير ډېر لوړ ښيي او ويل کېږي چې د جګړې سيمې ته څېرمه ډېرې ودانۍ سوځېدلې دي .

د نورستان پخوانی والي تميم نورستانی وايي :'' ما چې اورېدلي بازار هم اور اخيستی دى . د ننه بز ته وسله وال ورننوتي مرګ ژوبله ډېره لوړه ده خو کره شوې نه ده چې څومره خلک وژل شوي دي .''

په سيمه کې شته مخابروي او ټيليفوني سيسټم له کاره لوېدلى دى او د بې پرې معلوماتو راټولول خورا ګران دي . ايساف، ايتلاف او ناټو هم تر اوسه د جګړې د زيان په اړه رسمي شمېر نه دی ورکړی .

خو د طالبانو دغورځنګ تر چتر لاندې دسلفيانو د ډلې يو تن چې د قاري شاکر په نوم درسنيو سره غږېږي دعوه کړې چې پنځلس بهرني پوځيان مړه او ټپيان شوي .

دغه ځای ته درې ورځې د مخه امريکايي پوځيان په دې نيت ورغلي وو چې ويل يې دي اغيانو د ډېرېدونکي مقاومت مخه ونيسې . تېره اوونۍ د همدغې ولسوالۍ په يوه بله سيمه کې امريکايې پوځيانو خپله تړلې وه او اوسني دې ته ورغلي وو .

د يادولو ده چې شاو خوا دوه اوونۍ وړاندې په همدې ولسوالۍکې د ايساف په بمبار کې ١٧ ملکي وګړي وژل شوي او په نيمايي نور يې ټپيان شوي وو .