BBCPashto.com

13:09 گرينويچ 2008 ,14 جولاى

نعمت الله کرياب
له کونړ څخه

'په نورستان کې بمبار ٢٤ ولسي وگړي وژلي '

د ختيځ ولايت نورستان په وانت ولسوالۍ کې هلته چې ديکشنبې په سهار پکې د وسله والو طالبانو په يو بريد کې دايساف نهه سرتېري مړه او ١٥نور ټپيان شوي وو نن پکې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې شمېر هم ور زيات شوى دى .

د نورستان پخوانی والي تميم نورستاني وايي چې يو کلى وروسته له هغه بمبار شو چې ځينې ټپي طالبان همدغه کلي ته وروړل شول .

ښاغلي نورستاني زياتوي چې د وانت ولسوالۍ شاوخوا ځينې کورونه او دوکانونه هم سوځېدلي دي :'' د وانت څنګ ته شاوخوا ٢٥ دوکانونه او کورونه له منځه تللي او ننني رپوټونه چې ماته را رسېدلي د نشي ګرام په کلي بمبار شوى او ويل کېږي چې دغلته د ٣٠ په شاوخوا کې ولسي خلک وژل شوي .

داچې ولې دغه کلی بمبار شوی، دليل يې دا دى چې په عملياتو کې ټپي شوي ځينې طالبان همدلته وړل شوي نو ځکه پري بمبار شوی دى .''

د نورستان د ولايتي شورا ريس رحمت الله راشدي هم د ولسي خلکو د مرګ ژوبلې خبره ياده کړه :

'' تقريبآ په دوه کلو بمبار شوی . ډېر بې ګناه خلک پکې وژل شوي . نشې ګرام باندې دوى بمباري کړې ٢٤ کسان موږ واورېدل چې مړه دي .''

د نورستان د والي مرستيال محمد حليم دوانت حالت دومره بد وبالۀ چې په لومړي سر کې خو يې ان دخبرو ځواک هم نه لاره . ده وويل ولسوال له پرونه تر اوسه هملته بند پاتې دی . ده دژوندو پاتې خلکو په اړه هم اندېښنه وښوده او وې ويل چې سيمې ته دتګ راتګ ټولې لارې تړلې دي :

''وانت! وانت! والله ورک يې کړه کرياب صېب خبرې دکولو نه دي . ښځينه ژرندو ته د ماشومانو سره ننوتې خپله ولسوال وتلی نشي، پوليس نشي راوتلى .حالت ډېر کړکېچن او بد دى.''

که څه هم ولسوالۍ ته ورغلې لارې ټولې تړلې دي او دخپلواکو معلوماتو راټولونه دپېښې په دويمه ورځ هم ګرانه ده، وسله وال طالبان په دغه جګړه کې د خپلو څلورو تنو د وژنې او د ١٥ نورو د ټپي کېدو مني .

خو د نورستان چارواکي وايي لوى شمېر طالبان وژل شوي چې پکې د بهرني جنګياليو ياودنه هم کوي .

سيمه ييز چار واکي وايي جګړه لا پاى ته نه ده رسېدلې او د ولسي وګړو د وژنې د وروستۍ ادعا خپلواکه پخلی هم نه دی شوی .

څه چې څرګند دي هغه د ايساف د نهو سرتېرو پر وژنه د ١٥ نورو ټپي کېدل دي، چې له څلور افغان پوځيانو سره د ټپيانو ټوله شمېره ١٩ ته رسېږي .

د برگمټال اوربند مات شو

د همدغه ولايت له ختيځ برګمټال ولسوالۍ نه هم د جګړې دبياپېلدو خبرونه ورکړل شوي هلته چې دچار واکو په وينا د يو ورځني اور بند موده پاېې ته رسېدلې ده .

د نورستان د والي مرستيال وايي که پوليسو ته مړدکي او وسلې ونه رسېږي ولسوالي به وبايلل شي :'' ما اوس له ولسوال سره خبرې وکړې، هغه راته يې وويل که مهمات را ونه رسېږي کېدای شي ولسوالي سقوط وکړي.''

تېره ورځ د افغانستان دکورنيو چارو وزارت ويلي وو چې دغې سيمې ته د پولې له بلې غاړې چترال نه وسله وال را اوښتي دي .

په دې وروستيو څو ورځو کې د نورستان په ډېرو سيمو کې تاو تريخوالی ډېر شوی، ابله اوونۍ دوانت وايګل په بېله کې دايساف په بمبار کې تر ١٥ ډېر ولسې وګړي هم وژل شوي وو.