BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 17:34 گرينويچ 2008 ,11 اگست
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
د بېجينګ المپيک لوبو درېيمه ورځ
 

 
 
په منځ کې د هندوستان  آبيناو بيندرا
هند اته ځله د هاکي په سيالو کې د المپيک اتلولي گټلي خو دا لومړى ځل دى چې دوي په نورو لوبو کې طلايي مډال گټي.

نن (دوشنبه د اگست ١١) د بېجينګ المپيک لوبو په درېيمه ورځ د مهالوېش له مخې شل لوبې ترسره شوې، چې مهمې يې د غشي ويشتلو، بېډ منټن، باسکټبال، سمندرغاړي واليبال، سوک وهلو، غوټې وهلو، هاکي، جوډو، لامبو، واليبال، وزن پورته کولو او ټېنېس لوبې وې.

په ننيو لوبو کې په غشي ويشتلو کې د جنوبي کوريا نارينه لوبډلې طلايي او ايټاليا د سپينو زرو مډال وگاټه. همداراز آبيناو بيندرا له لس مترۍ څخه په بادي ټوپک په نښه وشتلو کې د خپل هيواد هندوستان لپاره لومړى طلايي مډال وگاټه. هند اته ځله د هاکي په سيالو کې د المپيک اتلولي گټلي خو دا لومړى ځل دى چې دوي په نورو لوبو کې طلايي مډال گټي.

په غوټه وهلو کې د چين نارينه لين يوی او هوو ليانګ طلايي او د جرمني هاوسډينګ پاټريک او کلين ساسچا د سپينو زرو مډال، د سړيو په جوډو کې د ازربايجان محمد علي طلايي مډال او د کوريا وانګ کيچون د سپينو زرو مډال او د ښځو په جوډو کې بيا د ايټاليا جيوليا د سرو زرو او د هالنډ ډبورا د سپينو زرو مډالونه وګټل.

 تر اوسه چين د نهو ‌طلايي او ټولو څوارلسو مډالونو په لرلو لومړی دی
 

دغه راز د ښځو په څلور سوه متريېه ازاده لامبو کې د بريتانيا رېبېکا اډلينګټن د سرو او د امريکا کاټي هوف د سپينو زرو، بيا هم د ښځو په شاپرک سل متريزه لامبو کې د استراليا لېزبېت ټرېکېټ د سرو او د امريکا کريسټين ماګنوسن د سپينو زرو مډالونه ترلاسه کړل.

بيا د سړيو سينې وهلو په سل متريزه لامبوکې د جاپان کوسوکې کيټاجيما د سرو زرو او د ناروې ډال اوين الکزنډر د سپينو زرو مډالونو کټونکي شول.

همداراز د نارينه څلور په سل متريزه لامبو کې د امريکا مايکل فېلېپس د دوهم ځل لپاره د ‌طلايي مډال ګټونکی شو.

د نارينه او ښځينه وزن پورته کولو کې بيا د چين نارينه جانګ شيانګ شيانګ او ښځينه چن يانچينګ طلايي مډالونه وګټل.

تر اوسه چين د نهو ‌طلايي او ټولو څوارلسو مډالونو په لرلو لومړی دی، جنوبي کوريا په څلورو طلايي اوټولو اتو مډالونو دوهم، امريکا په دريو طلايي او ټولو دوو لسو مډالونو سره درېيم ځای نيولی دی.

ورپسې ايټاليا په دريو ‌طلايي مډالونو او بيا استراليا او جاپان راځي چې هر يو تر اوسه دوه دوه طلايي مډالونه ګټلي دي.

 
 
د اولمپيک لوبې د بېجينګ المپيک لوبې
څلورمه ورځ
 
 
د بېجينگ د اولمپيک لوبې د بېجينگ اولمپيک لوبې
لومړنۍ ورځ
 
 
انځورونه انځورونه: دويم البوم
د اولمپيک لوبو د پرانستنې مراسم
 
 
د اولمپيک لوبو د پيل مراسم تر سره شول ٢٠٠٨ کال المپيک
د بيجينگ د لوبو د پيل مراسم تر سره شول
 
 
د المپيک لوبو د پرانيستنې مراسم انځورونه
د المپيک لوبو د پرانيستنې مراسم
 
 
بهرنۍ پاڼې
بي بي سي د بهرنيو اېنټرنېټ پاڼو د محتوا مسووليت په غاړه نه اخلي
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت