BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 13:34 گرينويچ 2008 ,27 اگست
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
امريکا ننگرهار ولايت په لس ميليون ډالرو ونازاوۀ
 

 
 
ډالر
په شاوخوا لسو ورځو کې دا دويم ځل دى چې د امريکا د متحدو ايا لتو نو د سفارت لخوا د نيشه يي توکو ضد افغان وزارت سره مرسته کيږي .
د امريکا متحدو ايالتونو له فغانستان سره د نويو لس ميليون ډالرو مرسته وکړه . دغه پيسې د نيشه يي توکو ضد وزارت ته ورکول کېږي چې د دغه هېواد په ختيځ ننگرهار ولايت کې يې ولگوي .

مرستې د ننگرهاريانو د نازولو په موخه هغه ولايت ته بېلې شوې چې سږکال په کې د کوکنارو کښت بيخي له منځه تللى .

ننگرهار يو وخت د ترياکو د توليد له کبله په افغانستان کې درېيم ځاى درلود .

په شاوخوا لسو ورځو کې دا دويم ځل دى چې د امريکا د متحدو ايا لتو نو د سفارت لخوا د نيشه يي توکو ضد افغان وزارت سره مرسته کيږي .

تر دغې لس ميليون ډالري څو ورځې وړاندې هم د نيشه يي توکو ضد افغان وزارت ته د متحدو ايالتونو لخوا پنځه نيم ميليون ډالره مرسته وشوه چې ځينو شمالي له کوکنارو پاکو شويو ولايتونو ته بيلې شوې ،خو دغه ټولې نوې مرستې دافغانستان په ختيځ ولايت ننگر هار کې لگيږي چې د نيشه يي توکو ضد افغان وزيرجنرال خدايداد دکوکنارو د مخنيوي په مبارزه کې د هغه ولايت دچارواکو د هڅو په وړاندې يو انعام وباله .

ښاغلى خدايداد وايي دغه لس ميليون ډالره به د ننگرهار دخلکو په خوښه د هغه ولايت د بيا جوړونې په پراختيايي پروژو ولگول شي:

'' په اووه نيم ميليون ډالره د اوبو د دريو بندونو جوړول ، دويم په يو ميليون امريکايي ډالره د ننگر هار په ولسواليو کې د اوبو لگولو وړې پروژې چې خلک به يې په خپله غوره کوي .

يونيم ميليون ډالره به د اوبو د برېښنا په وړو پروژو ولگېږي چې دا هم په خپله د خلکو لخوا غوره کېږي .''

کوکنار
ملگرو ملتونو وويل چې د نړيوالو مرستو سره سره به په افغانستان کې د نيشه يي توکو له منځه وړل ٢٥ کاله وخت ونيسي .

ننگرهار په افغانستان کې هغه ولايت دى چې سږکال پکې دکوکنارو کرکيله او د ترياکو توليد صفر شوى .

له دغه ډول ولايتونو سره وړاندې ژمنه شوې وه چې که بزگرو په کې کوکنار ونه کرل په سيمه کې به حکومت د بزگرو او عامو خلکو لپاره پراختيا پروژې پيل کړي .

څو کاله وړاندې ننگر هار له هلمند او بدخشان وروسته په افغا نستان کې دنيشه يي توکو د توليد له اړخه دريمه درجه ولايت بلل کېده .

نوې مرستې په داسې حال کې کيږي چې دوه اونۍ وړاندې د نيشه يي توکو افغان وزير له بي بي سي سره په يوه ځانگړې مرکې کې پر نړيوالو کلکې نيوکې وکړي چې سږکال يې د کوکنارو د له منځه وړلو په برخه ور سره مرستې نه دي کړي او ددغه حالت دوام يې ډير خطر ناک وښود .

خو له دې سره سره افغان چارواکو سږکال اتلس ولايتونه له نيشه يي توکو پاک اعلان کړل چې وايي د نازولو لپاره به يې مرستې ور سره وکړي . خو د افغان حکومت او ملگرو ملتونو لخوا د نيشه يي توکو په اړه تازه ارزونې په دغه هېواد کېد نيشه يې توکو په توليد کې ايله شپږ په سلو کې کموالى ښولى .

په دغه اړه تېر ماښام خپور شوي رپوټ کښلي چې سږکال بيا افغانستان د نيشه يي توکو د توليد له اړخه د نړۍ د هېوادونو په سر کې ځاى لر ي او ټول ټال ٧٧٠٠ ټنه اپين يې توليد کړي دي .

ملگرو ملتونو وويل چې د نړيوالو مرستو سره سره به په افغانستان کې د نيشه يي توکو له منځه وړل ٢٥ کاله وخت ونيسي .

 
 
ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت