BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 09:16 گرينويچ 2008 ,03 سپتمبر
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
د مولانا قيام الدين خادم ٢٩ تلين ولمانځل شو
 

 
 
استاد قيام الدين خادم
د افغانستان د کلتور ادب او ژورنالېزم د هسک پرېوتي ستوري استاد مولانا قيام الدين خادم ٢٩ تلين په کابل کې ولمانځل شو.

چې گڼو فرهنگيانو ،اديبانو او حکومتي چارواکو په کې برخه اخستې وه .

قيام الدين خادم د پښتو ادب له هغو پنځو ستورو څخه وو چې د تياره کلتوري چاپېريال لاريو ته يې د منزل مقصود لاره وښوده .

استاد خادم د ادب کلتور، تاريخ او ژورنالېزم په برخو کې ٥٥ ارزښتناک اثار ليکلي دي، چې ځينې يې لا چاپ شوي نه دي.

هغه مهال چې د پښتو هسک تورو ورېځو پوښلى و او د رڼا هېڅ يو څلي د ادب د قافلې لارويو ته خپل منزل نه په گوته کاوۀ، د پښتنو له ښه مرغه د کلتور په هسک کې د پنځو ستوريو يوه غونچه وځلېده چې يو يې استاد قيام الدين خادم و .

د افغاني کلتور دغه ريښتونى خادم په ١٩٠٧ ميلادي کال د ننگرهار په سمسوره سيمه کامه کې زيږېدلى و، نوموړي ليک لوست له خپله پلاره زده کړى و او بيا يې د پوهې د خپلولو په موخه د لړه موړې، کنډيباغ، اگام، حصارک او سر شاهي سيمو استادانو ته د شاگردۍ گونډه وهلې وه، خو د ننگرهار استادانو يې تنده ماته نه کړه او د کابل او پيښور د مدرسو په دروازو ورننوت .

ښاغلي خادم خپله لومړۍ دنده د ښوونکي په توگه پيل کړه، خو په ١٣١٢ لمريز کال کې د کندهار د پښتو انجمن غړى شو،تر هغې راوروسته د طلوع افغان،کابل مجلې،اصلاح ورځپاڼې او ځينو نورو خپرونو مشر چلونکى پاتې شوى دى .

استاد د پښتو ژبې يو ښه شاعر و چې فکر، فلسفه، تخيل، او د وطن مينه يې د کلام ښکلا وه .

وړيا کتابونه وېشل
 زما د پلار ٣٦ اثار چاپ شوي دي ، پنځه اثره په ٢٠٠٤ کال کال کې چاپ شول دوه اثرونه يې د نننۍ غونډې په وياړ چاپ شوي دي، او ١٨ يې نا چاپ دي، ډېر يې ادبي، ټولنيز ، سياسي او شعري اثار دي، زموږ کورنۍ هڅه کوي چې دغه ټول کتابونه چاپ کړي او په وړيا ډول يې وطنوالو ته وړاندې کړي .
 
تورپېکۍ خادم

نوموړي گڼ څېړنيز اثار هم ليکلي دي د غونډې گډونوال استاد حبيب الله رفيع د نوړي د څيړنې په اړه داس څرگندونې لري :

'' خادم صاحب په ډېر لوړ درک د افغانستان په تاريخ او قامونو په ځانگړي ډول د پښتو او پښتونولۍ په باب ډېرې ژورې څېړنې کړې دي، په خپله مستقيمآ د ټولنې متن ته ورننوتى دى او له هغو نه يې استفاده کړې ده ، يو وخت يې لرغوني پښتانه قامونه ليکلي وو ماخذونه يې ډېر لږ وو، ما پوښتنه ترې وکړه ما ويل استاده ددې ماخذونه ويل يې ولې درايت زه په خپله پښتون يم زما په درايت دا ليکل شوي دي.''

ارواښاد خادم د شعر تر څنگه د پښتو نثر يو وتلى استاد هم و، د غونډې يو بل گډونوال استاد اسد الله غضنفر د نوموړي د نثر ښايستونه داسې بيانوي :

'' استاد خادم يو خو په وضوح او صراحت سره خبرې کولې دده په نثر کې مبهم شيان نشته ،بل دا دى چې د ده نثر ډېره ښه موسيقي لري، څوک يې چې لولي د يوه شعر خوند ځينې اخلي، داسې کليمات انتخابوي چې هغه له يو بل سره په اهنگ کې اړيکې لري، درېيمه خوبي د ده د نثر دا ده چې ډېر روان دى نوموړى داسې کليمې يوه د بلې په څنگ کې ږدي چې کله يې لولې نو ژبه دې ورسره نه نښلي.''

استاد خادم د څېړنې شاعرۍ ژورنالېزم، سياست، تاريخ او ټولنپېژندنې په برخه کې ٥٥ اثار ليکلي دي، د نوموړي لور تورپېکۍ خادم:

'' زما د پلار ٣٦ اثار چاپ شوي دي ، پنځه اثره په ٢٠٠٤ کال کال کې چاپ شول دوه اثرونه يې د نننۍ غونډې په وياړ چاپ شوي دي، او ١٨ يې نا چاپ دي، ډېر يې ادبي، ټولنيز ، سياسي او شعري اثار دي، زموږ کورنۍ هڅه کوي چې دغه ټول کتابونه چاپ کړي او په وړيا ډول يې وطنوالو ته وړاندې کړي .''

ولسمشر حامد کرزي هم غونډې ته پيغام رالېږلى و په پيغام کې له دولتي کلتوري مرکزونو نه غوښتنه شوې وه،چې يو کال وروسته د استاد خادم ديرشم تلين د بهرنيو او کورنيو پوهانو په گډون په پراخه کچه ولمانځي .

د پوهنې وزارت استازي له غونډې سره ژمنه وکړه چې تر هغه مهاله به يو ښوونځى هم د ارواښاد خادم په نامه ونوموي .

دا هم د نوموړي يو بيت:

د ناز په خوب ويدې غنچې ورو ورو راويښوم
خادم باد د سبا يم که وم وم که نه وم نه وم

 
 
ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت