BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 06:06 گرينويچ 2008 ,17 سپتمبر
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
بوش گل اغا شېرزى په ځانگړي ډول وستايۀ
 
جورج بوش
په دغه لېست کې ٢٠ ستر هېوادونه د نشه يي توکو د توليدوونکي او لېږدونکي بلل شوي، چې پاکستان او هند هم په کې راځي .
ښاغلي بوش د ناقانونه نشه يي توکو د توليدوونکو او لېږدوونکو هېوادونو د کلني لېست د خپرولو پرمهال ويلي چې تېر کال د افغانستان ١٨ ولايتونه له کوکنارو پاک شول، چې د بل کال په پرتله پنځه زيات شوي دي .

خو د بهرنيو چارو وزير ډېوېډ جانسن چې د ولسمشر دغه کلنى لېست يې ژورنالېستانو ته وړاندې کاوۀ لا هم د افغانستان په جنوب کې پنځه کړکېچن ولايتونه د خورا ډېرې اندېښنې وړ وبلل، چې د ټول هېواد په کچه سلو کې ٨٥ اپين توليدوي .

ولسمشر بوش په خپله کلنۍ اروزنه کې گواښنه کړې چې فساد او ناقانونه نشه يي توکو په افغانستان کې د يوۀ وړ اقتصادي جوړښت او فعالې ډيموکراسۍ جوړولو هڅې له يوۀ خطر سره مخامخ کړې دي .

په دغه لېست کې ٢٠ ستر هېوادونه د نشه يي توکو د توليدوونکي او لېږدونکي بلل شوي، چې پاکستان او هند هم په کې راځي .

په دې رپوټ کې هلمند نوى والي گلاب منگل د کوکنارو د ورکاوي په هڅو ستايل شوى، خو تر ټولو لويه ستاينه د ننگرهار د والي گل اغا شېرزي په برخه شوې ده .

په افغانستان کې له کوکنارو سره مبازره
ملگرو ملتونو ويلي وو، چې د نړيوالو مرستو سره سره به په افغانستان کې د نيشه يي توکو له منځه وړل ٢٥ کاله وخت ونيسي .

ولسمشر بوش ويلي چې د هغۀ ټينگ مشرتوب د دې سبب شو، چې ننگرهار د افغانستان په کچه د دويم توليدوونکي ولايت نه صفر ته راکوز شي .

بل دا چې په ننگرهار ولايت کې څه ناڅه د بيارغاونې چارې هم پر مخ وړل شوې دي، لکه د ښار او ځينو ولسواليو ته د سړکونو جوړېدل، چې دا هم ښايي د ادارې لپاره يوۀ لاسته راوړنه وبلل شي .

سربېره پردې چې په ليرو پرتو سيمو او ولسواليو کې بيارغاونه په هماغه کچه نه ده، چې د کوکنارو د کر يو ښه بديل وگڼل شي .

مخکې هم ننگرهار نازول شوى و

د تېر اگست مياشتې په پر ٢٧ هم د امريکا متحدو ايالتونو له فغانستان سره د نويو لس ميليون ډالرو مرسته وکړه .

د ننگرهار والي گل اغا شېرزى
گل اغا شېرزي او ادارې يې دومره کړي، چې ولس قانع کړي چې کوکنار ونه کړي، که څه هم دلته له زور څخه گټه اخيستل شوې ده، خو تر څنگ يې د خلکو رضايت هم په پام کې نيول شوى دى .

دغه پيسې د نيشه يي توکو ضد وزارت ته ورکول کېږي چې د دغه هېواد په ختيځ ننگرهار ولايت کې يې ولگوي .

مرستې د ننگرهاريانو د نازولو په موخه هغه ولايت ته بېلې شوې چې سږکال په کې د کوکنارو کښت بيخي له منځه تللى .

ننگرهار يو وخت د ترياکو د توليد له کبله په افغانستان کې درېيم ځاى درلود .

په شاوخوا لسو ورځو کې دا دويم ځل دى چې د امريکا د متحدو ايا لتو نو د سفارت لخوا د نيشه يي توکو ضد افغان وزارت سره مرسته کيږي .

 
 
ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت