BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 07:30 گرينويچ 2008 ,18 سپتمبر
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
کابلوف: امريکا زموږ او افغانستان اړيکي خرابوي
 

 
 
ضمير کابلوف
کابلوف تور لگوي چې گواکې لوېديځ په افغانستان کې د روسيې د روا هڅو مخه نيسي.
په کابل کې د روسيې سفير امريکا او د هغې متحدين په دې تورن کړل چې گواکي غواړي د روسيې اړېکي له افغانستان سره خراب کړي.

په افغانستان کې د روسيې سفير ضمير کابلوف له بي بي سي سره په يوه ځانگړې مرکه کې د شمالي انتلانتيک (ناټو) د يو شمېر غړيو هېوادونو بهرني سياستونه د روسيې پر وړاندې له دښمنۍ ډک وبلل.

هغه گواښ وکړ چې که دغه هېوادونه د روسېې پروړاندې په خپلو سياستونو کې بدلون رانه ولي، روسيه به افغانستان کې ناټو ته د راتلونکو توکو لارې په خپل هيواد کې وتړي.

دغه خبرې د روسيې سفير په داسې مهال کړي چې د روسيې سفارت په افغانستان کې د يوې خبرپاڼې په خپرولو د افغان حکومت په ځينو بهرنيو سلاکارانوهم نيوکه کړې چې د هغوى په وينا روسيې ته د روزنې لپاره د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې د افسرانو د تگ مخنيوى کوي.

دا په څو وروستيو مياشتو کې په کابل کې د افغانستان پر سر لوېديځ ته د روسيې د يوه استازي دويمې سختې خبرې دي.

روسي سفير ضمير کابلوف دا ځل د امريکا او د هغې د متحدينو د ملامتولو لپاره نوي دلايل رامخته کړي دي.

نوموړي ادعا کړې چې لوېديځ له پوځي او اقتصادي پلوه د افغانستان د پياوړتيا پر ځاى، لگيا دى په دغه هيواد کې خپل پوځي شتون پياوړى کوي.

کابلوف تور لگوي چې گواکې لوېديځ په افغانستان کې د روسيې د روا هڅو مخه نيسي او په دې ډول د کابل او مسکو د نژدې اړيکو خنډ گرځي.

ضيمر کابلوف د خپل متبوع هيواد هوډ بيا تکرار کړ چې که دده په وينا له روسيې سره دښمني ته دوام وکړي، پر ناټو به په روسيه کې د هوايي اکمالاتو لاره وتړي.

''تر اوسه خو دا لار خلاصه ده، خو که د ناټو غړي هېوادونه د روسيې پر خلاف خپل له دښنمۍ ډک سياست ته ادامه ورکړي نو د لوژيستيکي لارې بندول به هم مطرح شي.''

د گرجستان تر کړکېچ وروسته چې روسيه او لوېديځ يې د ساړه جنگ تر پولې ورسول، د ښاغلي کابلوف په باور ناټو په نورو ډگرونو او په ځانگړې توگه په افغانستان کې د روسيې نړيوال دريځ ته د زيان رسولو هڅه چټکه کړې ده.

دى په روسيه کې د ځانگړو افغان پوليسو د هغې ډلې د روزنې فسخه کول د بېلگې په توگه يادوي چې ټاکل شوې وه په مسکو کې له نشه يي موادو سره د مبارزې لارې چارې ور وښودل شي.

'' فکر کوو چې د افغان حکومت په ځينو ادارو، لکه کورنيو چارو وزارت او له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت کې بوخت بهرني سلاکاران سرغړونې کوي. په دې سره د هغوى بي انصافي او تتوالى جوتېږي. دغه راز دا کار د نشه يي توکو په وړاندې د امريکا مبارزه تر پوښتنې لاندې راولي".

افغان چارواکو مخکې ددغې زده کړې فسخه کېدل، تخنيکي لاملونو بللي وو، چې ښاغلى کابلوف وايي دوى ته د منلو وړ نه دي.

د روسيې سفير مخکې هم د افغانستان پر سرله امريکا او متحدينو سره ناندرۍ وهلې وې. هغه گواښ کړى و چې که روسيه پوه شي لوېديځ په افغانستان له ترهگرۍ سره له مبارزې پرته نورې موخې لري، مخه به يې ونيسي.

 
 
ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت