BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 13:01 گرينويچ 2008 ,27 دسمبر
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
احمدزى: له فساد سره د دولت مبارزه کمزورې ده
 

 
 
ډاکتر اشرف غني احمد زی
ښاغلي احمدزي له ٢٠٠٢ څخه تر ٢٠٠٤ پورې د افغانستان د ماليې د وزير په توګه هم دنده پر مخ وړې ده .
د افغانستان د ماليې پخوانی وزير اشرف غني احمدزی وايي چې حکومت له فساد سره کمزورې مبارزه کوي او د هغه په وينا د خلکو پر برخليک يو څو محدود کسان لوبې کوي .

ښاغلي احمدزي په کابل کې له خبريالانو سره په خبرو کې وويل چې د اوسني ستونزمن حالت د له منځه وړو لپاره بايد حکومت داسې لارې چارې غوره کړي چې د هغه په وينا ټول ولس ته د منلو وړ وي.

که څه هم نوموړي دغه لارې چارې په ګوته نکړې خو د خپلو خبرو په يوه برخه کې يې وويل چې ډېرو ته دا مهال داسې لارې چارې برابرې شوي چې هر ډول يې زړه وي هماغسې کوي او د خلکو پيسې جيبونو ته غورځوي.

((موږ اوس وينو چې يو شمېر محدود کسان د افغانستان د خلکو له برخليک سره لوبې کوي . زرګونه جرېبه ځمکې په ارزانه بيه رانيسي او په لوړ قيمت يې پر نورو پلوري، خو هېڅ داسې څوک نشته چې له دغو کسانوسره حساب وکړي . تاسې خپله قضاوت وکړئ او وواياست چې ايا دا يو عادل دی؟))

ښاغلي احمدزي چې ځينې کسان ورباندې د افغانستان په راتلونکو ټاکنو کې د يوه پياوړي کانديد شک هم کوي پر ولسمشر حامد کرزي هم غږ وکړ چې له اوسني حالت څخه د وتلو د عملي لارو چارو د لټون په هڅه کې شي.

هغه د افغانستان پر ټولو مطرحو شخصيتونو او ډلو غږ وکړ، چې په افغانستان کې روانو ستونزو ته د پای په موخه د جمهوري رياست له راتلونکو ټولټاکنو څخه وړاندې په يوه ټغر سره راټول شي:

((زه له ټولو مطرحو شخصيتونو څخه غوښتنه کوم چې د ولسمشرۍ د ټاکنو له سيالۍ وړاندې بايد پر يوه ټغر سره راټول شي او د يوې سراسري اجماع د جوړولو پر داسې اصولو موافقه وکړي، چې په کې د ملت اساسي پوښتنې ځواب شي. ))

ښاغلی احمدزي د خپلو پلويانو د هغې غوښتنې په ځواب کې چې نوموړی دې ځان ولسمشرۍ ته کانديد کړی وويل چې د ټولټاکنو د نېټې له ټاکل کېدا څخه وروسته به نوموړی خپله پرېکړه څرګنده کړی .

ښاغلي احمدزي له ٢٠٠١ کال نه وروسته په افغانستان کې مهمې دولتي دندې لکه د افغانستان د ماليې وزارت او د کابل پوهنتون مشرتوب کړی دی.

د افغان حکومت دغه اوسنی منتقد تر ډېره له دې امله پر حکومت نيوکې کوي چې وايي له افغانستان سره شوې مرستې يې پرځای نه دي لګولي او په هيواد کې يې د ظرفيتونو د لوړولو لپاره هڅې نه دي کړې.

 
 
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت