BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 07:58 گرينويچ 2008 ,31 دسمبر
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
ګرځنده تيلې فون که کوچنی لابراتوار
 

 
 
ګرځنده تيلې فون
نوی ګرځنده تيلې فون هرډول وينه معاينه کولی شي.
په امريکا کې پوهانو ويلي د ګرځنده تيلې فون په جوړښت کې يې داسې بدلون راوستی، چې په کې د ځای پرځای شوې يوې کوچنۍ آلې په وسيله د وينې ازموينه او د اېډز او ملاريا په څېر ناروغۍ هم معلومېدای شي .

د ټيکنالوجۍ په برخه کې امريکايي پوهانو ويلي چې د ګرځنده تيلې فون په سيټونو کې يې د کامرې ترڅنګ يوه داسې کوچنۍ پلاستيکې ټوټه اېښې ده چې د رڼا د (فيلتر) يا معلومولو لپاره ګټه ترېنه اخيستل کېږي، او د (LED) په ډول يې ترڅنګ يو کوچنی ګروپ او مزي لګولي دي .

خو سربېره پردې، تيلې فون خپله اساسي دنده هم په ښه توګه پرمخ بېولی شي .

د ويلو ده چې د وينې د ژونکو د معلومولو لپاره له ډېرو لويو وسايلو څخه کار اخيستل کېږي، لکه د يخچال په څېر، او سلګونه زره ډالر لګښت پرې راځي، او يا خو لږ ترلږه د ژونکو يوه تکړه او کارپوه پېژندونکي ته اړتيا وي چې هر څه په دقت سره په لابراتوار کې معاينه او ښه پايله تر ګوتو کړي .

د دې پېچلې پروسې ترسره کولو ته ډېر وخت او کوښښ هم په کار دی .

ګرځنده تيلې فون
په دغه ګرځنده تيلې فوني سېټ کې کوچنۍ کمره هم لري .

لابراتوار تيلې فون

د (وايرډ) يوې علمي مجلې د يوې څېړنيزې ټولنې د غړي ايدوګان اوزګان له خولې ليکلي چې : ((لابراتوار تيلې فون)) د ليرو پرتو سيمو ټولو اوسېدونکو ته دا زېری ورکوي چې پرته له دې چې لويو لابراتوارونو ته مراجعه وکړي، د يوې کوچنۍ آلې په وسيله خپله وينه معاينه کولی شي .

همدارنګه د دوی کليو ته داسې يخچالي ګاډي او ګرځنده کلينيکونه هم ورځي چې د څو دقيقو په اوږدو کې د دوی د وينې معاينه ترسره کوي، خو دا چاره هم ځينې وخت ستړې کوونکې تمامېږي .

د دغه ګرځنده لابراتوار د کارولو لپاره يوازې دا کافي ده چې د تيلې فون د شا برخه پرانيستل شي، بټرۍ هم ترېنه وايستل شي او هغه کوچنۍ ټوټه په کې کښېښودل شي چې د وينې معاينه يې پر مټ ‎ ترسره کېږي .

نور نو څه نه دي پاتې، خو په تيلې فون کې د سترګکۍ په وسيله اوس کولای شو چې همجنسه رنګونه وپېژنو او عکس واخلو، دا عکس به ډېر روښانه او واضح وي، چې د وينې ژونکې په کې په ښه توګه معلومېدای شي .

هرڅومره چې د فيلتر (د رڼا زياتوالی) ډېرېږي، هومره ورسره د وينې ښه پايله لاسته راځي .

 
 
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت