BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 10:52 گرينويچ 2009 ,23 فبروري
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
سميرا: د جامو د ډيزاين له لارې يووالي ته کارکوم
 

 
 
اغلې سمېرا اتاش
سمېرا وايي: (( د امريکا پېښو زه دې ته وهڅولم چي په لوېديځ کې کي د افغانستان د مثبت انځور او همدارنګه دختيځ او لوېديځ دنژدې والي په نيت دخپل دغه هنر څخه کار واخلم.))
په امريکا کې د 2001 زېږديزکال له بريدونو څخه وروسته په دغه هېواد کې مېشت زيات افغانان په يو نه، يو ډول اغېزمن شوي دي.

په نيويارک کي مېشته افغانه سمېرا اتاش چې يوه فېشن جامې جوړونکې يا ډيزانره ده، که له يوې خوا دغو پېښو پرې منفي اغېزې کړې خو له بلې خوا يې ددې کمال او هنر هم غوړولی دی.

سمېرا وايي: (( د امريکا پېښو زه دې ته وهڅولم چي په لوېديځ کې د افغانستان د مثبت انځور او همدارنګه دختيځ او لوېديځ دنژدې والي په نيت له خپل دغه هنر څخه کار واخلم.))

دا وايي : (( زما ټول سر او کار د افغانستان له يووالي سره دی. ))

نوموړې باور لري، چي دهنر او سکښت يا ډېزاين له لارې دا کار شونی دی او ارمان لري چي دکلتوري اوهنري څېزونو له لاري لوېديځ په تېره امريکايان افغانستان ته په درنه سترګه وګوري.

دې همدارنګه د افغانستان دملي يووالي په نيت يو داسي کميس سکڼلی چې د unity short يا ديووالي کميس په نامه يې نومولی او موخه يې د افغانستان دقومونو ترمنځ ديووالي هڅول دي.

سمېرا دخپل پلار ډاکتر نادر اتاش څخه په الهام ديووالي په نامه کميس داسي سکڼلی چې دکميس پر ټتر يې دسولې، درناوي او مينې توري انځور کړي دي.

دا وايي : (( افغانانو دنړۍ له ګوټ ګوټ څخه ماته دونه فرمايشونه راواستول چې دا وايي زه يې په رغولو پسې نه شوای رسېدی .))

سمېرا اتاش بل وتلی ډيزاين د بودا بوغرې يا بورقې په نامه سکڼلی دی.

د دې سکښت او جوړښت کټ مټ د بودا مجسمې ته ورته دی اود نه دتشدد دمبارزې دنړيوال اتل مهاتما ګاندي دا وينا پکې انځوريزه کښل شوې چې وايي: (( ما په ځنځيرونو وتړه، ما وربړوه خو زما فکر نه شې زنداني کولای.))

داغلي سمېرا دا سکښت په نړۍ کې په لوړه کچه ستايل شوی او پلورل شوی دی.

خو سمېرا وايي چې د دې ترڅنګ يې دهغه سکڼلو کاليو يا جامو چې د اميدواور مېندو له پاره يې جوړکړی دی هم ښه بازار موندلی دی.

دې دخپل کار يوه اندازه پيسې په وارو، وارو په افغانستان کې دښځو د ژوند د ښه کولو په پروژو کې خيراتي ادارو ته وربښلې دي.

پردې سربېره يې د امريکا ترپېښو وروسته په امريکا کې يو لکو پنځوس زره ډالر بسپنه په داوطلبانه توګه راټوله کړې او يوې افغاني مرستندويي ټولني نورستان فونډېشن ته وربښلي ده .

سميرا نه يواځې په business marketing يا سوداګريزه منډۍ کې دجارج مېسن له پوهنتون څخه دلوړو زده کړو بری ليک تر لاسه کړی بلکې د نيويارک په وتلو ډيزانينګ ټولنو کې يې هم زده کړې دي.

د اغلې سمېرا کار او هنر په امريکا يي رسنيو کې ډېر ځلېدلی او ګڼ شمېر مرکې يې خپرې شوې دي .

سمېرا د افغانستان دښځو دلاسي صنايعو ته په نيويارک کې په نړيواله کچه دبازارموندلو په هڅو هم بوخته ده.

سميرا اتاش

سميرا اتاش


 
 
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت