BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 06:22 گرينويچ 2009 ,27 فبروري
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
کرزی: په راتلونکو ټول ټاکنو کې ګډون وکړئ
 

 
 
افغان ولسمشر حامد کرزی
کرزی: (( هغه ځوانان چې اتلسو کلونو ته رسېدلي دي، نجونې دي که هلکان، په انتخاباتو کې د ګډون حق لري، د انتخاباتو د نوم ليکنې مرکزونو ته ورشي، خپل نومونه وليکي او په ټاکنو کې برخه واخلي.))
افغان ولسمشر له خپل ولس څخه وغوښتل چې د ولسمشرۍپه راتلونکو ټاکنو کې پراخه برخه واخلي او ټاکنو ته مشروعيت ورکړي .

ولسمشر حامد کرزى پرداسې مهال پر خپل ولس په ټاکنو کې د برخې اخيستو لپاره د کارتونو د اخيستو غږ کوي چې دغه بهير له څو ولسواليو پرته په نور ټول افغانستان کې بشپړه شوې ده .

ټاکل شوې چې څه باندې پنځه مياشتې وروسته په افغانستان کې د ولسمشر کرزي په گډون گڼ افغانان د ولسمشرۍ په ټاکنو کې سيالي وکړي .

د ولسمشر کرزي دغه ١٥ ورځنۍ راديويي وينا په افغانستان کې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د خپل ولس هڅو ولو ته ځانگړې شوې وه .

خو د حامد کرزي لويه غوښتنه له خلکو دا وه چې په راتلونکو ټاکنو کې د گډون لپاره د نوم ليکنې کارتونه واخلي :

((هغه ځوانان چې اتلسو کلونو ته رسېدلي دي، نجونې دي که هلکان، په انتخاباتو کې د ګډون حق لري، د انتخاباتو د نوم ليکنې مرکزونو ته ورشي، خپل نومونه وليکي او په ټاکنو کې برخه واخلي . هغه خويندې او وروڼه چې پخوا يې کارتونه اخيستي، خو ترېنه ورک شوي، بايد د نوم ليکنې مرکزونو ته ورشي او کارتونه واخلي. زموږ هغه هېوادوال چې په ورستيو کې له نورو هېوادونو څخه راستانه شوي دي، په راتلونکو ټاکنو کې د دوی ګډون ډېر ډېر ضروري دی. ))

ستاسو رايې د هېواد مشر ټاکي
.
 ستاسو رايې د هېواد مشر ټاکي او د هغه مشرۍ ته مشروعيت وربخښي، نو که موږ په راتلونکو ټاکنو کې برخه واخلو او خپل مشر وټاکو، هېواد ته راتلونکې نسبي سوله او امنيت به لا ټينګ شي.
 
کرزی

په داسې حال کې چې اوس له شاوخوا شلو ليرو پرتو سويلي او سويل لوېديځو ولسواليو پرته نو ر په ټوله افغانستان کې د نوم ليکنې بهير بشپړ شوى او د ټاکنو د کميسيون چارواکي وايي چې څه باندې څلور ميليونو نويو کارتونه يې ووېشل .

خو ولسمشر کرزي له نوم ليکنې ور تېرېږي او ټينگار يې وکړ چې خلک دې په ټاکنو برخه واخلي او ټاکنو ته دې د ده په وينا قانونيت ورکړي :

((ستاسو رايې د هېواد مشر ټاکي او د هغه مشرۍ ته مشروعيت وربخښي، نو که موږ په راتلونکو ټاکنو کې برخه واخلو او خپل مشر وټاکو، هېواد ته راتلونکې نسبي سوله او امنيت به لا ټينګ شي. ))

ښاغلي کرزي له ديني او قومي مشرانو وغوښتل چې خلک دې په ټاکنو کې برخې اخيستو ته وهڅوي .

افغان ولسمشر پر امنيتي ځواکونو هم غږ وکړ چې د ټاکنو لپاره دې امنيتي حالات برابر کړي .

خو د افغانستان په روانو حالاتو کې د نوم ليکنې بهير ته په کتو سره چې له دولتي سيمو څه نا څه ليرې کميسيون ونشو کولي چې دغه مرکزونه پرانيزي نو داسې ويل کېږي چې د ټاکنو ترسره کېدل به د دغه هېواد په يو شمېر سيمو کې له ستونزو خالي نه وي .

بل پلوه د ټاکنو لپاره د نويو کانديدانو د را دبره کيدو لړۍ هم توده شوې او اوس تر لسو ډېر داسې کسان يادېږي چې د ولسمشر کرزي په خوا کې د ټاکنو سيالۍ ته ځانو نه چمتو کوي خو دغه شمېره به په همدې حالت پاتې نه شي .

 
 
ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت