BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 12:25 گرينويچ 2009 ,19 مارچ
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
د کانديدانو د نومليکنې لپاره نيټه اعلان شوه
 

 
 
د نومليکنې بهېر
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسيون د ١٣٨٨ هجري شمي کال د ثور د مياشتي پنځم تاريخ د ولسمشرۍ او ولايتي شوراگانو د کانديدانو د نومليکنې د پيل نېټه اعلان کړه .

د ټاکنو د نومليکنې د پيل دغه بهېر چې د روان عيسوي کال د اپريل د مياشتي له پنځه ويشتمې نېټې سره سمون خورې،د دوو اونيو په ترڅ کې به بشپړ شي .

د ياد شوي کمېسيون د دارالانشا مرستيال زکريا بارکزى وايي د غه اعلان يې تر خپلې ټاکلې نېټې يوه مياشت د مخه ځگه وکړه چې کانديدان په اسانۍ سره خپل کارونه ترسره کړي .

ښاغلي بارکزي وويل'' د ثور د مياشتې له پنځمې نېټې نه تر اتلسمې نېتې پورې ،يانې د دغو دوو اونيو په ترڅ کې هغه کسان چې واجد الشرايط دي او غواړي د ولسشمرۍ او يا ولايتي شورا گانو څوکيو لپاره ځانونه کانديد کړي،بايد په رسمي او کتبي ډول د خپلې کانديداتورۍ عريضي کمېسيون ته وسپاري.

د ټاکنو د خپلواک کېمسيون د قانون د درې ديرشمې مادې له مخې د ولسشمرۍ او ولايتي شوراگانو د کانديدانو د نومليکنې نېټه له انتخاباتو نه يوسل او شل ورځې وړاندې بايد اعلان شي، خو موږ دغه اعلان شاوخوا يو سل او پنځوس ورځې د مخې ځگه وکړه چې کانديدان خپل کارونه په اسانۍ سره ترسره کړي'' .

د ټاکنو خپلواک کمېسيون د اعلان له مخې د ثور د مياشتې له شپږ ويشتمې نېټې نه د جوزا د مياشتې تر اتلسمې نېټې،پورې ولسي خلک د کانديدانو په اړه خپل هر ډول شکايت کمېسيون ته يې سپارلى شي .

همدغه ورځې د کانديداتورۍ نه د کانديدانو د تېرويد نېټه هم بلل کېږي .

دغه راز د ١٣٨٨ هجري شمسي کال د اسد زمري د مياشتې له ٢٩ نېټې نه د وږې تر ١١ نېټې پورې، رايي شمېرل ککېږي،او پايلې يې بيا د وږې د مياشتې په ٢٦ نېټه اعلانېږي.

 
 
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت