BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 06:02 گرينويچ 2009 ,23 مارچ
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
د امريکا پر نوې تګلارې څرګندونې
 

 
 
بارک اوباما
((تاسو نه شی کولی افغانستان او پاکستان سره بېل کړی. پخوا د امريکا حکومت دواړه مسلې سره بېلې کړې وې، دوی يوه د افغانستان تګلاره او بله د پاکستان تګلاره درلوده. موږ بايد دواړه سره يو ځای کړو، او زه هيله لرم نوره نړۍ به له موږ سره په دې هڅه کې مله شي.))
د امريکا ولسمشر باراک اوباما ويلي امريکا د افغانستان لپاره د وتلو يوې ستراتيژۍ ته اړتيا لري چې دا خبره ډاډمنه کړي هلته د امريکا تګلاره نوره اوږده موده ونه غځېږي.

ښاغلي اوباما دغه خبرې له يو امريکايي تلوېزيون سره په مرکه کې په داسې وخت کې کولې چې اداره يې د افغانستان لپاره له يوې پراخې ستراتيژۍ څخه د پردې لرې کولو لپاره تيارۍ نيسي.

باراک اوباما ويلي چې يوازې پوځي ځواک په افغانستان کې جګړه پای ته نه شي رسولی، او دې ته يې اشاره کړې چې د امريکا لپاره د وتلو ستراتيژي کېدی شي د افغانستان په اړه د نوې تګلارې برخه وي.

په همدې وخت کې افغانستان او پاکستان ته د امريکا ځانګړي استازی ريچارډ هولبروک ويلي د دغو دواړو هېوادونو لپاره د امريکا تګلاره له دې وروسته سره بېله نه وي.

نوموړي له بي بی سي سره په يوه مرکه کې وويل دا پر افغان تګلارې د واشنګټن د بيا غور مهم ټکی دی.

((تاسو نه شی کولی افغانستان او پاکستان سره بېل کړی. پخوا د امريکا حکومت دواړه مسلې سره بېلې کړې وې، دوی يوه د افغانستان تګلاره او بله د پاکستان تګلاره درلوده. موږ بايد دواړه سره يو ځای کړو، او زه هيله لرم نوره نړۍ به له موږ سره په دې هڅه کې مله شي.))

ښاغلي هلوبروک وويل له افغان پولې سره څېرمه د پاکستان په قبايلي سيمو کې د طالبانو پټنځايونه د افغانستان لپاره لومړۍ شمېره ستونزه ده. ده ويلي چې د بې غورۍ وخت تېر شوی او د دغې سيمې لپاره به نور ډېر ځواکونه، وسايل او سرچينې برابرې او د لوړې کچې پاملرنه وشي.

 
 
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت